۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت يشوَع کِتاب

شپږم باب

د يريحو غورزېدل

۱ نو د يريحو دروازې پخې بندې وساتلے شوې چې بنى اِسرائيليان ورننه نۀ وځى. نو د ښار نه نۀ څوک وتے شول او نۀ څوک ورننوتے شول. ۲ مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”ما يريحو سره د هغې د بادشاه او سره د هغې د بهادرو سپاهيانو، تا ته حواله کړے دے. ۳ تۀ او ستا سپاهيان به روزانه تر شپږو ورځو پورې يو چکر د ښار نه ګېرچاپېره لګوئ. ۴ اووۀ اِمامان به د لوظ صندوق نه مخکښې روان شى چې د هر يو سره به يو يو بيګل وى. نو په اوومه ورځ به تۀ او ستا سپاهيان د ښار نه ګېرچاپېره اووۀ چکرې لګوئ او اِمامان بيګلى غږوى. ۵ بيا دې هغوئ په يو اوږد آواز سره بيګل وغږوى. او څنګه چې تاسو دا آواز واورئ نو ټول خلق دې د اوچت آواز سره يو نعره ووهى نو د ښار دېوالونه به راوغورزيږى او بيا به ستاسو ټول لښکر سيدها ښار ته ورننوځى.“ ۶ نو يشوَع د نون زوئ اِمامان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”د لوظ صندوق واخلئ او په تاسو کښې دې اووۀ اِمامان د بيګلو سره مخکښې روان شى.“ ۷ بيا هغۀ خلقو ته حُکم ورکړو چې، ”د ښار نه ګېرچاپېره مزل شروع کړئ او وسله بند سړى دې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق نه مخکښې روان وى.“ ۸‏-۹ نو چې څنګه يشوَع حُکم کړے وو، وسله بند سړى د بيګلو غږوونکو اِمامانو نه مخکښې روان شول او په هغوئ پسې هغه اِمامان روان وُو چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو او شا ته ورته نور وسله بند سړى وُو. او په هغه ټول وخت کښې بيګلې غږېدې. ۱۰ خو يشوَع خلقو له حُکم ورکړو چې، ”چغې مۀ وهئ او چې تر کومې ورځې پورې ما حُکم نۀ وى درکړے نو د خولې نه يوه خبره هم مۀ وباسئ.“ ۱۱ هغۀ دې کسانو ته وفرمائيل چې، ”د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يو ځل د ښار نه ګېرچاپېره وګرځوئ.“ بيا هغوئ کېمپ ته واپس راغلل او شپه يې هلته تېره کړه. ۱۲‏-۱۳ يشوَع په ورپسې ورځ سحر وختى پاڅېدو او په دوېم ځل اِمامانو او سپاهيانو د ښار نه ګېرچاپېره چکر ولګولو هم په هغه ترتيب سره چې په وړاندينۍ ورځې يې کړى وُو. مخکښې وسله بند سړى، ورپسې اووۀ اِمامان چې اووۀ بيګلې يې غږولې، او بيا هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو، او په آخر کښې شاته نور وسله بند سړى وُو. او په هغه دوران کښې بيګلې غږېدې. ۱۴ نو په دوېمه ورځ هغوئ د ښار نه ګېرچاپېره يو ځل بيا چکر ولګولو او بيا کېمپ ته واپس راغلل. هغوئ شپږ ورځې داسې کول. ۱۵ په اوومه ورځ سحر وختى چې رڼا شروع کېده نو هغوئ پاڅېدل او په دغه ورځ يې د ښار نه ګېرچاپېره اووۀ چکرې ولګولې. صِرف په دې ورځ هغوئ ګېرچاپېره اووۀ چکرې ولګولې. ۱۶ په اوؤم چکر باندې چې کله اِمامانو بيګلې وغږولې نو يشوَع خلقو له حُکم ورکړو، ”چغې ووهئ ځکه چې مالِک خُدائ دا ښار تاسو له درکړے دے. ۱۷ دا ښار او په دې کښې هر څۀ به مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د تباه کولو دپاره پېش کړے شى. صِرف راحب کنجره او د هغې خاندان به بچ کړے شى ځکه چې هغې زمونږ جاسوسانو له پناه ورکړې وه. ۱۸ کوم څيزونه چې تباه کولے شى د هغې نه به تاسو هيڅ هم نۀ اخلئ، کۀ چرې تاسو داسې وکړئ نو تاسو به د بنى اِسرائيلو په کېمپ باندې تکليف او تباهى راولئ. ۱۹ هر څۀ چې د سپينو زرو، سرو زرو، زېړو يا د اوسپنې نه جوړ وى هغه به مالِک خُدائ ته وقف کړے شى. او هغه به د مالِک خُدائ په خزانه کښې کېښودے شى.“ ۲۰ او اِمامانو بيګلې وغږولې او چې څنګه خلقو د دې آواز واورېدو نو هغوئ يوه اوچته نعره ووهله او دېوالونه راوغورزېدل. بيا ټول لښکر سيدها ښار ته ننوتلو او قبضه يې کړو. ۲۱ هغوئ په ښار کښې هر يو کس، سړى او ښځې، ځوانان او بوډاګان په خپلو تُورو باندې ووژل. هغوئ څاروى، ګډې او خرونه هم ووژل. ۲۲ خو يشوَع هغه دوو کسانو ته وفرمائيل چا چې جاسوسى کړې وه، ”د هغه کنجرې کور ته لاړ شئ او څنګه چې تاسو د هغې سره وعده کړې ده هغه او د هغې خاندان راولئ.“ ۲۳ نو هغوئ لاړل او راحب يې سره د هغې د مور او پلار، وروڼو او خوېندو او باقى خاندان سره رابهر کړه. هغوئ هغه ټول خاندان او نوکران محفوظ ځائ ته بوتلل چې د بنى اِسرائيلو کېمپ سره نزدې وو. ۲۴ بيا هغوئ ښار او په هغې کښې هر څۀ وسوزول، خو صِرف سرۀ زر، سپين زر، زېړ او اوسپنه هغوئ پرېښودل او د مالِک خُدائ په خزانه کښې يې کېښودل. ۲۵ خو يشوَع د راحب کنجرې او د هغې د ټولو خپلوانو ژوند بچ کړو، ځکه چې هغۀ کوم جاسوسان يريحو ته لېږلى وُو هغوئ له يې پناه ورکړې وه. د هغې اولاد تر اوسه پورې د بنى اِسرائيلو سره اوسيږى. ۲۶ په هغه وخت يشوَع سختې ښېرې وکړې چې، ”څوک هم د يريحو د ښار د دوباره جوړولو کوشش کوى نو د مالِک خُدائ غضب دې ورباندې وى. څوک هم چې د دې بنياد کېږدى نو هغه دې د مشرى زوئ نه لاس ووينځى. څوک هم چې د دې دروازې جوړوى نو هغه دې د کشر زوئ نه لاس ووينځى.“ ۲۷ نو مالِک خُدائ د يشوَع مل وو او هغه په ټول مُلک کښې مشهور شو.