۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت يشوَع کِتاب

اوؤم باب

د عکن ګناه

۱ خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د تباه کېدونکو څيزونو سره خيانت وکړو. عکن نومې سړى د دې حُکم نافرمانى وکړه نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو. عکن د کرمى زوئ او د زبدى نمسے وو د زارح د خاندان سره يې تعلق لرلو او دا د يهوداه د قبيلې يوه حِصه وه. ۲ يشوَع څۀ سړى د يريحو نه د دې حُکم سره ولېږل چې د عى ښار جاسوسى وکړى. د عى ښار د بيت‌ايل نمرخاتۀ په طرف او د بيت‌آون سره نزدې وو. نو سړى لاړل او جاسوسى يې وکړه. ۳ او کله چې هغوئ راواپس شول نو يشوَع له يې خبر ورکړو چې، ”د ټولو خلقو په عى باندې د حملې کولو ضرورت نشته. صِرف دوه درې زره سړى ولېږه. ټول لښکر مۀ ستړے کوه ځکه چې هغه دومره لوئ ښار نۀ دے.“ ۴ نو تقريباً درې زره اِسرائيلو په هغوئ باندې حمله وکړله خو د عى ښار د خلقو نه راوتښتېدل. ۵ د عى سړى د ښار د دروازې نه په هغوئ پسې شول او د کانونو پورې ورپسې لاړل او د غونډۍ په لاره باندې يې ترې نه تقريباً شپږ دېرش کسان ووژل. نو بنى اِسرائيلو حوصله بائيله او ويرېدل. ۶ يشوَع او د بنى اِسرائيلو مشرانو د غمه جامې وشلولې او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې يې ځانونه په زمکه باندې پړمخې راوغورزول او تر ماښامه پورې هلته پراتۀ وُو، د هغوئ په سرونو کښې خاورې وې چې د هغوئ خفګان ترې نه څرګندېدو. ۷ او يشوَع وفرمائيل، ”اے مالِکه خُدايه، تا ولې مونږ د اُردن نه راپورې وويستلو؟ د دې دپاره چې مونږ اموريانو ته حواله کړې؟ چې مونږ تباه کړې؟ مونږ د اُردن په بله غاړه باندې ولې ايسار نۀ شُو؟ ۸ اے مالِکه خُدايه، اوس چې بنى اِسرائيل د دشمنانو نه په شا شوى دى نو زۀ څۀ ووايم؟ ۹ کنعانيان او د مُلک نور خلق به د دې نه خبر شى. هغوئ به مونږ راګېر کړى او زمونږ نوم به د زمکې د مخ نه ختم کړى. بيا به تۀ د خپل عزتمند نوم د بچ کولو دپاره څۀ کوې؟“ ۱۰ مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”ودرېږه. تۀ ولې داسې پړمخې پروت يې؟ ۱۱ بنى اِسرائيلو ګناه کړې ده. هغوئ زما سره هغه لوظ مات کړے دے چې ما ورته حُکم کړے وو چې دوئ به يې نۀ ماتوى. هغوئ د هغه څيزونو نه څۀ اخستى دى چې کوم وقف کولے شول. هغوئ هغه پټ کړل، د هغې په حقله يې دروغ ووئيل او د خپل سامان سره يې کېښودل. ۱۲ نو په دې وجه بنى اِسرائيل د خپلو دشمنانو مقابله نۀ شى کولے. هغوئ د خپلو دشمنانو نه په شا شول ځکه چې هغوئ په خپله اوس د تباهۍ حقدار دى. زۀ به تر هغې پورې نور ستاسو مل نۀ يم چې تاسو هغه وقف شوى څيزونه تباه کړى نۀ وى چې کوم تاسو سره دى. ۱۳ پاڅه. خلق زما حضور ته راتلو دپاره پاک او تيار کړه. هغوئ ته ووايه چې سبا تيار اوسئ ځکه چې زۀ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې وايم چې، بنى