کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ بائبل پشتو ﻭ څ.ب.اِس ﻭ یو.ب.اِس. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، د صور پاچا ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹ته مغروره یې او وایې چې زه یو خدای یم او د بحیرې په منځ کې د خدایانو په تخت ناست یم، په داسې حال کې چې ته یو فاني انسان یې او خدای نه یې. ۳ په رښتیا ته د دانیال نه هم ډېر هوښیار یې او هېڅ کوم راز ستا نه پټ نه دی. ۴ تا په خپل حکمت او پوهې سره زیات مال او دولت ګټلی دی او خپلې خزانې دې د سرو او سپینو زرو څخه ډکې کړې دي. ۵ تا په ډېر حکمت سره د سوداګرۍ کاروبار کړی دی او خپل مال او دولت دې زیات کړی دی. نو ته په خپل مال او دولت باندې ډېر مغرور یې!›
۶ نو اوس زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹په دې خاطر چې ته فکر کوې چې ته د خدای په شان هوښیار یې، ۷ نو ګوره، زه به په تا باندې پردي او ډېر بېرحمه قومونه راولم چې حمله درباندې وکړي. هغوی به ستا ټول ښایسته شیان چې په خپل حکمت باندې دې ګټلي دي، سپک او تباه کړي. ۸ هغوی به تا د مرګ کندې ته ګوزار کړي او ته به په وحشتناکه توګه د بحیرې په تل کې مړ شې. ۹ کله چې هغوی ستا د وژلو دپاره راشي، نو ته به بیاهم دا وایې چې زه خدای یم؟ کله چې ته د خپلو قاتلانو سره مخامخ شې، نو ته به یو فاني انسان یې، نه خدای. ۱۰ ته به د بېدینه خلکو په شان د پردیو خلکو د لاسه مړ شې. ما څښتن تعالی داسې ویلي دي.›»
۱۱ څښتن ماته وویل: ۱۲ «ای فاني انسانه، د صور د پاچا د سرنوشت په خاطر ویر وکړه. هغه ته ووایه چې څښتن تعالی داسې وایي: ‹په یو وخت کې ته د کمال یو مثال، د حکمت څخه ډک او په ښایست کې پوره وې! ۱۳ ته په عدن کې چې د خدای باغ دی، اوسېدلې او په سرو یاقوتو، زیړو یاقوتو، الماسو، شنو یاقوتو، سرو عقیقو، یشم، د لاجوردو په تیږو، زمردو او لعلو باندې سینګار وې. دا ټولې تیږې په سرو زرو کې په ښکلي شکل ځای په ځای شوې وې. په هغه ورځ چې ته پیدا شوی وې، دا ستا دپاره جوړې شوې وې. ۱۴ ته یو ټاکل شوی ساتونکی اسماني مخلوق وې. ته مې د خدای په سپېڅلي غر باندې ځای په ځای کړې او د ځلېدونکو تیږو په منځ کې به ګرځېدلې. ۱۵ د کومې ورځې نه چې ته پیدا شوی وې په رښتیا سره چې کامل وې، خو وروسته دې په بدو کارونو باندې پیل وکړ. ۱۶ ته په خرڅولو او اخیستلو باندې بوخت وې او دا کار د دې سبب شو چې تا ډېر ظلم وکړ او ګناه ته دې مخه کړه. نو ته مې د خپل سپېڅلي غره څخه ستا د ناپاکۍ له امله وشړلې. ای ساتونکیه اسماني مخلوقه، ته مخکې په ځلېدونکو تیږو کې ګرځېدلې، خو ته مې تباه کړې. ۱۷ ته په خپل ښایست باندې مغرور وې او ستا شهرت د دې سبب شو چې د بېعقلو خلکو په شان عمل وکړې. نو له دې امله مې ته په ځمکه راوغورځولې چې د نورو پاچاهانو په نظر کې سپک شې. ۱۸ تا په اخیستلو او خرڅولو کې دومره ټګي وکړه چې خپل د عبادت ځایونه دې سپک کړل. نو ما ښار ته اور واچاوه او هغه مې د خاورو سره خاورې کړ. نو اوس چې هرڅوک تاته ګوري، نو هغوی به وویني چې ته خاورې ایرې شوې. ۱۹ ټول قومونه چې تا پېژني، ستا په لیدلو سخت وېریږي. ته په یو بد سرنوشت باندې اخته شوې او د تل دپاره به له منځه لاړ شې.›»
۲۰ څښتن ماته وویل: ۲۱ «ای فاني انسانه، د صیدون ښار ته مخ واړوه او د هغه په ضد نبوت وکړه. ۲۲ د هغه ځای خلکو ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹ای صیدونه، زه ستا په ضد یم. زه چې ستا سره کوم کار کوم، نو د هغه په سبب به خلک وګوري چې زه څومره سپېڅلی یم او زما ستاینه به وکړي. کله چې زه هغو خلکو ته چې په تا کې اوسیږي سزا ورکړم، نو بیا به خلک پوه شي چې زه څښتن یم. ۲۳ زه به په تا باندې وبا نازله کړم او ستا په کوڅو کې به ویني وبهیږي. د هرې خوا نه به په تا باندې حمله وشي او ستا خلک به ووژل شي. نو بیا به پوه شې چې زه څښتن یم.›»
۲۴ څښتن وویل: «د شاوخوا قومونو څخه به هېڅ یو قوم چې اسراییلو ته به یې په سپکه سترګه کتل، بیا به هېڅکله د کرکڼو او اغزیو په شان نه شي چې هغوی ته زیان ورسوي او هغوی به په دې پوه شي چې زه څښتن تعالی یم.
۲۵ څښتن تعالی داسې وایي: ‹زه به د اسراییلو خلک د هغو قومونو نه چې هغوی په کې خپاره وو، بېرته راټول کړم او ټول قومونه به په دې پوه شي چې زه سپېڅلی یم. د اسراییلو خلک به په خپل وطن کې یعنې هغه وطن کې چې خپل خدمتګار یعقوب ته مې ورکړی ؤ، واوسیږي. ۲۶ هغوی به هلته په امن کې واوسیږي. هغوی به کورونه جوړ کړي او د انګورو باغونه به وکري. زه به د هغوی ټولو ګاونډیانو ته چې هغوی ته به یې په سپکه سترګه کتل سزا ورکړم او اسراییل به خوندي واوسي. نو بیا به هغوی پوه شي چې زه د هغوی څښتن خدای یم.›»