دَ فيليپيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

دويم باب

دَ مسيح عاجزى اَؤ لوئے والے

۱نو بيا چه مسيح تاسو ته دا تسلى درکولے شى چه دَ هغۀ دَ مينے نه تاسو زړۀ ور شئ اَؤ په تاسو کښے دَ رُوحُ القُدس شراکت، زړۀ سواندے اَؤ همدردى وى، ۲نو تاسو زما خوشحالى پُوره کړئ چه په يو زړۀ، په يو شان مينه اَؤ يو خيال ولرئ. ۳دَ خود غرضئ اَؤ بے ځايه فخر په وجه څۀ مه کوئ، بلکه په عاجزئ يو بل دَ ځان نه غوره ګڼئ. ۴هر يو دِ تش په خپل حال نه بلکه دَ يو بل په حال هم نظر ساتى. ۵هم هغه شان خُوئ لرئ لکه څنګه چه دَ مسيح عيسىٰ وو.

۶هغه اګر که دَ خُدائے په صُورت وو دَ خُدائے سره برابريدل ئے په قبضه کښے دَ ساتلو څيز ونۀ ګڼلو. ۷بلکه خپل ځان ئے دَ هغه ټولو اِختيارُونو نه خالى کړو اَؤ دَ غُلام شکل ئے اِختيار کړو، اَؤ دَ اِنسان په شان شو. ۸اَؤ په اِنسانى جُسه کښے ښکاره شو، خپل ځان ئے عاجز کړو اَؤ دومره تابعدار شو چه مرګ، بلکه دَ سولئ مرګ ئے وزغملو. ۹په دغه وجه خو خُدائے هم هغه ډير سربلند کړو اَؤ هغۀ ته ئے هغه نُوم وبخښلو کُوم چه دَ ټولو نومُونو نه اعلىٰ دے، ۱۰دَ پاره دَ دے چه دَ عيسىٰ په نُوم هر يو موجودات په سجده شى، خوا که په آسمانُونو کښے، يا په مزکه کښے، يا هغه چه دَ مزکے دَ لاندے وى، ۱۱اَؤ دَ خُدائے پلار دَ جلال دَ پاره هره يوه ژبه اِقرار وکړى چه عيسىٰ مسيح مالِک دے.

په دُنيا کښے دَ نُور په شان وځليږئ

۱۲زما ملګرو! لکه څنګه چه تاسو دَ هميشه نه تابعدارى کړے ده هغه شان اوس هم، نه يواځے زما په موجودګئ کښے بلکه دَ هغے نه ډير زيات زما په غير موجودګئ کښے، په ويره اَؤ په رپيدو دَ خپل خلاصُون کار کوئ. ۱۳ځکه چه خُدائے په تاسو کښے نيت اَؤ عمل دواړه دَ خپلے نيکے اِرادے پُوره کولو دَ پاره پيدا کوى.

۱۴هر کار بغير دَ شکايت اَؤ تکرار نه پُوره کوئ، ۱۵چه تاسو بے عيبه اَؤ پاک شئ. په بد اَؤ بے لارے خلقو کښے دَ خُدائے دَ کاملو بچو په شان ژوندُون کوئ اَؤ دَ هغوئ په مينځ کښے دَ آسمان دَ ستورو په شان وځليږئ، ۱۶اَؤ دَ ژوندون کلام پيش کوئ چه دَ مسيح په ورځ زَۀ فخر کوم چه نۀ خو زما منډه بے فائدے شوه اَؤ نۀ زما خوارى بے ځايه لاړه.

۱۷تاسو دَ خپل ايمان په سبب په قُربانئ کولو زما خدمت کوئ اَؤ کيدے شى چه زَۀ دَ دے قُربانئ سره شهيد هم شم. که چرے داسے وى نو زَۀ به خوشحاله يم اَؤ ستاسو په خوشحالئ کښے شريک. ۱۸تاسو ټول دغه شان خوشحاله اوسئ اَؤ ما سره خوشحالئ کوئ.

تيموتيوس اَؤ اِپفروديتوس

۱۹که دَ مالِک عيسىٰ مرضى وى نو زَۀ به تاسو ته ډير زر تيموتيوس دروليږم چه ستاسو حال په آؤريدو به زَۀ هم خوشحاله شم. ۲۰ځکه چه دلته دَ هغۀ نه علاوه بل څوک داسے نِشته چه په صفا زړۀ ستاسو دَ پاره فکر من وى. ۲۱ټول په خپلو فِکرُونو کښے ډُوب دى، نۀ چه دَ عيسىٰ مسيح. ۲۲خو تاسو ته په خپله معلُومه ده چه تيموتيوس څنګه لايق ښکاره شو، اَؤ هغه اَؤ زَۀ دَ پلار اَؤ زوى په شان په خدمت کولو کښے لګيا وُو چه زيرے خور کړُو. ۲۳نو زَۀ اُميد کوم چه هر کله چه ما ته خپل اَنجام معلُوم شى نو تيموتيوس به تاسو ته سمدستى دروليږم. ۲۴زما په مالِک پوخ يقين دے چه زَۀ به په خپله هم زر درشم.

۲۵خو اِپفروديتوس تاسو ته واپس درليږل ځکه ضرورى ګڼم، چه هغه زما ورور اَؤ دَ خدمت ملګرے اَؤ دَ يو سنګر فوجى اَؤ ستاسو اَستازے دے چه زما حاجتُونه پُوره کړى. ۲۶خو هغه دَ ستاسو ټولو ليواله دے اَؤ ناقلاره اوسيږى ځکه چه تاسو دَ هغۀ دَ ناروغتيا آؤريدلى وُو. ۲۷بے شکه چه هغه دَ ناروغتيا نه مرګى حال وو، خو خُدائے په هغۀ فضل وکړو، اَؤ صرف په هغۀ نه، بلکه په ما هم چه په ما دَ غم دَ پاسه غم نۀ وى. ۲۸ځکه خو دَ هغۀ دَ درليږلو خيال نور هم زيات شو چه تاسو هم دَ هغۀ په مُلاقات خوشحاله شئ اَؤ زما غم هم کم شى. ۲۹نو بيا تاسو دَ هغۀ سره په مالِک کښے لکه دَ ورور په زياته خوشحالئ سره هر کلے ووايئ. اَؤ دَ داسے کسانو عزت کوئ، ۳۰ځکه چه هغه دَ مسيح دَ کار دَ خاطره مرګ ته نزدے شوے وو، اَؤ هغۀ ځان په خطره کښے اچولے وو چه ستاسو له خوا زما په خدمت کښے کُومه کمى چه وه، هغه پُوره کړى.