۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او درېم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

۱ اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه،

اے زما ټول ځانه، د مالِک خُدائ د مقدس نوم ثناء ووايه.

۲ اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه،

چې د هغۀ ټول احسانونه هېر نۀ کړى.

۳ څوک چې ستا ټول ګناهونه معاف کوى،

او چې ستا ټول مرضونه جوړوى،

۴ څوک چې ستا ژوند د مرګ نه په بيعه اخلى،

او خپل د مينې او رحم تاج ستا په سر ږدى،

۵ او څوک چې په ښۀ څيزونو ستا ارمانونه پوره کوى،

نو چې د باز په شان ستا ځوانى تازه شى.

۶ مالِک خُدائ خپل صداقت سر ته رسوى،

او د ټولو مظلومانو سره اِنصاف کوى.

۷ هغۀ موسىٰ ته خپلې طريقې وښودلې،

خپل اعمال يې بنى اِسرائيلو ته ‎ښکاره کړل.

۸ مالِک خُدائ رحيم او مهربان دے،

زر نۀ په غصه کيږى او د هغۀ مينه پائيداره ده.

۹ هغه به هر وخت نۀ ملامتوى،

او خپل قهر به تر ابده نۀ ساتى.

۱۰ هغه مونږ ته زمونږ د ګناهونو په اندازه سزا نۀ راکوى،

او نۀ زمونږ د ګناهونو په مطابق بدله راکوى.

۱۱ نو لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى،

نو دومره د دۀ مينه د هغوئ دپاره لويه ده څوک چې د هغۀ نه يريږى.

۱۲ څومره چې مشرق د مغرب نه لرې دے،

نو دومره هغۀ زمونږ قصورونه مونږ نه لرى کړى دى.

۱۳ څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى،

نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى.

۱۴ ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو،

هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.

۱۵ د انسان ژوند د واښو په شان دے،

لکه د مېدان د ګل په شان غوړيږى.

۱۶ کله چې هوا ورباندې ولګيږى نو ختم شى،

او بيا په هغې ځائ کښې نۀ ښکارى.

۱۷ تر ابده ابده د مالِک خُدائ مينه د هغوئ سره وى څوک چې د هغۀ نه يريږى،

او د هغۀ صداقت د هغوئ د نسلونو سره وى.

۱۸ او د هغوئ سره څوک چې د هغۀ د لوظ پابند وى،

او د هغوئ سره څوک چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوى.

۱۹ مالِک خُدائ خپل تخت په آسمان کښې قائم کړے دے،

او د هغۀ بادشاهى په هر څۀ باندې قائمه ده.

۲۰ فرښتو د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړئ،

تاسو چې زورَورې يئ او د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ،

او د هغۀ د کلام تابعدارى کوئ.

۲۱ اے د فرښتو لښکرو، تاسو د مالِک خُدائ ثناء ووايئ،

اے د هغۀ خِدمتګارانو چې د هغۀ رضا پوره کوئ.

۲۲ اے د مالِک خُدائ ټولو مخلوقاتو

د هغۀ د بادشاهۍ په هر ځائ کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.

اے زما روحه د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.