کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مددګار شه،
په تېزۍ سره پناه کيږى ستا نېک بنيادمان،
ستا وفاداران دى د دې زمکې نه روان.
۲ وائى دروغ په خپلو کښې يو بل ته ګاونډيان،
په زړۀ کښې دوکه باز او په غوړو شونډو دى ګويان.
۳ مالِکه تۀ په خپله دوئ نه پرې کړه غوړ شونډان
دوئ نه هغه ژبې پرې کړه چې په لافو دى ګويان.
۴ دوئ وائى چې، ”مونږ به په خپله ژبه هر څۀ حاصل کړُو،
څوک مو د وينا نه ايسارولے شى چې مونږ خپلې شونډې استعمال کړُو؟“
۵ فرمائى مالِک خُدائ، ”زياتے مې وليدلو چې وشو په حاجتمندانو
فرياد او زبيرګى ما واورېدل چې وکړل غريبانانو،
نو زۀ به ورشم چې هغوئ بچ کړم،
څنګه چې هغوئ زما د مدد لرى ارمان.“
۶ د مالِک خُدائ وعدې دى پاکې،
لکه سپين زر چې صفا شى اووۀ ځله په بټۍ کښې.
۷ اے مالِکه خُدايه مونږ يُو په اطمينان چې به وساتې
نسل د دروغژنو نه به کړې تل په حفاظت دا مظلومان.
۸ خو په هر ځائ کښې ګرځيږى بدکاران
ټول بدۍ ته په ښۀ سترګه ګورى انسانان.