کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوم،
او زما سوال هغه قبلوى،
۲ ما د دروغژنو شونډو نه بچ کړه اے مالِکه خُدايه
او د دوکه بازو ژبو نه مې وساته
۳ اے دوکه مارو ژبو هغه به تاسو سره څۀ وکړى؟
او د دې سزا سره به نور تاسو سره څۀ وکړى؟
۴ هغه به تاسو ته د جنګيالو د تېرو غشو سره سزا درکړى،
او په سرو سکروټو به سزا درکړى.
۵ افسوس دې وى په ما چې زۀ په مسک کښې لکه مسافر اوسېږم،
زۀ د قيدار د خېمو په مينځ کښې اوسېږم.
۶ زۀ ډېر زيات اوسېدلے يم
د هغو خلقو په مينځ کښې څوک چې امن نه نفرت کوى.
۷ زۀ صُلح خوښوونکے او امن پسند يم،
خو چې کله زۀ د صُلحې خبرې کوم هغوئ جنګ غواړى.