۰:۰۰ / ۰:۰۰

د حضرت هوسيع نبى کِتاب - ماخذ انبياء

پينځم باب

۱”اے اِمامانو، دې ته غوږ ونيسئ. اے بنى اِسرائيلو واورئ، اے د شاهى خاندان خلقو توجو وکړئ. عدالت ستاسو خلاف فېصله کړې ده. ځکه چې تاسو د خلقو دپاره دام جوړ شوئ چې په مصفاه او تبور کښې مو د بُتانو عبادت کړے دے. ۲او په شِطيم کښې تاسو ژوره کنده کنستې ده، خو زۀ به تاسو ټولو له سزا درکوم. ۳زۀ بنى اِسرائيل ډېر ښۀ پېژنم، د دې بدى زما نه پټه نۀ ده. بنى اِسرائيلو کنجرتوب کړے دے چې زۀ يې پرېښے يم او هغه ناپاکه دے.“

د هوسيع د بُت پرستۍ خِلاف خبردارے ورکول

۴د خلقو بد عملونه هغوئ ته دا اجازت نۀ ورکوى چې خپل خُدائ پاک ته واپس راوګرځى. ځکه چې د زنا عادت هغوئ په خپل قابو کښې اخستى دى او هغوئ مالِک خُدائ نۀ پېژنى. ۵د بنى اِسرائيلو غرور د هغوئ خِلاف ګواهى ورکوى. هغوئ به د خپلې ګناه په وجه راوغورزيږى او د يهوداه خلق به هم ورسره راوغورزيږى. ۶کله چې هغوئ خپلو رَمو او څاروو سره د مالِک خُدائ لټون له راځى، نو هغوئ به يې پېدا نۀ کړے شى ځکه چې هغۀ دوئ پرېښى دى. ۷هغوئ د مالِک خُدائ سره بې‌وفائى کړې ده، او حراميان بچى يې پېدا کړى دى. نو اوس به نوې مياشت هغوئ سره د جائيداد لواړ تېر کړى.

د اِسرائيل او يهوداه په مينځ کښې جنګ

۸په جبعه کښې د جنګ دپاره بيګلې وغږوئ. په راما کښې د خبردارى دپاره آواز وکړئ. په بيت‌آون کښې جنګى نعره ووهئ. اے بنيامينيانو، تاسو مخکښې شئ مونږ درپسې يُو. ۹د عدالت ورځ راروانه ده او د اِسرائيل مُلک به تباه شى. اے بنى اِسرائيلو، زۀ دا اعلان کوم چې داسې به ضرور کيږى. ۱۰مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه آفسران داسې دى څوک چې د زمکې حدود زياتولو دپاره پولې بې‌ځايه کوى. نو زۀ به خپله غصه په هغوئ باندې لکه د سېلاب په شان نازله کړم. ۱۱په اِسرائيل به ظلم وشى او زما د فېصلې لاندې به چخڼى شى، ځکه چې هغۀ به په شوق د بې‌کاره بُتانو عبادت کولو. ۱۲زۀ به اِسرائيل داسې تباه کړم لکه چې چينجے وړۍ خورى. او يهوداه به لکه د سخا ډډ لرګى په شان کمزورے کړم. ۱۳کله چې اِسرائيل خپله بيمارى او يهوداه خپل زخمونه وليدل، نو اِسرائيل لاړل چې د اسور د لوئ بادشاه نه مدد وغواړى، خو هغۀ نۀ دوئ ته شفا ورکولے شوه او نۀ يې د دوئ د زخمونو علاج کولے شو. ۱۴زۀ به په اِسرائيل باندې لکه د ازمرى په شان او په يهوداه باندې لکه د تکړه ازمرى په شان حمله وکړم. زۀ به په خپله هغوئ ټوکړې ټوکړې کړم، زۀ به هغوئ راکاږم او هيڅ څوک به يې رانه خلاصولے نۀ شى. ۱۵زۀ به بيا خپل ځائ ته راواپس شم، ترڅو چې هغوئ خپله ملامتيا ومنى او ما ته راوګرځى. او چې کله په هغوئ مصيبت راشى نو هغوئ به زما سخت تلاش شروع کړى.“