کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
یوسلو شپاړسم زبور
د مرګ نه د خلاصون دپاره شکرګزاري
۱ مینه کومه د څښتن سره زه
ځکه چې سوال یې اورېدلی زما
او قبولې کړې یې زارۍ دي زما
۲ هغه نیولی دی خپل غوږ ما ته
ترڅو ژوندی یم دعاګانې به کومه ورته
۳ د مرګ په لومه کې راګېر شومه زه
راغله په ما باندې د قبر وېره
په تکلیف او غم اخته شومه زه
۴ نو بیا مې وکړلو فریاد څښتن ته:
سوال کوم تا ته ای څښتنه چې مې وژغوره ته
۵ څښتن رحیم او نېک دی
دی زړهسواندی زمونږ خدای
۶ څښتن ساتي ساده زړي خلک
کله چې ومه په خطر کې، هغه بچ کړمه زه
۷ ای زما ځانه ته ډاډه اوسه
ځکه څښتن ما سره کړی احسان
۸ څښتنه تا له مرګه بچ کړمه زه
وچې دې کړې اوښکې زما
او ودې ژغورلې پښې زما
له تیندک خوړلو څخه
۹ نو زه به ګرځم د څښتن حضور کې
د ژوندیو په دنیا کې
۱۰ ما په څښتن باندې باور درلود
که څه هم ما وویل:
په تکلیف کې یم زه ډېر
۱۱ که څه هم زه وېرېدمه خو ما وویل:
ټول انسانان دي دروغجن
۱۲ زه به څه ورکړم څښتن ته
د هغو ټولو احسانونو په بدل کې
چې یې کړي دي زما سره؟
۱۳ زه به راوړمه څښتن ته نذرانه د څښلو
چې ترې مننه وکړم د خپل نجات په خاطر
۱۴ زه به ورکړمه نذرونه چې مې منلي دي څښتن ته
د هغه د ټول قوم په مخکې
۱۵ څومره دردناکه ده څښتن دپاره
چې کله مړ شي کوم یو د هغه له وفادارو څخه
۱۶ زه خدمتګار یمه د ستا څښتنه
داسې خدمت دې زه کومه
چې مې مور کړی دی
زه دې خلاص کړی یمه له زنځیرونو څخه
۱۷ تا ته به درکړمه زه د شکرګزارۍ قرباني
زه به کومه دعاګانې تا ته
۱۸-۱۹ زه به پوره کړمه خپل نذر تا ته په اورشلیم کې
زه به وکړمه دا کار ستا د کور په حوېلۍ کې
چې په کې ټولیږي ستا ټول قوم د عبادت دپاره
د څښتن ثنا او صفت وکړئ!