د فيليپيانو په نوم د پولوس رسول خط

درېم باب

د رښتيا او د دروغو صداقت

۱نو زما وروڼو او خوېندو، زما آخرى نصيحت دا دے چې په مالِک کښې خوشحاله اوسئ. او دا زما دپاره تکليف نۀ دے چې تاسو ته هغه خبرې بيا وليکم، خو په دې کښې ستاسو فائده ده. ۲د هغه سپو نه ځان وساتئ، څوک چې بدکاره دى، او تاسو په سنتېدو مجبوروى. ۳ځکه چې مونږ هغه رښتينى سنت شوى خلق يُو څوک چې د خُدائ پاک په روح کښې عبادت کوُو او په عيسىٰ مسيح فخر کوُو او په بدن مو بهروسه نشته. ۴اګر چې ما سره هم په خپل ځان د تکيه کولو وجه شته. خو کۀ نور څوک په خپل ځان تکيه کوى نو زۀ د هغوئ نه پرې زياته کولے شم. ۵زۀ په اتمه ورځ سنت شوم، د بنى اِسرائيل د قوم او د بنيامين د قبيلې نه يم، د عبرانيانو نه عبرانى، او د شريعت په مطابق فريسى يم، ۶د جوش په نسبت د جماعت زورونکے، او د شريعت د صداقت د لاندې بې‌عېبه يم. ۷خو څۀ چې مخکښې زما دپاره ګټور وو هم هغه زۀ اوس د مسيح دپاره نقصان ګڼم. ۸زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم، ۹او د هغۀ سره يو شم، نۀ په هغه صداقت کوم چې ما د شريعت نه حاصل کړے دے، بلکې په هغه صداقت کوم چې په مسيح د ايمان په وسيله دے. او د خُدائ پاک د خوا نه هغه صداقت چې په ايمان ولاړ دے. ۱۰زۀ غواړم چې د مسيح او د هغۀ د بيا ژوندى کېدلو قدرت وپېژنم او د هغۀ سره په تکليفونو کښې شريک شم او د هغۀ په مرګ کښې د هغۀ په شان شم، ۱۱د دې دپاره چې په څۀ طريقه د مړو نه د بيا ژوندى کېدو درجې ته ورسېږم.

خپل مقصد ته رسېدل

۱۲زۀ دا نۀ وايم چې ما دا هر څۀ حاصل کړى دى او يا زۀ کمال ته ورسېدم، بلکې زۀ منډه د دې دپاره وهم چې هغه هر څۀ حاصل کړم ځکه چې عيسىٰ مسيح زۀ خپل کړے يم. ۱۳زما وروڼو او خوېندو، زما دا خيال نۀ دے چې کمال ته رسېدلے يم خو زۀ اوس دا يو کار کول غواړم، چې هغه پخوانى څيزونه هېر کړم او د راتلونکو څيزونو دپاره سخت محنت وکړم، ۱۴زۀ د مقصد په طرف په منډه يم چې هغه انعام حاصل کړم د کوم دپاره چې زۀ خُدائ پاک د عيسىٰ مسيح په وسيله آسمانى ژوند ته بللے يم. ۱۵مونږ ټول چې په روحانى توګه بالغان يُو په کار دى چې په هر خبره کښې يو شان خيال ولرو، او کۀ په څۀ خبره کښې ستاسو اختلاف وى نو دا خبره به هم خُدائ پاک تاسو ته ښکاره کړى. ۱۶نو بيا دې مونږ په هغې خبرې کلک ودرېږو کومه چې مونږ حاصله کړې ده. ۱۷زما وروڼو او خوېندو، خپل ځان زما په شان کړئ، او د هغه خلقو نه زده کړئ څوک چې زمونږ په شان ژوند تېروى. ۱۸ما تاسو ته په څو څو ځله د هغوئ په حقله وينا کړې ده، او اوس په اوښکو سره وايم چې ډېر خلق د مسيح د سولۍ د دشمنانو په شان ژوند تېروى. ۱۹د هغوئ اَنجام هلاکت دے، د هغوئ خُدائ د هغوئ ګېډه ده، او هغوئ په خپلو شرمناک کارونو فخر کوى او د هغوئ سوچ په دُنياوى څيزونو دے. ۲۰خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو. ۲۱هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.