د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

اتلسم باب

د ټولو نه لوئ څوک دے؟

۱په هغه وخت مريدان عيسىٰ له راغلل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”د آسمان په بادشاهۍ کښې د ټولو نه لوئ څوک دے؟“ ۲هغۀ يو ماشوم راوبللو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو. ۳او ورته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم ترڅو چې تاسو خپل ځان بدل نۀ کړئ او د ماشومانو په شان نۀ شئ نو تاسو به هيڅکله هم په آسمانى بادشاهۍ کښې داخل نۀ شئ. ۴هر هغه څوک چې ځان د دې ماشوم په شان عاجز کړى نو هغه به په آسمانى بادشاهۍ کښې د ټولو نه لوئ وى. ۵او څوک چې زما په نوم داسې ماشوم قبول کړى هغه ما قبلوى.

د ګناه لمسون

۶خو هر هغه څوک چې په دې وړو ماشومانو کښې چې په ما يې ايمان راوړے دے، يو ته تيندک ورکوى، نو د هغۀ دپاره دا بهتره ده چې د هغۀ په غاړه کښې د ژرندې پل واچولے شى او په سمندر کښې ډوب شى. ۷په دُنيا دې افسوس وى چې انسان د دې څيزونو په وجه ګناه کوى. دا څيزونه به ضرور راځى خو افسوس په هغۀ د چا د لاسه چې به پېښږى. ۸کۀ چرې ستا لاس يا پښه تا له تيندک درکوى، نو ځان نه يې پرې کړه او ګزار يې کړه ستا دپاره به دا ښۀ وى چې تۀ په ابدى ژوندون کښې شل ګوډ ننوځې، په ځائ د دې چې تۀ په دواړو لاسو پښو سم يې او ابدى اور ته واچولے شې. ۹او کۀ ستا سترګه تا ګناه ته ولمسوى نو وې باسه او وې غورزوه. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې په يوې سترګې سره په ابدى ژوندون کښې داخل شې، په ځائ د دې چې په دواړو سترګو روغ يې او د دوزخ اور ته وغورزولے شې.

د ورکې شوې ګډې مِثال

۱۰خبردار، په دې وړو کښې يو ته هم سپک مۀ ګورئ. زۀ تاسو ته دا وايم چې د دوئ فرښتې په آسمان کښې هر وخت زما د آسمانى پلار په حضور کښې موجودې وى. ۱۱ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره راغلے دے چې ورک شوو ته خلاصون ورکړى. ۱۲ستاسو څۀ خيال دے؟ فرض کړئ چې د يو سړى سل ګډې دى. کۀ په هغې کښې يوه بې‌لارې شى، ولې هغه به دا نورې يو کم سل د هغې يوې د لټولو دپاره د غرۀ په خوا کښې پرې نۀ ږدى؟ ۱۳او چې کله هغه دا بيا مومى نو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې د هغې په موندلو به هغه د دې نورو يو کم سلو نه چې بې‌لارې شوې نۀ دى، زيات خوشحاله شى. ۱۴هم دغه شان ستاسو د آسمانى پلار دا رضا نۀ ده چې د دې ماشومانو نه دې يو هم هلاک شى.

