فصل قبلی

رومیانو ته د پولوس رسول لیک

لومړی فصل

د پولوس له خوا سلامونه

۱دا لیک د پولوس له خوا دی چې د عیسی مسیح خدمتګار او د خدای له خوا غوره شوی رسول او د خدای د زېري د خپرولو دپاره ټاکل شوی دی. ۲خدای د پخوا نه په سپېڅلو لیکنو کې د خپلو پیغمبرانو په وسیله د دې زېري وعده کړې وه. ۳دا زېری د هغه د زوی په هکله دی چې په جسماني توګه د داود د نسل نه پیدا شوی دی ۴او د هغه سپېڅلي روح په وسیله چې په هغه کې ؤ او د مرګ نه د بیا راژوندي کېدلو په وسیله خدای په خپل لوی قدرت سره وښودل چې هغه د خدای زوی دی. هغه زمونږ څښتن عیسی مسیح دی. ۵خدای د هغه په وسیله او د هغه د نوم په خاطر په ما باندې فضل وکړ چې د هغه رسول شم او ټولو قومونو ته بلنه ورکړم چې ایمان راوړي او د مسیح اطاعت وکړي. ۶په هغوی کې تاسو رومیان هم شامل یئ چې خدای رابللي یئ چې د عیسی مسیح اوسئ.

۷زه دا سلامونه تاسو ټولو ته چې په روم کې یئ او په خدای باندې ګران یئ او د دې دپاره رابلل شوي یئ چې د خدای خلک اوسئ، وایم. زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

روم ته د تللو دپاره د پولوس ارمان

۸د هرڅه نه مخکې زه د عیسی مسیح په نوم ستاسو ټولو دپاره د خدای شکر کوم، ځکه چې په ټوله نړۍ کې خلک ستاسو د ایمان په هکله خبرې کوي. ۹هغه خدای چې د زړه له کومي یې خدمت کوم او د هغه د زوی په هکله زېری خپروم، هغه زما شاهد دی چې زه په دوامداره توګه تل تاسو په خپلو دعاګانو کې یادوم. ۱۰زه تل دا سوال کوم چې که د خدای رضا وي او ماته یوه لاره برابره شي چې څه موده وروسته تاسو ووینم. ۱۱ځکه چې دا زما ارمان دی چې تاسو ووینم او د روحاني برکت څخه مو برخمن کړم، ترڅو ستاسو روح ورباندې قوي شي. ۱۲زما مقصد دا دی چې مونږ د یو بل سره د خپل ایمان په وسیله مرسته وکړو ترڅو زمونږ د دواړو ایمان قوي شي، یعنې تاسو زما د ایمان په وسیله او زه ستاسو د ایمان په وسیله.

۱۳زما خویندو او ورونو، زه نه غواړم چې تاسو بې‌خبره پاتې شئ چې ما څو څو ځلې نیت کړی دی چې ستاسو خواته درشم، خو تل زما مخنیوی شوی دی. زه غواړم چې ستاسو په منځ کې کار وکړم او روحاني حاصل یې ووینم لکه څنګه چې مې په نورو غیریهودي قومونو کې ولیدل. ۱۴زه د ټولو خلکو په وړاندې مسوولیت لرم که هغه پرمختللي خلک دي او که وروسته پاتې خلک، که هغه پوه خلک دي یا ناپوهه. ۱۵نو له دې امله زه دې ته هیله‌من یم چې تاسو ته هم چې په روم کې یئ زېری واوروم.

د زېري قدرت

۱۶زه په دې زېري نه شرمېږم، ځکه چې دا د خلاصون دپاره د خدای قدرت دی، د هر چا دپاره چې ایمان راوړي، لومړی د یهودیانو دپاره او بیا د غیریهودیانو دپاره. ۱۷ځکه چې دا زېری مونږ ته دا ښکاره کوي چې خدای څنګه انسانان عادلان جوړوي او دا د ایمان څخه پیل کیږي او په ایمان باندې پای ته رسیږي. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «عادل انسان به د ایمان په وسیله ژوند کوي.»

