د عزرا کتاب

پنځم فصل

د خدای د کور د بیا ودانولو کار شروع کیږي

۱په هغه وخت کې دوه نبیانو یعنې حجي او د عیدو زوی زکریا د اسراییلو د هغه خدای پیغام چې د ټولو نه اوچت دی، هغو یهودیانو ته ورساوه چې په یهودا او اورشلیم کې اوسېدل. ۲کله چې د شالتي ییل زوی زروبابل او د یوصاداق زوی یشوع د هغوی پیغام واورېد، په اورشلیم کې یې د خدای د کور په بیا ودانولو پیل وکړ او دواړو نبیانو د هغوی سره مرسته وکړه.

۳تتنای د فرات د سیند د لوېدیځې خوا د ولایت والي، شتار بوزنای او د هغوی ملګري مامورین پرته له ځنډه اورشلیم ته راغلل او پوښتنه یې وکړه: «تاسو ته چا امر کړی دی چې دا کور جوړ کړئ او سرته یې ورسوئ؟» ۴همدارنګه یې د هغوی نه پوښتنه وکړه: «د هغو سړیو نومونه راکړئ چې د خدای د کور په جوړولو کې مرسته کوي.» ۵خو خدای د یهودیانو مشران د خپل نظر لاندې ساتل. نو والي او د هغه ډلې پرېکړه وکړه تر هغې چې هغوی داریوش ته رپوټ نه وي ورکړی او ځواب یې نه وي تر لاسه کړی، خلک به نه مجبوروي چې کار ودروي.

۶دا هغه لیک دی چې د فرات د سیند د لوېدیځ ولایت والي، شتار بوزنای او د هغوی همکارانو داریوش پاچا ته لېږلی ؤ:

۷«ژوندی دې وي داریوش پاچا!

۸د پاچا حضور ته دې دا راپور وړاندې شي چې مونږ د یهودا ولایت ته چې د لوی خدای کور په کې دی، لاړو. مونږ ولیدل چې هغه کور د لویو تیږو څخه جوړیږي او د هغه په دېوالونو باندې د لرګیو تیران ایښودل کیږي. دا کار په ډېر غور سره کیږي او د ودانولو کار په ښه ډول په مخ ځي.

  • ۹بیا مونږ د قوم د مشرانو نه پوښتنه وکړه: ‹تاسو ته چا امر کړی دی چې دا کور جوړ کړئ او سرته یې ورسوئ؟› ۱۰همدارنګه مونږ د هغوی د نومونو پوښتنه وکړه ترڅو وکولای شو د هغو کسانو نومونه ولیکو او تاسو خبر کړو چې هغوی د دوی مشران دي.
  • ۱۱هغوی ځواب راکړ: ‹مونږ د ځمکې او اسمان د خدای خدمتګاران یو او د هغه هغه کور بېرته جوړوو چې ډېر کلونه مخکې د اسراییلو د لوی پاچا له خوا جوړ شوی او د هغه د جوړولو کار سرته رسېدلی ؤ. ۱۲خو په دې سبب چې زمونږ نیکونو د اسمانونو خدای په قهر کړی ؤ، نو خدای هغوی د بابل پاچا کلداني نبوکدنصر ته تسلیم کړل او هغه دا کور وران کړ او خلک یې د اسیرانو په توګه د بابل هېواد ته بوتلل. ۱۳خو د بابل پاچا کوروش د خپلې پاچاهۍ په لومړي کال یو فرمان ورکړ چې د خدای دا کور دې بیرته جوړ شي. ۱۴د سرو او سپینو زرو هغه لوښي چې نبوکدنصر د اورشلیم د عبادت د ځای نه وړي وو او هغه یې د بابل د عبادت په ځای کې ایښي وو، کوروش پاچا هغه د هغه ځای نه راوویستل او یو سړي ته یې چې شیشبصر نومېده او کوروش هغه د یهودا د والي په توګه ټاکلی ؤ، وسپارل. ۱۵پاچا هغه ته وویل: ”دا لوښي واخله، لاړ شه او په اورشلیم کې یې د خدای په کور کې کېږده. د خدای کور په هماغه پخواني ځای کې بېرته ودان کړه.“ ۱۶نو شیشبصر راغی او د خدای د کور بنیاد یې کېښود. له هماغه وخت نه تر اوسه پورې د هغه د جوړولو کار روان دی او تر اوسه لا پای ته نه دی رسېدلی.›
  • ۱۷نو که ستاسو د اعلیحضرت خوښه وي، پرېږدئ چې د بابل شاهي سندونه ولټول شي، ترڅو دا معلوم شي چې کوروش پاچا په رښتیا دا امر کړی ؤ یا نه، چې په اورشلیم کې دې د خدای دا کور بېرته ودان شي. بیا مونږ خبر کړئ چې په دې هکله ستاسو پرېکړه څه ده.»