کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ما خپلې سترګې غرونو ته نيولې دى.
چې زما مدد به د کوم ځايه راځى؟
۲ زما مدد د مالِک خُدائ نه راځى،
چې د زمکې او آسمان جوړونکے دے.
۳ ستا پښې به هغه ښوئېدو ته نۀ پرېږدى،
هغه څوک چې ستا حِفاظت کوى هغۀ له خوب نۀ ورځى.
۴ په حقيقت کښې هغه څوک چې د بنى اِسرائيلو حفاظت کوى،
هغۀ ته نۀ خوب جوټه ورکوى او نۀ اودۀ کيږى.
۵ مالِک خُدائ ستاسو حفاظت کوى،
مالِک خُدائ لکه د سورې په شان تا سره دے.
۶ په ورځ کښې به نمر تکليف نۀ درکوى،
او نۀ به سپوږمۍ په شپه کښې نقصان درکوى.
۷ مالِک خُدائ به ستاسو د هر مصيبت نه حفاظت کوى،
هغه به ستا په ژوند باندې نظر ساتى.
۸ مالِک خُدائ به ستا په تلو راتلو کښې حفاظت کوى،
د اوس نه تر ابده پورې به ستا حفاظت کوى.