د زبورونو کتاب

یوسلو شپاړسم زبور

د مرګ نه د خلاصون دپاره شکرګزاري

۱ مینه کومه د څښتن سره زه

ځکه چې سوال یې اورېدلی زما

او قبولې کړې یې زارۍ دي زما

۲ هغه نیولی دی خپل غوږ ما ته

ترڅو ژوندی یم دعاګانې به کومه ورته

۳ د مرګ په لومه کې راګېر شومه زه

راغله په ما باندې د قبر وېره

په تکلیف او غم اخته شومه زه

۴ نو بیا مې وکړلو فریاد څښتن ته:

سوال کوم تا ته ای څښتنه چې مې وژغوره ته

۵ څښتن رحیم او نېک دی

دی زړه‌سواندی زمونږ خدای

۶ څښتن ساتي ساده زړي خلک

کله چې ومه په خطر کې، هغه بچ کړمه زه

۷ ای زما ځانه ته ډاډه اوسه

ځکه څښتن ما سره کړی احسان

۸ څښتنه تا له مرګه بچ کړمه زه

وچې دې کړې اوښکې زما

او ودې ژغورلې پښې زما

له تیندک خوړلو څخه

۹ نو زه به ګرځم د څښتن حضور کې

د ژوندیو په دنیا کې

۱۰ ما په څښتن باندې باور درلود

که څه هم ما وویل:

په تکلیف کې یم زه ډېر

۱۱ که څه هم زه وېرېدمه خو ما وویل:

ټول انسانان دي دروغجن

۱۲ زه به څه ورکړم څښتن ته

د هغو ټولو احسانونو په بدل کې

چې یې کړي دي زما سره؟

۱۳ زه به راوړمه څښتن ته نذرانه د څښلو

چې ترې مننه وکړم د خپل نجات په خاطر

۱۴ زه به ورکړمه نذرونه چې مې منلي دي څښتن ته

د هغه د ټول قوم په مخکې

۱۵ څومره دردناکه ده څښتن دپاره

چې کله مړ شي کوم یو د هغه له وفادارو څخه

۱۶ زه خدمتګار یمه د ستا څښتنه

داسې خدمت دې زه کومه

چې مې مور کړی دی

زه دې خلاص کړی یمه له زنځیرونو څخه

۱۷ تا ته به درکړمه زه د شکرګزارۍ قرباني

زه به کومه دعاګانې تا ته

۱۸‏-۱۹ زه به پوره کړمه خپل نذر تا ته په اورشلیم کې

زه به وکړمه دا کار ستا د کور په حوېلۍ کې

چې په کې ټولیږي ستا ټول قوم د عبادت دپاره
د څښتن ثنا او صفت وکړئ!