۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

نولسم باب

د طلاق په حقله تعليم

۱څۀ وخت چې عيسىٰ دا خبرې خلاصې کړې نو د ګليل نه روان شو او د اُردن نه پورې غاړه د يهوديه علاقې ته لاړو. ۲ګڼ خلق ورپسې وُو او هغۀ هغوئ هلته روغ کړل. ۳نو ځينې فريسيان راغلل او د آزمېښت په طور يې ترې دا تپوس وکړو، ”ولې يو سړى ته دا روا دى چې په هره وجه چې وى خپله ښځه طلاقه کړى؟“ ۴هغۀ په جواب کښې ورته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو دا نۀ دى لوستى چې خالق په اول سر کښې هغوئ نر او ښځه پېدا کړل؟ ۵په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دا دواړه به يو بدن شى. ۶نو بيا دوئ دوه نه خو يو بدن وى. ځکه چې خُدائ پاک دوئ يو ځائ کړى دى نو بنى آدم دې يې هيڅکله هم نۀ جدا کوى.“ ۷هغوئ دا اِعتراض وکړو چې، ”بيا موسىٰ ولې په شريعت کښې خاوند ته دا اجازت ورکړے دے چې طلاق نامه دې وليکى او ښځه دې پرېږدى؟“ ۸هغۀ جواب ورکړو چې، ”موسىٰ تاسو ته د خپلې ښځې د پرېښودو اجازت ستاسو د زړونو د سختوالى په وجه درکړو، خو د شروع نه خبره داسې نۀ وه. ۹زۀ تاسو ته وايم چې کۀ څوک بغېر د زناکارۍ د جرم نه په بله څۀ وجه خپلې ښځې له طلاق ورکړى او بل وادۀ وکړى نو هغه زنا کوى.“ ۱۰مريدانو عيسىٰ ته ووئيل، ”کۀ د سړى د خپلې ښځې سره دا حال وى نو دا به ښۀ وى چې څوک دې بلکل وادۀ نۀ کوى.“ ۱۱د دې په جواب کښې عيسىٰ وفرمائيل چې، ”خبره داسې ده چې هر څوک يې نۀ شى منلے خو صرف هغه خلق چې خُدائ پاک ورته د زغملو طاقت ورکړے وى. ۱۲ځينې داسې خلق دى چې د مور د ګېډې نه يا خو خصى پېدا دى او يا بنى آدمو خصى کړى دى، خو ځينې داسې دى چې هغوئ خپل ځانونه د آسمان د بادشاهۍ دپاره خصى کوى. څوک يې چې منلے شى هغه دې ومنى.“

د حضرت عيسىٰ ماشومانو ته برکت ورکول

۱۳يوه ورځ هغوئ عيسىٰ له ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى، خو د هغۀ مريدانو هغه خلق ورټل چا چې راوستل. ۱۴عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ماشومان ما ته راپرېږدئ، دوئ مۀ منع کوئ ځکه چې د آسمان بادشاهى هم د داسې خلقو ده.“ ۱۵بيا هغۀ خپل لاسونه د هغوئ په سر د برکت دپاره راښکل او روان شو.

د مالدارۍ نقصان

۱۶او بيا يو سړے عيسىٰ له راغلو او تپوس يې ترې وکړو، ”اُستاذه، زۀ داسې کومه نېکى وکړم چې د ابدى ژوندون وارث شم؟“ ۱۷عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”د نېکۍ په حقله ولې تپوس کوې؟ نېک خو يواځې يو ذات دے، خو کۀ تۀ غواړې چې ابدى ژوندون حاصل کړې نو د موسىٰ د شريعت په حکمونو عمل کوه.“ ۱۸هغه سړى تپوس وکړو چې، ”کوم حُکمونه؟“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”قتل مۀ کوئ. زنا مۀ کوئ. غلا مۀ کوئ. د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ. ۱۹د مور پلار عزت کوئ او د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“ ۲۰هغه ځوان جواب ورکړو چې، ”ما په دې ټولو عمل کړے دے خو په ما کښې د څۀ کمے دے؟“ ۲۱عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ کامِل کېدل غواړې نو لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ آسمانى خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“ ۲۲هغه ځوان چې دا خبره واورېده نو خفه زهير لاړو ځکه چې هغه ډېر مالداره سړے وو. ۲۳عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو مالدار ته د آسمان په بادشاهۍ کښې داخلېدل ګران کار دے. ۲۴زۀ درته دوباره دا وايم چې د يو مالداره سړى په نسبت د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې داخلېدل د يو اوښ دپاره د ستنې په سورى کښې تېرېدل آسان دى.“ ۲۵مريدانو چې دا واورېدل نو حق حېران شول. هغوئ تپوس وکړو، ”نو بيا به څوک خلاصون ومومى؟“ ۲۶خو عيسىٰ هغوئ ته وکتل او ورته يې وفرمائيل چې، ”د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ پاک ته هر څۀ ممکن دى.“ ۲۷په دې خبرې پطروس ووئيل چې، ”ګوره مونږ خو د دې دپاره هر څۀ پرېښى دى چې تاسو پسې روان شُو، نو هلته به زمونږ دپاره څۀ وى؟“ ۲۸عيسىٰ ورته په جواب کښې وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم، هر کله چې د قيامت په ورځ اِبن آدم د خپلې لويئ په تخت کښېنى نو تاسو چې ما پسې روان شوى يئ به هم ما سره په دولسو تختونو کښېنئ او تاسو به د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو قاضيان شئ. ۲۹او هر هغه چا چې زما د خاطره وروڼه، خوېندې، مور پلار، اولاد، زمکه، جائيداد او کورونه پرېښى دى هغوئ به يو په سل بيا مومى او د تل ژوندون به بيا مومى. ۳۰خو ډېر اول به آخر کړے شى او آخر به اول کړے شى.“