د حضرت هوسيع نبى کِتاب - ماخذ انبياء

څلورم باب

د بنى اِسرائيلو خِلاف د مالِک خُدائ اِلزامونه

۱اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. مالِک خُدائ د دې مُلک په اوسېدونکو اِلزام لګوى چې، ”په دې مُلک کښې نۀ وفا شته او نۀ په کښې مينه شته او دا خلق خپل خُدائ پاک نۀ پېژنى. ۲ښېرې، دروغ، قتلونه، غلاګانې او زناګانې عام شوې دى، او د قتلونو يوه سلسله روانه وى. ۳او په دې وجه مُلک غمژن دے، او د دې اوسېدونکى به مرګى حال شى. ځنګلى ځناور، مارغان تر دې چې کبان هم مړۀ کيږى.

د مالِک خُدائ په اِمامانو اِلزام لګول

۴هسې چا ته ګوته مۀ نيسئ او مۀ په بل چا د اِلزام لګولو کوشش کوئ. اے اِمامانو زما ګيله ستاسو نه ده. ۵تاسو په رڼا ورځ تيندکونه خورئ، او ستا پېغمبران هم تاسو سره د شپې تيندکونه خورى. زۀ به ستاسو مور يعنې بنى اِسرائيل تباه کړم. ۶زما خلق تباه دى ځکه چې هغوئ سره صحيح عِلم نشته. په دې سبب چې تاسو عِلم رد کړے دے، زۀ تاسو رد کوم چې تاسو به نور زما اِمامان نۀ يئ. او لکه چې تاسو د خپل خُدائ پاک شريعت هېر کړے دے زۀ به هم ستاسو اولاد له د اِمامانو جوړېدو عزت ورنۀ کړم. ۷څومره چې اِمامان زياتيږى نو دومره هغوئ زما خِلاف ګناه کوى. زۀ به د هغوئ عزت په بې‌عزتۍ بدل کړم. ۸هغوئ زما د خلقو د ګناه نذرانې خورى، هغوئ په دې لالچ کښې وى چې خلق ډېر ګناهونه وکړى. ۹اِمامانو او خلقو سره به يو شان سلوک کيږى، زۀ به اوس خلقو او اِمامانو دواړو له د هغوئ د بدو عملونو سزا ورکوم. ۱۰هغوئ به خوراک کوى خو بيا به هم اوږى وى. هغوئ به لکه د هغه کنجرو په شان وى خو د دې نه به ورته هيڅ نۀ حاصليږى، ځکه چې هغوئ مالِک خُدائ پرېښے دے او نورو معبودانو ته اوړېدلى دى.

د بنى اِسرائيلو بُت پرستى

۱۱مے کۀ زاړۀ وى او کۀ نوى وى نو دا دواړه زما د خلقو عقل خرابوى. ۱۲هغوئ خپلو د لرګى بُتانو سره مشوره کوى، د هغوئ خيال دا وى چې د هغوئ امسا هغوئ ته د راتلونکى وخت حال وئيلے شى. د هغوئ د بُت پرستۍ شوق هغوئ لکه د زناکاره ښځې په غلطه لار روان کړى دى. هغوئ زنا کړې ده چې خپل خُدائ پاک يې پرېښے دے. ۱۳د غرونو دپاسه هغوئ قربانۍ پېش کوى او هغوئ په غرونو د څېړۍ، چِنار او يا بل کوم بوټى لاندې ځکه خوشبويۍ سوزوى چې د دې سورے ډېر ښائسته وى. نو په نتيجه کښې ستاسو د لوڼو نه به کنجرې جوړې شى او ستاسو اِنږوريانې به زنا شروع کړى. ۱۴زۀ به ستاسو لوڼو له سزا نۀ ورکوم کله چې هغوئ کنجرتوب شروع کوى او نۀ به ستاسو اِنږوريانو له سزا ورکوم کله چې هغوئ زنا کوى. ځکه چې بنى اِسرائيليان سړى پخپله د کنجرو سره عياشى کوى کله چې هغوئ قربانۍ پېش کوى. چا رښتيا وئيلې دى چې، ”څوک چې عقل نۀ لرى نو هغه تباه شى.“ ۱۵اے بنى اِسرائيله، اګر چې تۀ زنا کوې، خو يهوداه دې داسې ګناه نۀ کوى. په جِلجال يا په بيت‌آون کښې عبادت مۀ کوه او نۀ چې هلته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم وخورئ. ۱۶د ضدى سخى په شان بنى اِسرائيل ضدى دے. نو بيا مالِک خُدائ څنګه هغه د څران په لوئ مېدان کښې لکه د يو ګډورى په شان وڅروى؟ ۱۷بنى اِسرائيل خپل ځان بُتانو ته حواله کړے دے، هغه پرېږدئ. ۱۸کله چې هغوئ ښۀ ډېر شراب وڅښى نو هغوئ د کنجرو سره په عېش عشرت کښې ډوب شى او د عزت په ځائ بې‌عزتى خوښه کړى. ۱۹هغوئ به داسې ورک شى لکه چې هوا يې يوسى او هغوئ به د خپلو قربانو په وجه په شرم وشرميږى.“