د خلکو په ګناهونو باندې د خدای غضب

۱۸د خدای غضب له اسمانه په هغو ټولو نازلیږي چې بې‌دینه او بد کاره دي او د هغوی دا بد کارونه د خدای په هکله د حقیقت پېژندنې مخه نیسي. ۱۹ځکه چې هغوی د خدای په هکله په حقیقت باندې پوهیږي، له همدې امله خدای په خپله دا هرڅه هغوی ته ښکاره کړي دي. ۲۰ځکه چې د نړۍ د پیدایښت نه د هغه نه‌لیدونکي صفتونه یعنې د هغه تلپاتې قدرت او الهي ذات په هغو شیانو کې چې هغه پیدا کړي دي، په روښانه توګه لیدل کیږي. نو له دې امله د دې خلکو دپاره هېڅ عذر نشته. ۲۱سره له دي چې هغوی خدای پېژانده، خو هغه ته یې د خدای په توګه عزت ورنه کړ او نه یې ترې شکرګزاري وکړه، بلکې د هغوی خیالونه باطل شول او پوچ مغزونه یې تیاره شول. ۲۲هغوی دا دعوه کوي چې پوه دي، خو هغوی کم‌عقل دي. ۲۳هغوی د نه فنا‌کېدونکي او د جلال نه ډک خدای عبادت کول پریښی دی او د هغو بتانو عبادت کوي چې د فاني انسانانو، مرغانو، حیواناتو او خزندو ته ورته جوړ شوي دي.

۲۴له دې امله خدای هغوی د خپلو زړونو د نفساني غوښتنو پوره کولو ته پرېښودل، ترڅو خپل بدنونه یو د بله سره ناپاک او فاسد کړي. ۲۵هغوی د خدای په هکله حقیقت په دروغو بدل کړ او د خالق په ځای یې د هغه د مخلوق عبادت او خدمت وکړ یعنې هغه خالق چې تل ترتله د ثنا او صفت لایق دی. امین.

۲۶نو ځکه خدای هغوی خپل د شرم نه ډکو نفساني غوښتنو ته پرېښودل. حتی د هغوی ښځو عادي جنسي اړیکې پرېښودلې او د هغې په ځای یې په خپل منځ کې سره جنسي اړیکې خپلې کړې. ۲۷په همدې ډول سړیو هم د ښځو سره عادي جنسي اړیکې پرېښودلې او د خپل همجنس سره یې د جنسي اړیکو سختې غوښتنې پیدا کړلې. یو سړي به د بل سړي سره له شرمه ډک کارونه کول او په نتیجه کې هغوی په خپلو ځانونو باندې هغه سزا راوستله چې د خپلو بې‌لاریو له امله د هغې لایق وو.

۲۸څرنګه چې هغوی د دې نه انکار وکړ چې حتی د خدای په هکله فکر وکړي، نو هغه هم هغوی خپلو فاسدو خیالونو ته پرېښودل، ترڅو داسې کارونه وکړي چې باید ونه شي. ۲۹هغوی د هر ډول بدو کارونو، بدیو، حرص، کینې، بخیلتوب، قتل، جګړو، غولونې او بدو نیتونو څخه ډک دي. هغوی د یو بل پسې اوازې خپروي ۳۰او خبرې کوي، د خدای څخه کرکه کوي او د یو بل سپکاوی کوي. هغوی مغرور او لافې وهونکي خلک دي. هغوی د بدیو دپاره نوې لارې چارې جوړوي او د خپل مور او پلار د امر نه سرغړونه کوي. ۳۱هغوی ناپوهه، بې‌وفا، بې‌مینې او بې‌رحمه خلک دي. ۳۲هغوی د خدای د دې عادلانه حکم څخه ښه خبر دي چې څوک چې داسې کارونه کوي هغوی د مرګ لایق دي، خو هغوی نه یوازې دا چې خپله داسې کارونه کوي، بلکې نور هم دې ته هڅوي چې داسې کارونه وکړي.

فصل قبلی