کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم.
تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،
۲ ګوره بدعمله خپله لينده راکاږى او غشى ويشتو ته برابروى،
او د پټ ځائ نه په نېکانو باندې يې ورَوى.
۳ هرکله چې بنيادونه ورانولے شى،
نو رښتونى خلق به څۀ وکړے شى؟“
۴ مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے،
هم اوس مالِک خُدائ د خپل آسمانى تخت نه بادشاهى کوى.
هر يو انسان هغه په خپله د نزدې نه ګورى،
او په زمکه هر يو کس آزمائى.
۵ مالِک خُدائ صادقان او بدکاران دواړه معلوموى،
هغه د هغوئ نه نفرت کوى څوک چې ظلمونه خوښوى.
۶ هغه به په بدکارانو او شريرانو بَل سکارۀ او تاودۀ ګوګړ ورَوى،
په سوزونکو هواګانو سره ورته سزا ورکوى.
۷ بېشکه صادق مالِک خُدائ د اِنصاف سره مينه کوى،
او نېکان خلق به د هغۀ د مخ ديدن کوى.