فیلیپیانو ته د پولوس رسول لیک

دوهم فصل

د مسیح عاجزي او لویي

۱که چېرې تاسو په مسیح کې ډاډه یئ، یا د هغه مینه تاسو ته تسلي درکوي، یا د خدای د روح سره شراکت لرئ، یا ستاسو ترمنځ مینه او خواخوږي وي، ۲نو تاسو زما خوشحالي پوره کړئ او په یو فکر اوسئ، یو د بل سره مینه ولرئ، په روح کې سره یو اوسئ او یو مقصد ولرئ. ۳د ځان خوښونې او غرور له مخې هېڅ کار مه کوئ، بلکې په عاجزۍ سره نور خلک د ځان نه لوړ ګڼئ. ۴یوازې د خپل ځان په فکر کې مه اوسئ، بلکې د نورو ګټې هم په پام کې ونیسئ. ۵هماغه ډول فکر ولرئ لکه څنګه چې عیسی مسیح درلود.

۶که څه هم هغه الهي ذات ؤ، خو هغه د خدای سره د برابرۍ څخه د خپل ځان په ګټه کار وانخیست، ۷بلکې هغه په خپله خوښه د هرڅه نه تېر شو او د یو غلام فطرت یې اختیار کړ. هغه د انسان په شکل پیدا شو او په انساني جسم کې راښکاره شو. ۸هغه خپل ځان عاجز کړ او د تابعدارۍ له مخې مرګ ته حاضر شو او حتی په صلیب باندې مرګ ته. ۹له همدې امله خدای هغه ته لوړ مقام ورکړ او هغه ته یې هغه نوم ورکړ چې د ټولو نومونو نه لوړ دی، ۱۰ترڅو د عیسی په نوم ټول مخلوقات که په اسمان کې دي، که د ځمکې په مخ او که د ځمکې لاندې، هغه ته په ګونډو شي ۱۱او ټول د پلار خدای د جلال دپاره په خپله خوله باندې اقرار وکړي چې عیسی مسیح څښتن دی.

په دې دنیا کې د ستورو په شان وځلېږئ

۱۲له دې امله زما ګرانو دوستانو، لکه څنګه چې تاسو تل زما اطاعت کړی دی، نه یوازې زما په شتون کې، بلکې د هغې نه زیات یې اوس زما په نشتون کې هم وکړئ. نو په وېره او لړزېدلو سره هغه کارونه سرته ورسوئ چې ستاسو د خلاصون د ښکاره کولو سبب ګرځي. ۱۳ځکه چې دا خدای دی چې په تاسو کې کار کوي او په تاسو کې اراده او قدرت پیدا کوي چې د هغه نېک مقصد پوره کړئ.

۱۴هر کار پرته له ګورېدلو او بحث کولو سرته ورسوئ، ۱۵ترڅو په دې زمانه کې چې ټول بې‌لارې او غلط خلک دي، تاسو د خدای بې‌عیبه، معصوم او لکه د خدای بې‌ګناه اولادونه اوسئ او د هغوی په منځ کې لکه د اسمان د ستورو په شان وځلېږئ. ۱۶تاسو تل د ژوندون پیغام خلکو ته ورسوئ. که چېرې داسې وکړئ، نو زه به د مسیح د راتللو په وخت کې ویاړم چې نه زما منډې بې‌ګټې شوې او نه مې خواري بېځایه لاړه. ۱۷حتی که چېرې لازمه وي چې زما وینه دې لکه د قربانۍ په شان ستاسو د ایمان د قربانۍ په خاطر تویه شي، نو زه به خوشحاله یم او ستاسو ټولو په خوشحالۍ کې به شریک شم. ۱۸نو تاسو هم خوشحاله اوسئ او زما سره په خوشحالۍ کې شریک شئ.

تیموتاوس او اپافرودیتوس په هکله مثالونه

۱۹زه څښتن عیسی ته هیله‌من یم چې ډېر زر به تیموتاوس درولېږم، ترڅو ستاسو د احوال نه خبر شم، نو خوشحاله به شم. ۲۰ځکه چې دلته د هغه په شان زما سره بل څوک نشته چې په رښتیا ستاسو په فکر کې وي. ۲۱ځکه چې نور ټول د خپلو ګټو پسې ګرځي، نه د عیسی مسیح پسې. ۲۲خو تاسو پوهېږئ چې تیموتاوس خپل لیاقت ثابت کړ چې هغه لکه د یو زوی په شان چې د خپل پلار خدمت کوي، زما سره د زېري په خپرولو کې خدمت کړی دی. ۲۳نو له دې امله زه هیله لرم چې څنګه زما حال معلوم شي، نو زه به هغه تاسو ته درولېږم ۲۴او زه په څښتن باندې باور لرم چې په خپله به هم زر درشم.

۲۵خو اوس ما دا ضروري وګڼله چې زمونږ ورور، د خدمت ملګری او همکار عسکر اپافرودیتوس تاسو ته درولېږم چې هغه ستاسو پیغام رسوونکی دی او تاسو هغه زما د اړتیاوو د پوره کولو دپاره لېږلی ؤ. ۲۶ځکه چې هغه ډېر ارمان لري چې تاسو ټول وویني او هغه خفه دی، ځکه چې تاسو د هغه د ناروغۍ نه خبر شوي وئ. ۲۷هغه په رښتیا ناروغه ؤ او مرګ ته نژدې ؤ، خو خدای په هغه باندې رحم وکړ او یوازې په هغه نه، بلکې په ما یې هم وکړ چې په ما باندې د غم دپاسه غم رانه شي. ۲۸نو زه ډېر غواړم چې هغه تاسو ته درولېږم چې یوځل بیا د هغه په لیدلو خوشحاله شئ او زما غم هم کم شي. ۲۹نو هغه ته د څښتن په نوم په ډېرې خوشحالۍ سره هرکلی ووایئ او د هغه په شان خلکو ته درناوی کوئ. ۳۰ځکه چې هغه مسیح ته د خدمت په لاره کې مرګ ته نژدې شوی ؤ او هغه خپل ژوند د هغه خدمت دپاره په خطر کې واچاوه چې تاسو زما دپاره ونه کړای شو.