فصل قبلی

فیلیپیانو ته د پولوس رسول لیک

لومړی فصل

سلامونه

۱دا لیک د پولوس او تیموتاوس له خوا چې د عیسی مسیح خدمتګاران دي، د خدای ټولو خلکو ته چې په فیلیپيې کې اوسیږي او د عیسی مسیح سره تړاو لري او د هغوی مشرانو او خادمانو ته. ۲زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

د لیک د لوستونکو دپاره د پولوس رسول دعا

۳زه چې هر وخت تاسو یادوم، نو د خدای شکر وباسم. ۴کله چې زه تاسو ټول په خپلو دعاګانو کې یادوم، دا زما د خوشحالۍ سبب کیږي. ۵ځکه چې تاسو د لومړۍ ورځې نه تر‌اوسه پورې زما سره د زېري په خپرولو کې شریک یئ. ۶زه په دې ډاډه یم چې خدای چې کوم نېک کار په تاسو کې پیل کړی دی، هغه به د عیسی مسیح د بېرته راتګ تر ورځې پورې پوره کړي. ۷زه حق لرم چې ستاسو ټولو په هکله داسې احساس ولرم، ځکه چې تاسو زما په زړه کې ځای لرئ. نو که زه په زندان کې یم، یا د زېري نه په دفاع او تصدیق کې بوخت یم، تاسو زما سره د خدای په فضل کې شریک یئ. ۸ځکه خدای زما شاهد دی چې زه څومره د عیسی مسیح په مینه کې ستاسو ټولو د لیدلو ارمان لرم.

۹همدارنګه دا زما دعا ده چې ستاسو مینه دې د علم او پوره پوهې سره نوره هم زیاته شي، ۱۰ترڅو تاسو وکولای شئ هرڅه چې ښه دي غوره کړئ او د مسیح د بېرته راتللو تر ورځې پورې پاک او بې‌عیبه پاتې شئ. ۱۱ستاسو ژوند دې د عدالت د مېوو نه ډک شي چې د عیسی مسیح په وسیله د خدای د جلال او ستاینې دپاره تر‌لاسه کیږي.

مسیح د ژوند مقصد دی

۱۲ای خویندو او ورونو! زه غواړم تاسو په دې خبر شئ څه چې زما سره وشول، په حقیقت کې هماغه د زېري د خپرولو سبب شو، ۱۳نو د امپراتورۍ د ماڼۍ ټول ساتونکي او نور ټول خلک خبر شول چې زه د مسیح په خاطر بندي شوی یم ۱۴او زما بندي کېدل د دې سبب شوی دی چې ډېر زیات ورونه او خویندې په څښتن کې دومره ډاډمن شي چې نور هم د دې زړه پیدا کړي چې د خدای کلام بې له وېرې بیان کړي.

۱۵بې له شکه ځینې د مسیح پیغام د بخیلۍ او سیالۍ له مخې او ځینې یې په ښه نیت سره وعظ کوي. ۱۶هغوی د مینې له مخې داسې کوي، ځکه پوهیږي چې زه د زېري د دفاع په خاطر دلته راوستل شوی یم. ۱۷خو هغه نور د اخلاص له مخې د مسیح په هکله وعظ نه کوي، بلکې د ځان خوښونې له مخې یې کوي او فکر کوي چې په زندان کې به زما تکلیف نور هم زیات کړي.

۱۸څه فرق کوي؟ په هره طریقه چې وي، که هغه د بد نیت له مخې وي یا د ښه نیت، مهمه دا ده چې مسیح خلکو ته اعلان شي. په دې کار زه خوشحاله یم. هو، او خوشحاله به یم، ۱۹ځکه زه پوهېږم چې ستاسې دعاګانې او د عیسی مسیح د روح مرسته به زما د خلاصون سبب شي. ۲۰ځکه دا زما د زړه غوښتنه او زما هیله ده چې زه به هېڅ ونه شرمېږم، بلکې په پوره زړورتیا سره به اوس لکه د تل په شان مسیح ته په خپل بدن کې لویي ورکړم، که دا زما په ژوند وي او یا زما په مرګ باندې تمام شي. ۲۱ځکه چې د ژوند نه زما مقصد مسیح دی او مرګ هم زما په ګټه دی. ۲۲خو که زه ژوندی پاتې شم، نو وبه کولای شم چې کوم ګټور کار وکړم. خو زه نه پوهېږم چې کوم یو غوره کړم. ۲۳زه په دواړو کې حیران پاتې یم. زه غواړم چې د دې دنیا نه لاړ شم او د مسیح سره واوسم، ځکه چې دا به ډېر ښه وي. ۲۴خو زما ژوندي پاتې کېدل ستاسو دپاره ډېر ضروري دی. ۲۵زه په دې ډاډه یم او په دې پوهېږم چې ژوندی به پاتې شم او تاسو ټولو سره به یم چې تاسو په ایمان کې پرمختګ او خوشحالي وکړئ. ۲۶کله چې زه بېرته تاسو ته درشم، نو ستاسو سره به ښه دلیل وي چې زما له امله په عیسی مسیح کې ډېر زیات ویاړ وکړئ.

۲۷په هر حال، داسې ژوند کوئ چې ستاسو چلند د مسیح د زېري له مخې وي، نو که زه راشم او تاسو ووینم او یا رانه شم، زه غواړم ستاسو په هکله واورم چې په یو روح او یو مقصد کې ټینګ ولاړ یئ او یو د بل سره څنګ تر‌څنګ په زېري باندې د ایمان دپاره هلې ځلې کوئ. ۲۸په هېڅ ډول د خپلو مخالفینو نه مه وېرېږئ، دا به ثابته شي چې هغوی د تباهۍ خواته روان دي او تاسو به خلاصون ومومئ او دا هرڅه د خدای له خوا دي. ۲۹ځکه چې دا امتیاز تاسو ته درکړل شوی دی چې نه یوازې دا چې په عیسی مسیح باندې ایمان راوړئ، بلکې د هغه په خاطر کړاوونه وزغمئ. ۳۰تاسو هم په هغې مبارزه کې بوخت یئ چې زه په کې بوخت وم او تاسو خپله ولیدل او خبر یئ چې زه لا تر‌اوسه هم په کې بوخت یم.

فصل قبلی