د سموئيل اول کِتاب

درېم باب

د مالِک خُدائ سموئيل ته راڅرګندېدل

۱په هغه ورځو کښې، کله چې سموئيل هلک د عيلى د لارښودنې لاندې د مالِک خُدائ خِدمت کولو، د مالِک خُدائ وحى نازلېدل کم شوى وُو او د هغۀ پېغام څرګندېدل بلکل کم شوى وُو. ۲يوه شپه عيلى چې اوس د هغۀ نظر ډېر کمزورے شوے وو په خپله کوټه کښې ملاست وو. ۳د سحر نه مخکښې، چې ډيوه تر اوسه پورې بلېدله او سموئيل د مالِک خُدائ په کور کښې ملاست وو، چرته چې د خُدائ پاک د لوظ صندوق وو، ۴مالِک خُدائ سموئيل ته آواز وکړو. سموئيل وفرمائيل، ”زۀ دا يم.“ ۵او عيلى له يې منډه کړه او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ راغلمه، تا ما ته آواز وکړو.“ خو عيلى ورته ووئيل، ”ما خو تا ته آواز نۀ دے کړے، لاړ شه او څمله.“ نو سموئيل لاړو او څملاستو. ۶مالِک خُدائ سموئيل ته بيا آواز وکړو، ”سموئيله.“ نو سموئيل پاڅېدو، عيلى له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تا ما ته آواز وکړو او زۀ راغلم.“ خو عيلى ورته ووئيل، ”زما زويه، ما خو تا ته آواز نۀ دے کړے، بيا لاړ شه او څمله.“ ۷خو هلک ته پته ونۀ لګېده چې دا مالِک خُدائ وو، ځکه چې د دې نه مخکښې مالِک خُدائ هيڅکله هم د هغۀ سره خبرې نۀ وې کړې. ۸مالِک خُدائ سموئيل ته په درېم ځل آواز وکړو، هغه پاڅېدو، عيلى له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تا ما ته آواز وکړو او زۀ راغلم.“ نو عيلى ته پته ولګېده چې هغه مالِک خُدائ وو چا چې هلک ته آواز کولو، ۹نو عيلى سموئيل ته وفرمائيل، ”لاړ شه او څمله، او کۀ هغۀ تا ته بيا آواز وکړو، نو ورته ووايه، مالِکه خُدايه، ستا بنده يې اورى.“ نو سموئيل لاړو او په خپل ځائ کښې څملاستو. ۱۰نو مالِک خُدائ راغلو او هلته ودرېدو او د مخکښې په شان يې ورته آواز وکړو، ”سموئيله، سموئيله.“ سموئيل ورته ووئيل، ”وفرمائى، ستا بنده يې اورى.“ ۱۱مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ په بنى اِسرائيلو کښې داسې څۀ کوم چې هغه به دومره سخت وى چې څوک يې واورى نو حېران به شى. ۱۲تر اوسه پورې چې ما د عيلى او د هغۀ د خاندان خِلاف څۀ هم وئيل نو په هغه ورځ به هغه هر څۀ وکړم. ۱۳ما هغۀ ته مخکښې وئيلى دى چې زۀ د هغۀ خاندان له د تل دپاره سزا ورکوم ځکه چې د هغۀ زامنو زما خِلاف خرابې خبرې کړې دى. عيلى ته پته وه چې هغوئ داسې کول، خو هغوئ يې نۀ منع کول. ۱۴نو ما دا قسم کړے دے چې د دې سختې ګناه د لرې کولو دپاره به هيڅ قربانى او نذرانه د عيلى د خاندان دپاره کافى نۀ وى.“ ۱۵سموئيل تر سحره پورې ملاست وو، بيا هغه پاڅېدو او د مالِک خُدائ د کور دروازې يې کولاو کړې. هغه د دې نه يرېدلو چې عيلى ته د دې پېغام د څرګندېدو په حقله ووائى. ۱۶عيلى ورته آواز وکړو، ”زما زويه، سموئيله.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ حاضر يم.“ ۱۷عيلى ترې نه تپوس وکړو، ”مالِک خُدائ تا ته څۀ وفرمائيل؟ زما نه يوه خبره هم مۀ پټوه. خُدائ پاک به تا له سخته سزا درکړى کۀ تا ما ته هغه هر څۀ ونۀ فرمائيل چې څۀ درته هغۀ فرمائيلى دى.“ ۱۸نو سموئيل ورته هغه هر څۀ وفرمائيل، هغۀ ترې نه يوه خبره پټه ونۀ ساتله. عيلى وفرمائيل، ”هغه مالِک خُدائ دے، هغۀ ته چې څۀ ښۀ ښکارى نو هم هغه به وکړى.“ ۱۹چې سموئيل غټېدو، مالِک خُدائ د هغۀ مل وو او د مالِک خُدائ هغه ټولې پېشګويانې پوره کېدې کومې چې سموئيل کړې وې. ۲۰نو د هغه مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې، ټولو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې سموئيل په حقيقت کښې د مالِک خُدائ پېغمبر وو. ۲۱مالِک خُدائ به په خپله په سيلا کښې راڅرګندېدو، چرته چې هغه سموئيل ته څرګند شوے وو او د هغۀ سره يې خبرې کړې وې.