۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

شپږويشتم باب

د حضرت عيسىٰ د قتل سازش

۱کله چې عيسىٰ خپلې خبرې خلاصې کړې نو خپلو مريدانو ته يې وفرمائيل، ۲”تاسو خبر يئ چې دوه ورځې پس به د فسح اختر وى، او اِبن آدم به په سولۍ کولو ته وسپارلے شى.“ ۳بيا مشران اِمامان او د قوم مشران د مشر اِمام کائفس په محل کښې جرګه شول. ۴او هلته هغوئ دا سازش کولو چې عيسىٰ په پټه ونيسو او مړ يې کړُو. ۵خو هغوئ ووئيل چې، ”دا دې د اختر په ورځ نۀ وى، ګنې په خلقو کښې به بلوا جوړه شى.“

د حضرت عيسىٰ په سر عطر اچول

۶کله چې عيسىٰ د شمعون جذامى په کور کښې په بيتِ‌عنياه کښې وو، ۷يوه ښځه راغله چې د مرمرو په عطردان کښې ورسره قيمتى خوشبويه عطر وُو، او څنګه چې هغه خوراک ته کښېناستو هغې ورله په سر عطر واچول. ۸مريدانو چې دا وليدل نو خفه شول. هغوئ ووئيل، ”دا دې ولې ضائع کړل؟ ۹دا خو به په ډېرو پېسو خرڅ شوې وے او پېسې به يې د چا غريبانانو په کار راغلې وے.“ ۱۰عيسىٰ په دې خبر وو او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو دا ښځه ولې تنګوئ؟ هغې ما سره ډېر ښۀ کړى دى. ۱۱ځکه چې غريبانان خو به تل تاسو سره وى خو زۀ به درسره تل نۀ يم. ۱۲هغې چې دا عطر زما په بدن واچول نو زۀ يې د ښخولو دپاره تيار کړم. ۱۳زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر چرته چې په دُنيا کښې دا زېرے خوريږى نو څۀ چې هغې وکړل نو دا به هم په دې ياديږى.“

د يهوداه اِسکريوتى مُخبرى

۱۴نو بيا يهوداه اِسکريوتى چې په هغه دولسو مريدانو کښې يو وو، مشرانو اِمامانو له لاړو، ۱۵او ورته يې ووئيل، ”کۀ زۀ په عيسىٰ جاسوسى وکړم نو تاسو به ما له څۀ راکړئ؟“ نو هغوئ ورله دېرش د سپينو زرو سيکې ورکړې. ۱۶د هغه وخت نه پس هغه د مخبرۍ د موقعې په تلاش کښې وو.

مريدانو سره فسح خوړل

۱۷د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ عيسىٰ له مريدان راغلل او وې وئيل چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“ ۱۸هغۀ ورله جواب ورکړو چې، ”په ښار کښې فلانى سړى له ورشئ او ورته ووايئ چې اُستاذ وائى چې زما مقرر وخت رانزدې دے، زۀ به د مريدانو سره ستا په کور کښې د فسح اختر کوم.“ ۱۹مريدانو د عيسىٰ د وينا په مطابق کار وکړو او هلته يې د فسح خوراک تيار کړو. ۲۰کله چې ماښام شو عيسىٰ هغه دولسو مريدانو سره کښېناستو. ۲۱او د روټۍ په وخت هغۀ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې په تاسو کښې به يو زما مُخبرى کوى.“ ۲۲هغوئ ورته نمبر په نمبر ډېر په پرېشانۍ سره ووئيل، ”مالِکه زۀ خو به نۀ يم؟“ ۲۳هغۀ جواب ورکړو، ”چا چې زما سره په دې تالى کښې لاس ښکته کړو هغه به په ما مُخبرى کوى. ۲۴د اِبن آدم په حق کښې چې په صحيفو کښې څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى، خو افسوس په هغه سړى دے چې په اِبن آدم جاسوسى کوى. کۀ هغه سړے پېدا شوے نۀ وے نو د هغۀ په حق کښې به دا ډېره ښۀ وه.“ ۲۵بيا يهوداه، څوک چې مُخبر وو ورته ووئيل، ”مالِکه زۀ خو به نۀ يم؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده.“

عشاء ربانى

۲۶د خوراک په وخت عيسىٰ يوه روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ما ته يې کړه. په مريدانو يې وويشله او وې فرمائيل، ”دا واخلئ، وې خورئ، دا زما بدن دے.“ ۲۷بيا هغۀ د ميو يوه پيالۍ راواخسته، د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو او په دې وينا سره يې هغوئ له ورکړه چې، ”د دې نه ټول وڅښئ. ۲۸دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو د ګناهونو د معافۍ دپاره توئيږى. ۲۹زۀ تاسو ته دا وايم چې د انګورو رس به زۀ بيا تر هغې ورځې پورې ونۀ څښم ترڅو چې زۀ يې د خپل پلار په بادشاهۍ کښې تاسو سره تازه ونۀ څښم.“ ۳۰د حمد وئيلو نه پس دوئ د زيتُونو غرۀ ته لاړل.

