د حزقیال نبي کتاب

نهه ویشتم فصل

د مصر په ضد نبوت

۱ زمونږ د جلاوطنۍ په لسم کال د لسمې میاشتې په دولسمه ورځ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، د مصر پاچا فرعون ته مخ ورواړوه. د هغه او د مصر د ټولو خلکو په خلاف نبوت وکړه. ۳ هغه ته ووایه چې څښتن تعالی داسې وایي: ‹ای د مصر پاچا فرعونه، زه ستا په خلاف یم، ته داسې یوه لویه بلا یې چې په سیندونو کې پروت یې. ته وایې چې د نیل سیند زما دی او ما د خپل ځان دپاره جوړ کړی دی. ۴ زه به ستا په ژامه کې چنګکونه واچوم او ستا د سیندونو ماهیان به تا پورې کلک ونښلوم. بیا به تا د هغو ماهیانو سره چې درپورې نښتي دي، ستا د سیندونو نه راوباسم. ۵ زه به تا او هغه ټول ماهیان په دښته کې وغورځوم او هلته به یې پرېږدم. ستا مړی به په ځمکه باندې پروت وي او ښخ به نه شي. زه به هغه د حیواناتو او مرغانو د خوراک کړم. ۶ بیا به د مصر ټول خلک پوه شي چې زه څښتن یم.›

څښتن وایي: ‹اسراییلیانو په مصریانو باندې تکیه کوله چې ملاتړ به یې وکړي، خو تاسو د یوې کمزورې لوخې څخه جوړه شوې امسا په شان وئ. ۷ کله چې هغوی درباندې تکیه وکړه، نو ته ماته شوې، د هغوی اوږې دې سورۍ کړې او د هغوی ملاګانې دې ژوبل کړې.› ۸ نو زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹زه به لښکرې درولېږم چې په تا باندې حمله وکړي او هغوی به ستا خلک او حیوانات ووژني. ۹ مصر به وران او ویجاړ شي. بیا به پوه شئ چې زه څښتن یم.

په دې خاطر چې تا فرعون ویلي وو: ”د نیل سیند زما دی او ما جوړ کړی دی،“ ۱۰ زه ستا او ستا د سیندونو په ضد یم. زه به ټول مصر په شمال کې د مجدل د ښار نه د اسوان تر ښاره پورې په جنوب کې او د ایتوپیا تر سرحده پورې په پوره توګه وران او ویجاړ کړم. ۱۱ په هغه کې به نه انسانان او نه حیوانات تېریږي. څلوېښت کاله به هغه ځای د اوسېدلو نه وي. ۱۲ زه به مصر د نړۍ په ډېر وران او ویجاړ وطن باندې بدل کړم. څلوېښت کاله به د مصر ښارونه کنډواله پراته وي او د نورو وران شویو ښارونو نه به بدتر وي. زه به مصریان د نړۍ په قومونو او هېوادنو کې خواره واره کړم.›

۱۳ خو څښتن تعالی داسې وایي: ‹څلوېښت کاله وروسته به مصریان د هغو قومونو نه چې هغوی په کې خواره واره شوي وو، راټول کړم. ۱۴ زه به د مصریانو حال ښه کړم او هغوی به د مصر په جنوب کې د فتروس سیمې ته چې د هغوی اصلي ځای دی، بېرته راولم. د هغوی پاچاهي به یوه کمزورې پاچاهي وي، ۱۵ د ټولو نه ډېره کمزورې پاچاهي او هغوی به بیا هېڅکله په نورو قومونو باندې حکومت نه کوي. زه به هغوی دومره کمزوري کړم چې ونه شي کولای په نورو قومونو باندې حکومت وکړي. ۱۶ اسراییل به بیا هېڅکله د مرستې په خاطر په مصریانو باندې تکیه نه کوي. د مصر سرنوشت به اسراییلو ته دا ور په یادوي چې په هغوی باندې تکیه کول څومره ګناه وه. بیا به اسراییل په دې پوه شي چې زه څښتن تعالی یم.›»

نبوکدنصر پاچا به مصر فتح کړي

۱۷ زمونږ د جلاوطنۍ په اووه ویشتم کال د لومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ څښتن ماته وویل: ۱۸ «ای فاني انسانه، د بابل پاچا د صور په ښار باندې حمله وکړه. هغه خپل عسکر مجبور کړل چې دومره درانه بارونه یوسي چې د هغوی سرونه ګنجیان شول او اوږې یې تڼاکې شولې، خو پاچا او د هغه لښکرو د هغو ټولو زحمتونو نه چې هغوی وویستل کومه ګټه تر‌لاسه نه کړه. ۱۹ نو زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹ګوره، زه به د مصر هېواد د مصر پاچا نبوکدنصر ته ورکړم. هغوی به هغه لوټ او تالا کړي او د مصر ټول مال او دولت به یوسي او خپلو عسکرو ته به یې د معاش په توګه ورکړي. ۲۰ زه به هغه ته مصر د هغه د کار او زیار په بدل کې ورکړم، ځکه چې عسکرو یې زما دپاره کار کړی دی. ما څښتن تعالی داسې ویلي دي.

۲۱ کله چې داسې وشي، نو زه به د اسراییلو قوم یوځل بیا قوي کړم. ای حزقیاله، زه به تا پرېږدم چې خبرې وکړې او ستا خبرې به ټول واوري، نو بیا به هغوی په دې پوه شي چې زه څښتن یم.›»