دَ فيليپيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

دريم باب

دَ رښتينئ صداقت

۱نو اوس اَئے ورُوڼو! دَ مالِک په يووالى کښے خوشحاله اوسئ! ما چه تاسو ته اول څۀ ليکلى دى، دَ هغے بيا بيا ليکل څۀ تکليف نۀ ګڼم، اَؤ په دے کښے ستاسو بهترى ده. ۲دَ سپو غوندے سړو نه خبردار اوسئ چه بد کوى، اَؤ دَ جِسم غوڅووُنکو نه خبردار اوسئ. ۳ځکه چه دَ خُدائے سُنت شوى خو مُونږ يُو چه دَ خُدائے دَ رُوح په هدايت عبادت کوُو اَؤ په عيسىٰ مسيح فخر کوو اَؤ په جسم توکل نۀ لرُو، ۴اګر چه زَۀ خو په جِسم توکل کولے شم. که څوک په خپل ځان دَ توکل کولو خيال لرى نو زَۀ دَ هغۀ نه هم زيات کولے شم. ۵په اتمه ورځ سُنت شوم، دَ اِسرائيل دَ قوم اَؤ دَ بنيامين دَ قبيلے نه يم، دَ عبرانيانو نه عبرانى، اَؤ دَ شريعت له رُويه فريسى يم، ۶دَ جوش په نسبت دَ جماعت عذابوُونکے، اَؤ دَ شريعت دَ صداقت په نِسبت بے عيبه يم. ۷خو چه څومره خبرے زما دَ ګټے وے، هم هغه ما دَ مسيح دَ خاطره نقصان وګڼلے. ۸بلکه ما دَ مسيح عيسىٰ دَ خاطره هر څۀ نُقصان وګڼلو، دَ دے دَ پاره چه هغه زما مالِک دے، اَؤ زَۀ دَ هغۀ پيژندل دَ هر څۀ نه زيات قيمتى ګڼم. دَ هغۀ دَ خاطره ما هر څۀ پريښودل اَؤ هغه ګندګى ګڼم چه مسيح وُمومم، ۹اَؤ په هغۀ کښے ومُوندلے شم، نه چه دَ خپل صداقت سره چه دَ شريعت په وسيله ده بلکه دَ هغه صداقت په وسيله کُومه چه په مسيح دَ ايمان دَ راؤړلو په وسيله دے. اَؤ دا صداقت دَ خُدائے دَ طرفه دے چه په ايمان حاصليږى، ۱۰چه زَۀ دَ مسيح اَؤ دَ هغۀ دَ ژوندى کيدلو قُدرت وپيژنم اَؤ دَ هغۀ سره په زغمُونو کښے شريک شم اَؤ دَ هغۀ په مرګ کښے دَ هغۀ په شان شم، ۱۱چه زَۀ په څۀ طريقه سره دَ مړو نه دَ پاڅيدلو درجے ته ورسيږم.

دَ منډے مقصد

۱۲زَۀ دا نۀ وايم چا ما وُموندل يا کامل شوم، بلکه دَ هغه څيز دَ رانيولو دَ پاره په منډه يم دَ کُوم دَ پاره چه زَۀ مسيح عيسىٰ نيولے يم. ۱۳زما ورُوڼو! زما دا خيال نۀ دے چه نيولے مے دے، بلکه صرف دا کوم چه کُوم څيزُونه وروستو پاتے شول هغه هيروم، اَؤ دَ وړاندے څيزُونو دَ پاره په مخه ۱۴دَ مقصد په طرف په منډه يم چه هغه اِنعام حاصل کړم چه دَ کُوم دَ پاره چه مُونږ خُدائے دَ عيسىٰ مسيح په وسيله آسمانى ژوند ته بللى يُو. ۱۵نو بيا چه په مُونږ کښے څومره چه په رُوحانى طور بالغان دى هغوئ دِ دا خيال ساتى، اَؤ که په څۀ خبره کښے ستاسو څۀ بل شان خيال وى نو خُدائے به هغه خبره هم په تاسو ښکاره کړى. ۱۶بهر حال تر کُومے چه مُونږ رسيدلى يُو، دَ هغے په مُطابق وچليدُو.

۱۷اَئے ورُوڼو! څنګه چه زَۀ کوم هسے تاسو هم کوئ. مُونږ تاسو دَ پاره نمُونه يُو اَؤ څوک چه دَ دے نمُونے په مُطابق ژوند تيروى، هغوئ په نظر کښے ساتئ. ۱۸ځکه چه ډير داسے دى چه دَ هغوئ ذکر ما تاسو ته څو څو ځله کړے دے اَؤ اوس هم په ژړا ژړا درته وايم چه هغوئ په خپل چال چلن دَ مسيح دَ سولئ دُښمنان دى. ۱۹دَ هغوئ اَنجام هلاکت دے، دَ هغوئ خُدائے خيټه دے، هغوئ دَ خپل شرم په خبرو فخر کوى اَؤ دَ دُنيا دَ څيزُونو په خيال کښے بوخت دى. ۲۰خو مُونږ دَ آسمان اوسيدُونکى يُو اَؤ دَ آسمان نه مُونږ دَ خلاصوُونکى مالِک عيسىٰ مسيح په ډير اِنتظار کښے يُو، چه راشى. ۲۱هغه به دَ خپل هغه قوت په وسيله په کُوم چه هغه ټول څيزُونه خپل تابع کولے شى، زمُونږ دَ بدن فانى شکل به بدل کړى اَؤ دَ خپل جلال دَ صُورت په شان به ئے جوړ کړى.