د پطروس د اِنکار په حقله پېشګوئې

۳۱بيا عيسىٰ دوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ټول به نن شپه زما په وجه تيندک وخورئ، ځکه چې دا ليکلے شوى دى چې، ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى.“ ۳۲خو هر کله چې زۀ بيا پاڅولے شم نو زۀ به ستاسو نه وړاندې ګليل ته لاړ شم.“ ۳۳پطروس جواب ورکړو، ”ستا په وجه کۀ بل هر يو هم تيندک وخورى، خو زۀ به هيچرې تيندک ونۀ خورم.“ ۳۴عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تا ته رښتيا وايم چې تۀ به نن شپه د چرګ د بانګ نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“ ۳۵پطروس ورته ووئيل، ”کۀ زۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرې اِنکارى نۀ شم.“ او ټولو مريدانو هم داسې اِقرار وکړو.

د ګيتسمنى په باغ کښې دُعا کول

۳۶نو بيا عيسىٰ سره د مريدانو ګيتسمنى نومې ځائ ته لاړو او هلته يې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ترڅو چې زۀ دُعا کوم تاسو دلته کښېنئ.“ ۳۷هغۀ پطروس او د زبدى زامن د ځان سره کړل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله. ۳۸او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”زما زړۀ د غمه چوى، دلته ايسار شئ او ما سره بېدار اوسئ.“ ۳۹هغه يو څو قدمه لاړو، پړمخې پرېوتو او دا دُعا يې وکړه چې، ”اے زما پلاره، کۀ کېدے شى نو دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“ ۴۰بيا دے مريدانو له راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل نو هغۀ پطروس ته وفرمائيل، ”ولې تاسو ما سره يوه ګينټه قدرې هم بېدار نۀ شوئ پاتې کېدے؟ ۴۱بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“ ۴۲هغه په دوېم ځل لاړو او دُعا يې وغوښته چې، ”اے زما پلاره، کۀ چرې دا د تکليف پياله زما د څښلو نه بغېر اخوا کېدے نۀ شى، نو ستا رضا دې وشى.“ ۴۳چې يو ځل بيا هغه واپس راغلو نو هغوئ يې اودۀ وموندل ځکه چې د هغوئ سترګې درنې شوې وې. ۴۴بيا هغۀ هغوئ پرېښودل او لاړو او په درېم ځل يې دُعا وغوښتله او هغه مخکښېنۍ خبرې يې بيا وکړلې. ۴۵بيا هغه مريدانو له راغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ولې تاسو لا هغه شان اودۀ يئ، هغه شان لا آرام کوئ؟ خو وخت راغلو چې اِبن آدم به د ګناهګارانو لاسونو ته حواله شى. ۴۶پاڅئ، ځئ چې ځو. زما مُخبر نزدې راغلے دے.“

د حضرت عيسىٰ مُخبرى او نيول

۴۷عيسىٰ چې لا خبرې کولې نو سمدستى يهوداه چې په دولسو مريدانو کښې يو وو، هغه او ډېر خلق چې تُورې او کوتکى ورسره وې راښکاره شول هغوئ مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو رالېږلى وُو. ۴۸جاسوس هغوئ ته دا نښه ښولې وه، ”څوک چې زۀ ښکل کړم هم هغه دے، وې نيسئ.“ ۴۹نو هغه سمدستى وروړاندې شو، وې وئيل چې، ”اُستاذه سلام.“ او ښکل يې کړو. ۵۰عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”ملګريه، تۀ چې څۀ کول غواړې کوه.“ بيا هغوئ راوړاندې شول، عيسىٰ يې راټينګ کړو او وې نيولو. ۵۱په هغه وخت کښې د عيسىٰ په ملګرو کښې يو تُورې ته لاس کړو او راوې ويستله او د مشر اِمام په غلام يې ګزار وکړو او د هغۀ غوږ يې پرې کړو. ۵۲خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”خپله تُوره په تيکى کښې کېږده. څوک چې تُوره چلوى په تُوره مرى. ۵۳ولې تۀ په دې نۀ پوهېږې چې زۀ د خپل پلار نه مدد وغواړم او هغه به په دې ساعت زما د مدد دپاره د فرښتو د دولسو لښکرو نه زيات راولېږى؟ ۵۴نو بيا د صحيفو دا وينا به څنګه تر سره کيږى چې په کښې وئيلے شوى دى چې دا به ضرور کيږى؟“ ۵۵هم په دغه وخت عيسىٰ هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ څۀ؟ زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې درکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو. ۵۶خو دا هر څۀ هم ځکه وشول چې د نبيانو صحيفې پوره شى.“ نو بيا ټولو مريدانو هغه يواځې پرېښودو او ترې وتښتېدل.

