د سموئيل اول کِتاب

دوېم باب

د حنه دُعا

۱حنه دُعا وکړه او وې وئيل، ”مالِک خُدائ زما زړۀ د خوشحالۍ نه ډک کړے دے، هغۀ چې څۀ کړى دى په هغې باندې زۀ څومره خوشحاله يم. زۀ په خپلو دشمنانو پورې خاندم زۀ څومره خوشحاله يم ځکه چې خُدائ پاک زما مدد کړے دے. ۲د مالِک خُدائ په شان هيڅ څوک مقدس نشته، د هغۀ په شان بل څوک نشته، زمونږ د خُدائ پاک په شان حِفاظت کوونکے نشته. ۳لوئې لافې وهل بس کړئ، د غرور خبرې د خولې نه مۀ راوباسئ. ځکه چې مالِک خُدائ يو داسې خُدائ پاک دے چې هغه پوهيږى، او هغه د خلقو د هر عمل عدالت کوى. ۴د تکړه فوجيانو ليندې ماتې شوې دى، خو کمزورى تکړه کيږى. ۵کومو خلقو له چې يو ځل خوراک ورکړے شوے وو نو هغوئ اوس د خوراک دپاره خپل ځانونه مزدوران کړل، خو چې څوک اوږى وُو د هغوئ لوږه ختمه شوه. د شنډې ښځې اووۀ بچى شوى دى، خو د ډېرو بچو مور غمژنه ده. ۶مالِک خُدائ مړۀ کول او ژوندى کول کوى، هغه خلق قبر ته لېږى او واپس يې راولى. ۷هغه څوک غريب کوى او څوک مالداره کوى، هغه څوک لاندې کوى او څوک اوچتوى. ۸هغه غريب د خاورې نه راوچتوى او ضرورتمند د ايرو د ډېرى نه اوچتوى، او د شهزادګانو مرتبه ورکوى او د عزت په ځايونو کښې يې کښېنوى. د زمکې بنيادونه د مالِک خُدائ دى، په دې باندې هغۀ دُنيا ودرولې ده. ۹هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى، خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکيږى، سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى. ۱۰د مالِک خُدائ دشمنان به تباه شى، هغه به د هغوئ خِلاف د آسمان د تندر په شان شى. مالِک خُدائ به د ټولې دُنيا عدالت کوى، هغه به خپل بادشاه له طاقت ورکړى، هغه به خپل خوښ کړے شوے بادشاه بريالے کړى.“ ۱۱بيا القنه واپس په راما کښې کور ته لاړو، خو سموئيل په سيلا کښې پاتې شو او د عيلى اِمام د مشرۍ لاندې يې د مالِک خُدائ خِدمت کولو.

د عيلى زامن

۱۲د عيلى زامن بد عمله کسان وُو. هغوئ مالِک خُدائ ته هيڅ توجو ورنۀ کړه ۱۳او نۀ يې د هغه اصُولو خيال وساتلو چې د اِمامانو د برخې په حقله وُو. او کله به چې چا يوه نذرانه پېش کوله او چې غوښه به لا پخېدله نو د اِمام نوکر به د يو درې غاښى سره راغلو، ۱۴هغۀ به درې غاښے د پخلى لوښى ته ورننويستلو او چې درې غاښى به څۀ هم راوويستل نو هغه به د اِمام وُو. د هغه ټولو بنى اِسرائيلو سره هم داسې سلوک وشو چې د قربانۍ پېش کولو دپاره سيلا ښار ته راغلى وُو. ۱۵د دې نه علاوه، وازګه به هم لا نۀ وه لرې کړے شوې او نۀ به سوزولے شوې وه چې د اِمام نوکر به راغلو او چې چا به نذرانه پېش کوله نو هغۀ ته به يې وئيل، ”ما له لږه غوښه راکړه چې اِمام له يې وريته کړم، هغه به ستاسو پخه شوې غوښه نۀ قبلوى، صِرف کچه غوښه قبلوى.“ ۱۶کۀ هغه کس به ورته ووئيل، ”راځئ چې هغه وکړُو چې څۀ صحيح وى او اول وازګه وسوزوو، بيا چې دې څۀ خوښ وى نو هغه واخله.“ خو د اِمام نوکر به ورته ووئيل، ”نه، اوس دا ما له راکړه، کۀ نۀ راکوې، نو زۀ به يې په زور اخلم.“ ۱۷د عيلى د زامنو دا ګناه د مالِک خُدائ په نظر کښې ډېره لويه وه، ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ د نذرانو دومره بې‌عزتى کوله.

