د عزرا کتاب

څلورم فصل

د خدای د کور د بیاجوړونې سره مخالفت

۱کله چې د یهودا او بنیامین د خلکو دښمنانو واورېدل چې هغه خلک چې له جلاوطنۍ څخه راستانه شوي دي د اسراییلو د څښتن خدای د عبادت ځای بیا جوړوي، ۲نو هغوی زروبابل او د طایفو مشرانو ته ورغلل او هغوی ته یې وویل: «مونږ ته اجازه راکړئ چې ستاسو سره مرسته وکړو! له هغه وخت راهیسې چې د اشور پاچا اسرحدون مونږ دلته راوستلي یو، مونږ ستاسو په شان ستاسو د خدای عبادت کوو او هغه ته قربانۍ وړاندې کوو.»

۳زروبابل، یشوع او د طایفو مشرانو هغوی ته وویل: «مونږ خپل خدای ته د کور په جوړولو کې ستاسو مرستې ته هېڅ اړتیا نه لرو، خو مونږ به خپله هغه خپل څښتن، یعنې د اسراییلو خدای ته جوړ کړو لکه څنګه چې د فارس پاچا کوروش امر کړی دی.»

۴نو هغو خلکو چې په دې وطن کې اوسېدل هڅه وکړه چې د یهودیانو زړونه تور کړي، هغوی ووېروي او مجبور یې کړي چې د ودانولو کار ودروي. ۵همدارنګه هغوی د فارس حکومتي مامورینو ته رشوت هم ورکاوه چې د هغوی په خلاف کار وکړي. هغوی دې کار ته د کوروش د پاچاهۍ په دوران کې او حتی د داریوش د پاچاهۍ تر پیل کېدلو پورې دوام ورکړ.

د اورشلیم د بیا ودانولو سره مخالفت

۶د خشایار شاه د امپراتورۍ په پیل کې د یهودا او اورشلیم د خلکو دښمنانو په هغوی باندې لیکل شوي تورونه ولګول.

۷د فارس د پاچا ارتخششتا د امپراتورۍ په وخت کې بشلام، میتردات، تبییل او د هغوی ملګرو پاچا ته لیک ولیکه. دا لیک په آرامي ژبه لیکل شوی ؤ چې د لوستلو په وخت کې به ترجمه کېده.

۸همدارنګه رحوم والي او د ولایت منشي شمشای د اورشلیم په اړه دا لاندې لیک ارتخششتا پاچا ته ولیکه:

  • ۹«د والي رحوم، د منشي شمشای، د هغوی د ملګرو، قاضیانو او نورو ټولو مامورینو او څارونکو له خوا چې په اصل کې له ارک، بابل او د عیلام د شوشه دي، ۱۰د هغو نورو خلکو سره یوځای چې لوی او عزتمن آشور بانیپال د خپلو هېوادونو څخه شړلي وو او د سامریې په ښار او د فرات د سیند د لوېدیځې خوا ولایت په نورو برخو کې یې ځای په ځای کړي وو.»

۱۱د لیک متن دا دی:

  • «ارتخششتا پاچا ته د هغه د هغو خدمتګارانو له خوا چې د فرات د سیند په لوېدیځې خوا ولایت کې اوسیږي سلامونه وړاندې کیږي.
  • ۱۲مونږ غواړو چې تاسو اعلیحضرت په دې خبر شئ چې هغه یهودیان چې ستاسو د نورو سیمو څخه دلته راغلي دي، په اورشلیم کې ځای په ځای شوي دي او هغه بد او یاغي ښار بېرته ودانوي. نژدې دی چې هغوی د دېوالونو او بنیادونو بیاجوړونه پای ته ورسوي. ۱۳ای اعلیحضرته، که چېرې دا ښار بېرته ودان شو او د هغه دېوالونه جوړ شول، نو خلک به د باج او مالیې ورکول بس کړي او ستاسو پاچاهي عایدات به لږ شي. ۱۴نو څرنګه چې مونږ تاسو اعلیحضرت ته وفادار یو، مونږ نه غواړو چې ستاسو بې عزتي وشي، نو مونږ دا وړاندیز کوو، ۱۵تاسو حکم وکړئ چې د پخوانیو پاچاهانو سندونه دې ولټول شي. که تاسو دا کار وکړئ، نو تاسو ته به څرګنده شي چې دا ښار تل یاغي ؤ او د پخوا زمانو څخه یې پاچاهان او والیان کړولي دي. د دې ښار په خلکو باندې حکومت کول تل سخت وو. نو ځکه دا ښار وران شوی دی. ۱۶له دې امله مونږ په دې باندې باور لرو چې که چېرې دا ښار بیا ودان شو او د هغه دېوالونه جوړ شول، نو تاسو اعلیحضرت به ونه شئ کولای چې د فرات د سیند د لوېدیځې خوا ولایت باندې خپله واکمني وساتئ.»

۱۷پاچا داسې ځواب ورولېږه:

  • «د رحوم والي، د ولایت منشي شمشای او د هغوی ملګرو ته چې په سامره او د فرات د سیند د لوېدیځې خوا ولایت په نورو برخو کې اوسیږي، په تاسو دې سلام وي.
  • ۱۸هغه لیک چې تاسو رالېږلی ؤ وروسته له ترجمې څخه ماته ولوستل شو. ۱۹ما حکم کړی ؤ او څېړنه وشوه او په رښتیا دا څرګنده شوه چې اورشلیم له پخوا زمانو راهیسې د شاهي واکمنۍ په خلاف راپورته شوی او هغه ښار د یاغیانو او باغیانو ډک ؤ. ۲۰قدرتمندو پاچاهانو هلته پاچاهي کړې ده او د فرات د سیند له لوېدیځې خوا په ټول ولایت باندې یې حکومت کړی، باج او مالیه یې راټوله کړې ده. ۲۱نو له دې امله تاسو باید حکم جاري کړئ چې زما د بل حکم پورې هغه خلک د ښار د بیا ودانولو کار ودروي. ۲۲لټي ونه کړئ او دا کار همدا اوس وکړئ ترڅو امپراتورۍ ته نور زیان ونه رسیږي.»

۲۳څنګه چې د ارتخششتا پاچا لیک رحوم، شمشای او د هغو ملګرو ته ولوستل شو، هغوی په بیړه اورشلیم ته لاړل او یهودیان یې په زوره مجبور کړل چې د ښار بیا ودانول ودروي.

۲۴په دې ډول په اورشلیم کې د خدای د کور د جوړولو کار درېدلی ؤ او د فارس پاچا داریوش د امپراتورۍ تر دوهم کال پورې وځنډېده.