د جرګې په وړاندې پېشى

۵۷عيسىٰ نيولے تړلے د مشر اِمام کائفس کور ته بوتلے شو چرته چې د شرعې عالمان او مشران راټول وُو. ۵۸پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو چې د دې هر څۀ اَنجام ووينى. ۵۹مشرانو اِمامانو او ټولې جرګې دا کوشش وکړو چې د عيسىٰ په خلاف داسې څۀ ګواهى پېدا کړى چې د مرګ حُکم پرې وکړى. ۶۰خو داسې ګواهى يې پېدا نۀ کړے شوه، سره د دې چې ډېر کسان د دروغو ګواهۍ دپاره راوړاندې شوى وُو. آخر دوو سړو دا ګواهى وکړه چې، ۶۱”دۀ فرمائيلى وُو چې زۀ د خُدائ پاک کور نړولے شم او په درېو ورځو کښې يې بيا آبادولے شم.“ ۶۲په دې مشر اِمام پاڅېدو او عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”ولې تا سره جواب نشته؟ دا اِلزامونه د څۀ دى چې هغوئ ستا خلاف ګواهى ورکوى؟“ ۶۳خو عيسىٰ چپ پاتې شو. نو بيا مشر اِمام ووئيل چې، ”زۀ د ژوندى خُدائ پاک قَسم درکوم چې ووايه، تۀ په رښتيا مسيح، د خُدائ پاک زوئ يې کۀ نه؟“ ۶۴عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستا وينا ده، خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د نن نه پس به تاسو اِبن آدم د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست او د آسمان په وريځو کښې په راتلو ووينئ.“ ۶۵په دې وينا مشر اِمام خپله چُوغه وشلوله او وې وئيل چې، ”دے خو کُفر وائى. د دې ګستاخۍ نه پس هم د نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟ تاسو په خپله دا کُفر واورېدو. ۶۶ستاسو فېصله څۀ ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”دے مجرم دے او د قتلولو جوګه دے.“ ۶۷بيا هغوئ د هغۀ په مخ وتُوکل او په سوکونو يې ووهلو او ځينو په څپېړو ووهلو، ۶۸او وئيل يې، ”اے مسيح، کۀ تۀ په رښتيا نبى يې نو دا راته ووايه چې چا ووهلې.“

د پطروس د حضرت عيسىٰ نه منکرېدل

۶۹نو په دې دوران کښې پطروس بهر په صحن کښې ناست وو چې يوه وينځه ورغله او ورته يې ووئيل، ”تۀ خو هم د عيسىٰ ګليلى سره وې.“ ۷۰خو پطروس د ټولو په مخکښې منکر شو او وې وئيل چې، ”زۀ نۀ پوهېږم، چې دا تاسو څۀ وايئ؟“ ۷۱بيا هغه د ډيوډۍ په لور روان شو او هلته يوې بلې وينځې چې هغه وليدو نو موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”دا سړے هم د عيسىٰ ناصرى سره وو.“ ۷۲يو ځل بيا هغه منکر شو او په قسمونو شو چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“ ۷۳لږه شېبه وروستو د ولاړو کسانو نه يو څو کسان راغلل او پطروس ته يې ووئيل چې، ”بې‌شکه تۀ د هغوئ نه يو يې ځکه چې ستا د لهجې نه دا پته لګى.“ ۷۴په دې هغه په بدو ردو سر شو او قسمونه يې وخوړل چې، ”زۀ دا سړے نۀ پېژنم.“ په دغه وخت کښې چرګ بانګ ووئيلو. ۷۵او پطروس ته د عيسىٰ هغه خبره راياده شوه چې فرمائيلى يې وُو چې، ”د چرګ د بانګ نه مخکښې به تۀ زما نه درې ځله اِنکارى شې.“ هغه بهر ووتو او په چغو چغو يې وژړل.


Fatal error: Uncaught Error: Call to undefined function isbot() in /home/afghanbibles/inc/footer.php:166 Stack trace: #0 /home/pashtobibles/inc/footer.php(3): include() #1 /home/afghanbibles/bible.php(1450): include('/home/pashtobib...') #2 /home/pashtobibles/bible.php(3): include('/home/afghanbib...') #3 {main} thrown in /home/afghanbibles/inc/footer.php on line 166