حضرت سموئيل په سيلا کښې

۱۸په دې دوران کښې سموئيل هلک د مالِک خُدائ خِدمت جارى وساتلو، د لټې يو مقدس پېش بند به يې اغوستو. ۱۹د هغۀ مور به هر کال يوه وړه چُوغه جوړوله او چې هغه د خپل خاوند سره کلنى نذرانه پېش کولو له تله نو چُوغه به يې وروړله. ۲۰نو عيلى به د القنه او د هغۀ د ښځې دپاره برکت غوښتو او القنه ته به يې فرمائيل، ”مالِک خُدائ دې تا له د دې ښځې نه نور بچى درکړى چې د هغۀ ځائ ونيسى چې کوم تا مالِک خُدائ ته وقف کړے دے.“ د هغې نه پس به هغوئ واپس کور ته تلل. ۲۱مالِک خُدائ حنه له برکت ورکړو او د هغې نور درې زامن او دوه لوڼه پېدا شوې. سموئيل هلک د مالِک خُدائ په خِدمت کښې لوئ شو.

عيلى او د هغۀ زامن

۲۲عيلى اوس ډېر بوډا شوے وو. هغۀ د هغه هر څۀ په حقله اورېدل چې د هغۀ زامنو د بنى اِسرائيلو سره کول او دا چې هغوئ د هغه ښځو سره هم څملاستل چا چې د مالِک خُدائ د حضور خېمې د دروازې په خولۀ کښې خدمت کولو. ۲۳نو هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو دا کارونه ولې کوئ؟ تاسو چې کوم بد کوئ هر سړے د هغې په حقله ما ته وائى. ۲۴بس کړئ، زما زامنو، زۀ خبر شوے يم چې د مالِک خُدائ د خلقو په مينځ کښې يو خراب خبر خوريږى. ۲۵کۀ يو سړے د بل چا خِلاف ګناه وکړى، نو خُدائ پاک ته د هغۀ دپاره سوال کېدے شى خو کۀ يو سړے د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى نو د هغۀ دپاره هيڅ څوک هم د رحم سوال نۀ شى کولے.“ خو هغوئ خپل پلار ته غوږ ونۀ نيولو، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ د وژلو فېصله وکړه. ۲۶سموئيل هلک غټېدو او د مالِک خُدائ او د خلقو عزت يې وموندو.

د عيلى د خاندان خِلاف پېشګوئې

۲۷عيلى ته د مالِک خُدائ نه د دې پېغام سره د مالِک خُدائ نه يو پېغمبر راغلو، ”کله چې ستا پلار نيکۀ هارون او د هغۀ خاندان د مِصر د فِرعون غلامان وُو، نو ما خپل ځان هارون ته څرګند کړو. ۲۸ما د بنى اِسرائيلو د ټولو قبيلو نه د هغۀ خاندان خوښ کړو چې زما اِمامان شى، چې د قربان‌ګاه سره خِدمت کوى، خوشبوئى سوزوى او زما په حضور کښې پېش بند اغوندى. او چې په قربان‌ګاه باندې کومې نذرانې سوزولے شى نو د هغې د اخستلو حق مې ورله ورکړو. ۲۹نو بيا، تاسو ولې د هغه نذرانو او قربانو لالچ کوئ چې زۀ يې د خپلو خلقو نه غواړم؟ عيلى، تۀ ولې زما نه زيات د خپلو زامنو عزت کوې چې هغوئ دې پرېښى دى چې زما خلق ما ته کومې قربانۍ پېش کوى چې د هغې په ټولو ښو حِصو باندې خپل ځانونه څورب کړى؟ ۳۰ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بې‌عزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم. ۳۱واوره، هغه وخت راروان دے چې زۀ به ستا د خاندان او قبيلې ټول زلمى ووژنم، نو ستا په خاندان کښې به داسې يو سړے هم نۀ وى چې بوډاتوب ته ورسيږى. ۳۲تۀ به په تکليف کړے شې او هغه ټولو برکتونو ته به د ارمان سره ګورې چې زۀ يې نورو بنى اِسرائيلو له ورکوم، خو ستا په خاندان کښې به هيڅ څوک هم تر بوډاتوب پورې ژوندے نۀ وى. ۳۳خو چې څوک ژوندى پاتې شى، نو هغوئ به په پرېشانۍ او غم آخته شى او د هغوئ نور ټول اولاد به په يو سخت مرګ مړۀ شى. ۳۴کله چې ستا دوه زامن حُفنى او فينحاس دواړه په يوه ورځ مړۀ شى، نو دا به تاسو ته ثابِته شى چې ما چې هر څۀ وئيلى وُو نو هغه رښتيا شول. ۳۵زۀ به يو اِمام خوښ کړم چې هغه به زما وفادار وى او چې څۀ زۀ غواړم نو هغه هر څۀ به کوى. زۀ به هغۀ له اولاد ورکړم، چې هغوئ به همېشه زما د خوښ شوى بادشاه په حضور کښې خِدمت کوى. ۳۶ستا د اولاد چې کوم کس هم ژوندے پاتې وى نو هغه به هغه اِمام له ځى او د هغۀ نه به پېسې او خوراک غواړى او دا سوال به ورته کوى چې ما د اِمامانو سره منظور کړه، نو چې ما ته يوه نوړۍ روټۍ مِلاو شى.“