۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

يو سل او دوېم زبور

د يو مظلوم سړى دُعا، کله چې هغه په تکليف کښې وى او د مالِک خُدائ په وړاندې خپل فرياد مخکښې کوى

۱ اے مالِکه خُدايه، سوال قبول کړه زما،

تا ته دې سوال زارى درورسيږى زما.

۲ خپل مخ دې رانه مۀ اړوه کله چې په سخته کښې يم.

ما ته غوږ شه کله چې تا نه سوال وکړم او زر مې قبلوه سوالونه.

۳ زما ژوند د لوګى په شان فنا کيږى،

زما هډُوکى لکه د سکروټو په شان بليږى.

۴ زړۀ مې بيمار او د واښو په شانې اوچ شو،

ما نه خپله روټۍ خوړل هېر شو.

۵ زما په زوره زبيرګو په وجه،

تش هډُوکى او تشه څرمن پاتې شوم.

۶ د صحرا د ګونګى په شان يم،

زۀ لکه د ګونګى چې په تباه شوو کنډرو کښې اوسېږم.

۷ ويښ پروت يم او زۀ د هغه مارغۀ په شان شوم،

چې ځان له پاس په چت باندې اوسيږى.

۸ ټوله ورځ دشمنان ما ته پېغور راکوى،

هغوئ ما دومره سپکوى

چې په لعنت وئيلو کښې زما نوم استعمالوى.

۹ ځکه د روټۍ په ځائ ايرې زما خوراک شولې،

او د اوبو سره مې خپلې اوښکې څښلې.

۱۰ ستا د قهر او لوئ غضب په وجه،

نو زۀ دې اوچت کړمه او يو خوا ته دې وغورزولم.

۱۱ زما عمر لکه د مازيګر د سورى په شان تير شو،

لکه د واښو په شان اوچ شوم.

۱۲ خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، تر ابده به په تخت ناست يې،

ستا د نوم پېژندګلو به تر نسلونو پورې وى.

۱۳ تۀ به راپاڅې او په صيون ښار به رحم وکړې،

او هغه وخت رارسېدلے دے چې خپل احسان دې ورته ښکاره کړې،

او مقرر شوے وخت رارسېدلے دے.

۱۴ د هغې کاڼى ستا په خِدمتګارانو ګران دى،

او د هغې په يوې ذرې خاورې هم رحم کوى.

۱۵ قومونه به د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى،

او د دُنيا ټول بادشاهان به ستا د جلال او عظمت نه يريږى.

۱۶ خو مالِک خُدائ به دوباره د صيون ښار آباد کړى،

او بيا به په خپل جلال کښې ځان څرګند کړې.

۱۷ هغه به د مسکينانو دُعا قبوله کړى،

او هغه به د دوئ سوال ته سپک نظر نۀ کړى.

۱۸ د راتلونکو نسلونو دپاره دې دا وليکلے شى،

کوم خلق چې لا پېدا شوى نۀ دى د مالِک خُدائ ثناء دې ووائى.

۱۹ مالِک خُدائ د خپل بره مقدس مقام نه لاندې وکتل،

بره آسمان نه هغۀ زمکې ته نظر وکړو،

۲۰ چې د قېديانو زبيرګى واورى،

په چا چې حُکم د مرګ شوے دے هغوئ د مرګ نه آزاد کړى.

۲۱ نو د مالِک خُدائ د نوم به په صيون کښې اعلان وشى،

او په يروشلم کښې به د هغۀ ثناء صِفت وشى.

۲۲ کله چې قومونه او بادشاهتونه راجمع شى،

او د مالِک خُدائ عبادت وکړى.

۲۳ زما طاقت يې په نيمه لار کښې ختم کړو،

او هغۀ زما ژوند لنډ کړو.

۲۴ نو ما ووئيل، ”زما پاکه خُدايه، زما ژوند زما نه په ځوانۍ کښې مۀ اخله،

تۀ خو به همېشه همېشه پورې ژوندے يې.“

۲۵ په شروع کښې تا د زمکې بنيادونه کېښودل،

آسمانونه ستا د لاس کارونه دى.

۲۶ دا هر څۀ به ټول ختم شى خو تۀ به قائم پاتې شې،

دا هر څۀ به لکه د جامو په شان زاړۀ شى،

تۀ به يې لکه د جامو په شان بدلې کړې،

او دا هر څۀ به فنا شى.

۲۷ خو بس تۀ به په يو حال پاتې شې،

او ستا کالونه به هيڅکله ختم نۀ شى.

۲۸ ستا د خِدمتګارو بچى به ستا په حضور کښې اوسيږى،

او د هغوئ اولاد به ستا په حضور کښې قائم دائم وى.