۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

دَ فيليپيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

څلورم باب

نصيحتُونه

۱نو دَ دے دَ پاره اَئے زما خوږو ورُوڼو! دَ چا چه زَۀ مُشتاق يم، چه زما خوشحالى اَؤ فخر يئ، په مالِک کښے دغه شان قائم پاتے شئ.

۲زَۀ يُووديه اَؤ سُنتخے ته خواست کوم چه هغوئ دِ دَ مالِک په يووالى کښے په يو زړۀ پاتے شى. ۳خو اَئے رښتينى دَ خدمت ملګريه! تا ته هم خواست کوم چه تۀ دَ هغه ميرمنو هم مدد کوه ځکه چه هغوئ ما سره په زيرى خورولو کښے کليمينتوس اَؤ زما دَ نورو دَ خدمت ملګرو سره خوارى وکړله دَ چا نومُونه چه دَ ژوندُون په کتاب کښے ليکلى دى.

۴تاسو هميشه دَ مالِک په يووالى کښے خوشحاله اوسئ، زَۀ بيا دا وايم چه خوشحاله اوسئ!

۵ستاسو نرم مزاجى دِ په ټولو خلقو ښکاره شى. مالِک راتلُونکے دے. ۶دَ هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواستُونه دَ دُعا اَؤ زارئ په وسيلے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے په حضُور کښے پيش کړئ. ۷نو دَ خُدائے سلامتى چه دَ پوهے نه بيخى بهر ده، ستاسو زړُونه اَؤ خيالُونه به دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے محفُوظ وساتى.

۸نو اوس اَئے ورُوڼو! څومره خبرے چه رښتيا دى اَؤ څومره خبرے چه دَ شرافت دى، څومره خبرے چه واجبے دى اَؤ څومره خبرے چه پاکے دى، اَؤ څومره خبرے چه مينه ناکے دى اَؤ څومره خبرے چه ښايسته دى، غرض دا چه کُومے دَ نيکئ اَؤ ستائينے خبرے دى، په هغو غور کوئ. ۹کُومے خبرے چه تاسو له ما نه زده کړے اَؤ حاصلے کړے اَؤ واؤريدلے اَؤ په ما کښے مو وليدلے، په هغو عمل کوئ، نو هغه خُدائے چه دَ سلامتئ سرچينه دے، به تاسو سره وى.

دَ فيليپيانو مننه

۱۰زَۀ دَ مالِک په يووالى کښے ډير خوشحاله يم چه اَوس دَ دومره مُودے نه پس ستاسو خيال زما طرف ته بيا وشو، بے شکه چه ستاسو اول هم دا خيال وو خو موقعه په لاس نۀ وه درغلے. ۱۱دا نه چه زَۀ دَ مُحتاجئ په وجه وايم، ځکه چه ما دا زده کړى دى چه په کُوم حالت کښے يم په هغے کښے راضى يم. ۱۲زَۀ په غريبئ هم پوهيږم اَؤ دَ مال په زياتوالى هم پوهيږم. که زَۀ وږے يم اَؤ که موړ، که زَۀ غريب يم اَؤ که مالدار، په ټولو حالُونو کښے دَ قناعت راز مے زده کړے دے. ۱۳مسيح چه ما ته توان راکوى په هغۀ کښے زَۀ هر څۀ کولے شم.

۱۴بيا هم تاسو ښۀ وکړل چه زما په مُصيبت کښے شريک شوئ. ۱۵اَئے فيليپيانو! تاسو په خپله خبر يئ چه دَ زيرى په شروع کښے چه زَۀ دَ مکدونيه نه روان شوم نو ستاسو نه سيوا يو جماعت هم دَ ورکړے راکړے په مُعامله کښے زما مدد ونۀ کړو. ۱۶لکه چه تِسلونيکيه کښے هم زما دَ حاجت پُوره کولو دَ پاره تاسو يو وار نه، بلکه دوه ځله څۀ راليږلى وُو. ۱۷دا نۀ چه زَۀ اِنعام غواړم بلکه داسے غواړم چه ستاسو په حساب کښے زياتے راشى. ۱۸زما سره هر څۀ شته بلکه زيات دى، خو چه ستاسو راليږلى څيزُونه مے دَ اِپفروديتوس دَ لاسه واخستل نو موړ شوم. هغه خوشبُوئ اَؤ قبُوله قُربانى ده چه خُدائے ئے خوښوى. ۱۹زما خُدائے به ستاسو هر حاجت دَ خپل بے پايانه دولت په مُطابق دَ مسيح عيسىٰ په وسيله پُوره کړى. ۲۰زمُونږ دَ خُدائے اَؤ پلار جلال دِ تل تر تله وى! آمين.

آخرى سلام

۲۱ټولو پاکانو ته چه په مسيح عيسىٰ ايمان لرى سلام وايئ، اَؤ کُوم ورُوڼه چه اوس ما سره دى تاسو ته سلام وائى. ۲۲ټول پاکان خصوصًا دَ قيصر د کورنئ خلق تاسو ته سلام وائى.

۲۳زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ ستاسو دَ رُوح سره وى.

بل څپرکۍ