اِسرائيلو، تاسو سره وقف شوى څيزونه دى. تاسو تر هغې پورې د خپلو دشمنانو مقابله نۀ شئ کولے چې دا څيزونه مو لرې کړى نۀ وى. ۱۴ هغوئ ته ووايه چې په سحر کښې به هغوئ قبيله په قبيله بهر مخې ته راوستے شى. او کومه قبيله چې زۀ په نښه کړم هغه به قبيله په قبيله مخې ته راوستے شى. او کومه قبيله چې زۀ په نښه کړم هغوئ به خاندان په خاندان مخې ته راوستے شى. او کوم خاندان چې زۀ په نښه کړم هغوئ کښې به يو په يو مخې ته راوستے شى. ۱۵ څوک چې په نښه کړے شو او حرام څيزونه ورسره پېدا شول نو هغه به په اور باندې د خپل خاندان او د خپل هر څيز سره سوزولے شى. ځکه چې هغوئ بنى اِسرائيل سخت شرمولى دى او زما لوظ يې مات کړے دے.“ ۱۶ په ورپسې سحر وختى يشوَع بنى اِسرائيل قبيله په قبيله مخکښې راوستل او د يهوداه قبيله په نښه کړے شوه. ۱۷ هغۀ د يهوداه قبيله خاندان په خاندان مخکښې راوستل او د زارح قبيله په نښه کړے شوه. بيا هغۀ د زارح قبيله خاندان په خاندان مخکښې راوسته او د زبدى قبيله په نښه کړے شوه. ۱۸ بيا هغۀ د زبدى د خاندان نه يو په يو مخکښې راوستو او عکن د کرمى زوئ او د زبدى نمسے په نښه کړے شو. ۱۹ يشوَع هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په وړاندې اِقرار وکړه او رښتيا ووايه. اوس ما ته ووايه چې تا څۀ کړى دى. زما نه د پټولو کوشش مۀ کوه.“ ۲۰ عکن جواب ورکړو، ”دا رښتيا دى چې ما د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِلاف ګناه کړې ده او دا کار مې کړے دے، ۲۱ په هغه څيزونو کښې چې مونږ لوټ کړى وُو ما په کښې يوه ښائسته بابلى چُوغه او تقريباً دوه کلو سپين زر او نيم کلو نه زياته د سرو زرو خښته وليده. هغه زما ډېر زيات خوښ شول نو ما واخستل. تۀ به وګورې چې هغه زما په خېمه کښې ښخ دى او په بېخ کښې يې سپين زر دى.“ ۲۲ نو يشوَع څۀ سړى هلته ولېږل، هغوئ خېمې ته ورمنډه کړه او ګورئ چې هغه څيزونه يې هلته وموندل چې ښخ وُو او په بېخ کښې يې سپين زر وُو. ۲۳ او هغوئ هغه د خېمې نه بهر راوويستل او يشوَع او ټولو بنى اِسرائيلو له يې راوړل او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې کېښودل. ۲۴ يشوَع او د بنى اِسرائيلو ټول قوم عکن، د هغۀ زامن او لوڼه، سپين زر، چُوغه، د سرو زرو ښخته په قبضه کښې واخستل او سره د دې، د هغۀ څاروى، خرونه، ګډې، خېمه او د دې نه علاوه هر څۀ چې هغۀ لرل هغوئ واخستل او د مصيبت وادۍ ته يې يوړل. ۲۵ او يشوَع وفرمائيل، ”تا ولې په مونږ داسې سخت تکليف راوستے دے؟ اوس به مالِک خُدائ په تا تکليف راولى.“ بيا ټولو خلقو عکن سنګسار کړو او مړ شو. هغوئ د هغۀ خاندان سنګسار کړل او هغوئ يې سره د هر څۀ وسوزل. ۲۶ هغوئ د هغۀ دپاسه د کاڼو يو غټ ډېرے جوړ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے. نو د مالِک خُدائ غصه سړه شوه او په دې وجه دغه ځائ ته تر اوسه پورې د مصيبت وادى وئيلے شى.