د فيليپيانو په نوم د پولوس رسول خط

دوېم باب

د حضرت عيسىٰ مسيح عاجزى په ځان کښې راوستل

۱نو کۀ په تاسو کښې د مسيح څۀ ډاډګيرنه وى، يا د هغۀ د مينې څۀ تسلى وى، يا په تاسو کښې د روحُ القُدس شراکت وى، او يا څۀ رحم او همدردى وى، ۲نو تاسو زما خوشحالى پوره کړئ چې په يو فکر، يوه مينه شئ، چې په يو زړۀ او يو مقصد شئ. ۳د خود غرضۍ او بې‌ځايه فخر په وجه څۀ مۀ کوئ، بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ. ۴تاسو صرف د خپل ځان سوچ مۀ کوئ، بلکې د نورو هم خيال ساتئ. ۵ستاسو خوى خصلت دې د يو بل سره هغه شان وى لکه څنګه چې د عيسىٰ مسيح وو. ۶هغه اګر کۀ د خُدائ پاک په صورت وو خو د خُدائ پاک سره د برابرېدلو کوشش يې ونۀ کړو. ۷بلکې خپل ځان يې خالى کړو او د غلام شکل يې اختيار کړو، او د انسان په صورت پېدا شو. کله چې په انسانى جسم کښې ښکاره شو، ۸هغۀ خپل ځان عاجز کړو او دومره تابعدار شو چې مرګ، بلکې د سولۍ مرګ يې قبول کړو. ۹هم په دې وجه خُدائ پاک هغۀ له د ټولو نه اوچت مقام ورکړو او هغۀ له يې هغه نوم ورکړو چې د ټولو نومونو نه اعلىٰ دے. ۱۰نو چې د عيسىٰ په نوم ټول مخلوق په سجده شى، کۀ هغه په آسمان کښې وى، يا په زمکه، يا کۀ د زمکې د لاندې وى، ۱۱او د خُدائ پلار د جلال دپاره دې هر څوک دا اقرار وکړى چې عيسىٰ مسيح مالِک دے.

په دُنيا کښې د نُور په شان وځلېږئ

۱۲په دې وجه زما ګرانو دوستانو، لکه څنګه چې تاسو همېشه زما تابعدارى کړې ده نۀ يواځې زما په موجودګۍ کښې بلکې د هغې نه ډېر زيات مو زما په غېر موجودګۍ کښې هم کړې ده، هم دغه شان په يره او په رپېدو د خپل خلاصون کار کوئ چې هغه په ښۀ شان سر ته ورسوئ. ۱۳ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى. ۱۴هر کار بې د غورېدو او بحث نه بغېر پوره کوئ، ۱۵نو چې تاسو بې‌داغه او پاک شئ. او په بدو او بې‌لارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ. ۱۶تاسو د ژوندون په کلام کلک ودرېږئ نو د مسيح د بيا راتلو په ورځ به زۀ فخر کوم چې نۀ خو زما منډه بې‌فائدې شوه او نۀ زما خوارى بې‌ځايه لاړه. ۱۷خو کۀ ستاسو په قربانۍ او ستاسو د ايمان د نذرانې دپاسه زما وينه لکه د ميو په شان واچولے شى نو زۀ به خوشحاله يم او ستاسو ټولو په خوشحالۍ کښې به شريک شم. ۱۸نو تاسو هم دغه شان خوشحاله اوسئ او ما سره په شريکه خوشحالى کوئ.

تيموتيوس او اِپفروديتوس

۱۹د مالِک عيسىٰ مسيح نه زۀ اُميد کوم چې ډېر زر به زۀ تاسو ته تيموتيوس درولېږم چې زۀ ستاسو د حالت نه خبر شم نو خوشحاله به شم. ۲۰ځکه چې دلته د هغۀ په شان بل څوک نشته چې په صفا زړۀ ستاسو دپاره فکرمند وى. ۲۱ځکه چې نور ټول د خپلو ګټو په تلاش کښې دى، نه چې د عيسىٰ مسيح. ۲۲خو تاسو ته د تيموتيوس د اهميت پته ده چې هغۀ ما سره لکه د يو زوئ چې د پلار سره خِدمت کوى نو دغه شان هغۀ ما سره د زيرى په خورولو کښې خِدمت وکړو. ۲۳نو زۀ اُميد کوم څنګه چې ما ته د خپل حال پته ولګى نو زۀ به زر تر زره هغه درولېږم. ۲۴او زما په مالِک پوخ يقين دے چې زۀ به په خپله هم زر درشم. ۲۵خو زۀ دا ضرورى ګڼم چې خپل ورور او د خِدمت ملګرے او د يو مورچې فوجى اِپفروديتوس تاسو له درولېږم څوک چې ستاسو پېغام وړونکے هم دے او څوک چې تاسو راولېږلو چې زما ضرورتونه پوره کړى. ۲۶هغه ستاسو د ټولو د ليدلو خواهشمند دے او پرېشانه دے ځکه چې تاسو د هغۀ د بيمارۍ په حقله اورېدلى وُو. ۲۷خو په حقيقت کښې هغه ډېر بيمار وو او مرګ ته نزدې وو، خو خُدائ پاک په هغۀ رحم وکړو، او صرف په هغۀ نه، بلکې په ما يې هم وکړو چې په ما د غم دپاسه غم نۀ وى. ۲۸ځکه خو ما سره هم د هغۀ د درلېږلو خيال نور زيات شو چې تاسو هم هغه ووينئ او خوشحاله شئ او زما پرېشانى به هم کمه شى. ۲۹نو په مالِک کښې په ډيرې خوشحالۍ سره د هغۀ هرکلے وکړئ، او هغۀ له دومره عزت ورکړئ چې داسې خلقو له ورکول په کار وى، ۳۰ځکه چې هغه د مسيح د کار دپاره تقريباً مرګ ته نزدې شوے وو، او هغۀ خپل ژوند په خطره کښې د هغه خِدمت سر ته رسولو دپاره واچولو کوم چې تاسو ما دپاره ونۀ کړے شو.