فصل قبلی

د تِسالونيکيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط

اول باب

دُعا او سلام

۱د پولوس او سيلوانوس او د تيموتيوس د طرف نه، د تِسالونيکيانو د جماعت دپاره خط چې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح دے، ۲په تاسو دې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل او سلامتى وى. ۳اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى، او دا مناسب دى ځکه چې ستاسو ايمان نور نور زياتيږى او ستاسو د هر يو مينه د يو بل سره نوره هم زياتيږى. ۴په دې وجه مونږ په خپله د خُدائ پاک په جماعتونو کښې په تاسو فخر کوُو، د هغه ظلم او تکليفونو دپاره چې تاسو يې زغمئ په هغو ټولو کښې ستاسو قائموالے او ايمان ظاهريږى. ۵دا د خُدائ پاک د رښتونى عدالت ثبوت دے د دې دپاره چې تاسو د خُدائ پاک د هغه بادشاهۍ لائق کړى چې د کوم دپاره تاسو تکليفونه هم زغمئ. ۶ځکه چې خُدائ پاک اِنصاف کوونکے دے، هغه به هغوئ نه ستاسو بدل واخلى څوک چې تاسو له تکليف درکوى. ۷او خُدائ پاک به تاسو له آرام درکړى تاسو څوک چې په مصيبت کښې راګېر يئ او هم مونږ له چې کله مالِک عيسىٰ د آسمان نه راڅرګند شى. او د خپلو قوتناکو فرښتو سره راشى، ۸او په شُغله ناک اور سره به هغه هغوئ له سزا ورکړى څوک چې خُدائ پاک نۀ پېژنى او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح زيرے نۀ منى. ۹هغوئ ته به د ابدى تباهۍ سزا مِلاو شى او د مالِک د حضور او د جلالى قدرت نه به هغوئ جدا شى. ۱۰په هم هغه ورځ کله چې هغه راشى نو ټول مقدسين به هغۀ له جلال ورکړى او د هغۀ حمد و ثنا به ووائى. په هغوئ کښې به تاسو هم شامل يئ ځکه چې تاسو زمونږ په ګواهۍ ايمان راوړے وو. ۱۱هم په دې وجه مونږ ستاسو دپاره همېشه دُعا کوُو چې زمونږ خُدائ پاک دې تاسو د خپلې بلنې جوګه کړى، او ستاسو د نېکۍ هر يو خواهش او د ايمان هر يو کار دې په خپل قدرت سره پوره کړى، ۱۲نو بيا به زمونږ د مالِک عيسىٰ نوم ستاسو د چال چلن په وجه جلال ومومى او تاسو به هم ورسره جلال ومومئ. دا هر څۀ زمونږ د خُدائ پاک او د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل په مطابق وشو.

فصل قبلی