يو ورور چې ګناه کوى

۱۵کۀ چرې ستاسو يو ورور ستاسو خلاف څۀ ګناه وکړى نو لاړ شئ او هغه په پرده کښې په دې ملامته کړئ او کۀ هغه تاسو ته غوږ کېږدى نو تاسو خپل ورور دوباره وموندلو. ۱۶خو کۀ هغه ستاسو خبره وانۀ ورى نو بيا يو يا دوه کسان نور د ځان سره ملګرى کړئ د دې دپاره چې هره خبره د دوو يا د درېو ګواهانو په وړاندې ثابته کړے شى. ۱۷کۀ هغه د هغوئ هم وانۀ ورى نو دا خبره جماعت ته وړاندې کړئ او کۀ چرې هغه د جماعت خبره هم ونۀ منى نو بيا د هغۀ سره داسې سلوک وکړئ لکه چې د يو غېر يهودى، يا محصولچى سره کولے شى. ۱۸زۀ تاسو ته دا وايم، هر څۀ چې تاسو په زمکه منع کړئ هغه به په آسمان کښې هم منع شى او څۀ چې تاسو په زمکه روا کړئ هغه به په آسمان کښې هم روا شى. ۱۹زۀ تاسو ته بيا دا وايم، کۀ چرې په تاسو کښې دوه کسان په يوه خبره متفِق شى هغوئ چې څۀ سوال وکړى نو زما آسمانى پلار به هغه ورکړى. ۲۰نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“

د نابخښلے شوى نوکر مِثال

۲۱بيا پطروس عيسىٰ له راغلو او تپوس يې وکړو، ”مالِکه، کۀ زما ورور زما خلاف څۀ بد کوى نو زۀ به يې څو ځله معاف کوم؟ تر اووۀ ځلو پورې څۀ؟“ ۲۲عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ دا نۀ وايم چې اووۀ ځله، زۀ دا وايم چې اويا وارې اووۀ ځله، ۲۳نو په دې وجه د آسمان بادشاهى لکه د هغه بادشاه په شان ده چې يو ځلې يې د خپلو نوکرانو سره حساب شروع کړو، ۲۴نو په اول سر کښې يو سړے داسې پېښ شو چې د هغۀ قرضه په لکونو کښې وه، ۲۵خو د هغۀ سره هيڅ هم نۀ وُو. نو د هغۀ مالِک دا حکم وکړو چې هغه دې سره د ښځې، اولاد او هر څۀ مال حال چې لرى خرڅ کړے شى او قرض دې ترې پوره کړے شى. ۲۶سړے د خپل مالِک په پښو پرېوتو او وې وئيل چې ما ته صبر وکړه، زۀ به ستا ټول قرض خلاص کړم. ۲۷نو د هغۀ د مالِک په زړۀ کښې هغۀ ته رحم راغلو هغۀ هغه آزاد کړو او قرض يې ورته وبخښلو. ۲۸خو هر کله چې دا نوکر بهر راووتو نو د خپلو ملګرو نوکرانو نه يو نوکر ورسره مِلاو شو په چا چې د دۀ سل ديناره قرض وُو. هغه يې راونيوو، او په مرۍ ورته غلے شو او ورته يې ووئيل چې زما قرض ما ته واپس کړه. ۲۹نو هغه ملګرے نوکر يې په پښو پرېوتو او دۀ ته يې مِنت وکړو چې ما ته صبر وکړه، زۀ به ستا قرض تا ته واپس کړم. ۳۰خو هغۀ ورسره ونۀ منله او په قېدخانه کښې يې واچولو ترڅو چې قرض واپس نۀ کړى. ۳۱نورو نوکرانو چې دا حال وليدلو نو ډېر خفه شول. هغوئ خپل مالِک له لاړل او ټوله قيصه يې ورته تيره کړه. ۳۲هغۀ دا نوکر راوبللو او ورته يې ووئيل چې اے بد کاره، چې کله تا ما ته مِنت وکړو نو ما درته ټول قرض وبخښلو. ۳۳ولې په تا کښې دومره سړيتوب نۀ وو چې په خپل ملګرى نوکر دې داسې رحم کړے وے لکه چې ما په تا وکړو؟ ۳۴د هغۀ مالِک ډېر غصه شو او دے يې د قېدخانې مشر ته حواله کړو ترڅو چې يې ټول قرض واپس کړے نۀ وى. ۳۵کۀ چرې تاسو خپل ورور د زړۀ د اخلاصه معاف نۀ کړئ نو زما آسمانى پلار به هم تاسو هر يو سره داسې کوى.“