رومیانو ته د پولوس رسول لیک

درېم فصل

۱نو بیا یهودیان په غیریهودیانو باندې څه غوره والی لري؟ یا سنت کېدل څه ارزښت لري؟ ۲په هر لحاظ ډېر ارزښت لري! د هرڅه نه لومړی دا چې خدای خپل کلام یهودیانو ته وسپاره. ۳دا رښتیا ده چې په هغوی کې ځینې یې وفادار نه وو. خو په دې خاطر چې هغوی وفادار نه وو، نو ایا د دې معنی دا ده چې خدای به وفادار نه وي؟ ۴هېڅکله نه! حتی که ټول انسانان دروغجن وي، خو خدای به تل رښتینی وي. لکه څنګه چې د خدای په هکله لیکل شوي دي:

کله چې ته خبرې کوې، نو ټول به په یقین سره پوه شي چې ته رښتیا وایې او په محکمه کې باید خپله دعوه وګټې.

۵‏-۶خو که چېرې زمونږ بدکاري د دې سبب کیږي چې د خدای عدالت نور هم ښکاره شي، نو په دې کې مونږ څه ویلی شو؟ ایا مونږ ویلی شو کله چې خدای مونږ ته سزا راکوي، نو بې‌انصافي کوي؟ هېڅکله نه! دا یوازې انساني نظر دی. که چېرې خدای عادل نه وي، نو هغه څنګه کولای شي چې د نړۍ په هکله قضاوت وکړي؟

۷خو که څوک وایي چې که چېرې زما دروغ د دې سبب شي چې د خدای رښتینولي او جلال ښکاره شي، نو بیاهم ولې زه د یو ګناهکار په توګه ملامته کېږم؟ ۸ځینې خلک په مونږ باندې تور لګوي چې مونږ داسې وایو: «راځئ چې بدي وکړو چې نېکي ورڅخه پیدا شي؟» خو هغوی د سزا لایق دي.

هېڅوک نېک نه دی

۹نو بیا څنګه؟ ایا مونږ یهودیان د خدای په نظر کې د غیریهودیانو څخه ښه یو؟ نه، بالکل نه، ځکه چې مونږ مخکې دې ته اشاره وکړه چې یهودیان او غیریهودیان دواړه یوشان د ګناه په واک کې دي. ۱۰لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

هېڅوک عادل نه دی، حتی یو هم نشته. ۱۱هېڅ داسې څوک نشته چې په دې پوه شي چې رښتیا څه دي. هېڅوک نشته چې خدای ته رجوع وکړي. ۱۲ټولو د خدای نه مخ اړولی دی او ټول فاسد شوي دي. داسې هېڅوک نشته چې نېک کار وکړي، یو هم نشته. ۱۳ستوني یې لکه د قبر په شان خلاص دي. د خپلو ژبو نه د فرېب دپاره کار اخلي او خبرې یې لکه د مار د زهرو په شان له خولې نه راوځي. ۱۴خولې یې له لعنتونو او ترخو خبرو ډکې دي. ۱۵د دوی پښې په منډه دي چې وینه تویه کړي. ۱۶هغوی چې هر‌چېرته ځي، هلته ورانی او بدبختي پیدا کوي. ۱۷هغوی د سولې او سلامتۍ لاره نه ده پېژندلې. ۱۸هغوی له خدایه هېڅ نه وېریږي.

۱۹نو بیا مونږ پوهېږو چې هرڅه چې شریعت وایي هغه په هغه چا باندې عملي کیږي چې د شریعت پیروان وي، ترڅو د ټولو خولې بندې شي او ټوله نړۍ خپل ځان د خدای په وړاندې محکومه وګڼي. ۲۰ځکه چې هېڅوک به هم د شریعت په حکمونو باندې په عمل کولو سره د خدای په نظر کې عادل ونه ګڼل شي. د شریعت کار دا دی چې مونږ ته خپله ګناه راپېژني.

د ایمان په وسیله عادل کېدل

۲۱اوس خدای مونږ ته هغه لاره ښکاره کړې ده چې د هغې په وسیله بې له دې چې په حکمونو باندې عمل وکړو، د هغه په نظر کې عادل شو لکه څنګه چې شریعت او پیغمبرانو د هغې شاهدي ورکړې ده. ۲۲دا عدالت په عیسی مسیح باندې د ایمان درلودلو له لارې تر‌لاسه کیږي. خدای ټول په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره عادل ګڼي، ځکه چې د یهودیانو او غیریهودیانو ترمنځ هېڅ فرق نشته. ۲۳ځکه چې ټولو ګناه کړې ده او د خدای د جلال نه بې‌برخې دي. ۲۴خو ټول د خدای په وړیا فضل سره د عیسی مسیح په وسیله چې هغوی یې د خپلو ګناهونو نه خلاص کړي دي، عادل ګڼل کیږي. ۲۵خدای مسیح د دې دپاره وټاکه، ترڅو خپله وینه د خلکو د ګناهونو د بخښنې په خاطر چې په هغه باندې په ایمان راوړلو سره تر‌لاسه کیږي، یوه وسیله شي. خدای دا کار د دې دپاره وکړ چې خپل عدالت ښکاره کړي، ځکه چې خدای صابر دی او په تېرو ګناهونو باندې سترګې پټوي. ۲۶دا د دې دپاره ؤ چې په دې زمانه کې خپل عدالت ښکاره کړي او دا ثابته کړي چې هغه په خپله عادل دی او هغه څوک عادل جوړوي چې په عیسی مسیح باندې ایمان راوړي.

۲۷نو بیا مونږ په څه باندې ویاړ وکړو؟ په هېڅ شي باندې نه. ایا په دې دلیل چې په شریعت باندې عمل کوو؟ نه، بلکې د ایمان په وسیله. ۲۸ځکه مونږ پوهېږو چې د ایمان په وسیله عادل ګڼل کېږو، نه په شریعت باندې په عمل کولو سره. ۲۹ایا خدای یوازې د یهودیانو خدای دی؟ ایا هغه د غیریهودیانو خدای هم نه دی؟ بې له شکه چې دی. ۳۰خدای یو دی او هغه خلک یوازې د ایمان په وسیله عادل جوړوي، که هغه یهودیان دي یا غیریهودیان. ۳۱ایا د دې معنی دا ده چې مونږ په دې ایمان باندې شریعت ایسته غورځوو؟ نه، هېڅکله نه، بلکې نور هم په هغه باندې ټینګ ودرېږو.