فصل بعدی

د تِسالونيکيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط

درېم باب

زمونږ دپاره دُعا کوئ

۱نو اے وروڼو او خوېندو، زمونږ دپاره دُعا کوئ چې د مالِک کلام زر خور شى او هر چرته داسې عزت حاصل کړى څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې حاصل کړے وو. ۲او دُعا کوئ چې مونږ د بدو او خرابو خلقو نه بچ پاتې شُو ځکه چې ټول ايماندار نۀ دى. ۳خو مالِک وفادار دے، هغه به تاسو تکړه کړى او هغه به تاسو د شېطان نه بچ کړى. ۴او ستاسو په حقله زمونږ په مالِک اعتماد دے چې تاسو اوس هم هغه کارونه کوئ او بيا به يې هم کوئ د کوم چې مونږ درته حکم کړے دے. ۵مالِک دې ستاسو زړونه د خُدائ پاک په مينه او د مسيح په صبر معمور کړى.

ناراسته خلقو ته خبردارے

۶اے عزيزانو، مونږ تاسو ته د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په نوم حکم درکوو چې د هغه ايماندارانو سره تعلق مۀ ساتئ څوک چې ناراسته دى او په هغه تعليم عمل نۀ کوى چې مونږ هغوئ له ورکړے دے. ۷ځکه چې تاسو په خپله خبر يئ چې تاسو ته زمونږ په نقش قدم ژوند تېرول په کار دى او کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ ناراسته نۀ وُو. ۸او مونږ د چا روټۍ مفت ونۀ خوړه بلکې شپه او ورځ مو خوارى او مشقت سره کار کولو نو چې مونږ په تاسو کښې په چا بوج جوړ نۀ شُو. ۹مونږ ته دا حق حاصل وو چې تاسو نه روټۍ وغواړو بلکې مونږ داسې ونۀ کړل او په کار کولو مونږ خپل ځان تاسو ته نمونه وګرځولو. ۱۰ځکه کله چې مونږ تاسو سره وُو نو مونږ هغه وخت تاسو ته دا حکم درکړو چې څوک کار کول نۀ غواړى نو هغه دې خوراک هم نۀ کوى. ۱۱خو مونږ اورو چې په تاسو کښې ځينې ناراسته ژوند تېروى او هيڅ کار نۀ کوى او بلکې د نورو په کار کښې هم ګوتې وهى. ۱۲نو داسې کسانو له مونږ د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم حکم ورکوو او ورته دا وايو چې په آرام سره دې خپل کار کوى او خپله روټۍ دې په خپله ګټى. ۱۳زما وروڼو او خوېندو، تاسو په نېک کار کښې همت مۀ بائيلئ. ۱۴او کۀ څوک په دې خط کښې زمونږ وئيلے شوې خبرې نۀ منى نو هغه په نظر کښې ساتئ او د هغوئ سره تعلق مۀ ساتئ چې هغوئ وشرميږى. ۱۵خو هغوئ دشمنان مۀ ګڼئ بلکې د ايماندارانو وروڼو په شان نصيحت ورته کوئ.

آخرى دُعا او برکت

۱۶اوس مالِک چې د سلامتۍ سرچينه دے په خپله دې تاسو ته هر وخت او په هر حال کښې سلامتى درکړى. مالِک دې تاسو ټولو سره وى. ۱۷زۀ پولوس په خپل لاس درته دا سلامونه ليکم او زما په ټولو خطونو کښې د ثبوت دپاره دا زما د ليکلو نښه او طريقه ده. ۱۸زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره وى.

فصل بعدی