۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

پينځلسم باب

د مشرانو رسمونه

۱بيا د فريسيانو او د شرعې د عالمانو يوه ډله د يروشلم نه عيسىٰ له راغله او دا تپوس يې ترې وکړو چې، ۲”ستا مريدان ولې پخوانى رسمونه ماتوى او دوئ له چې څنګه د روټۍ نه وړاندې لاسونه وينځل په کار دى، نۀ وينځى؟“ ۳هغۀ ورته په جواب کښې وفرمائيل چې، ”دا تاسو څۀ کوئ چې د خپلو رواياتو د خاطره د خُدائ پاک حکم ماتوئ؟ ۴ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د خپل مور او پلار عزت کوئ، او هر څوک چې خپل مور يا پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى. ۵خو تاسو خلقو ته دا تعليم ورکوئ چې دا ټيک خبره ده چې کۀ څوک خپل مور او پلار ته دا ووائى چې، ”ستا چې څۀ په کار وُو هغه ما د خُدائ پاک په نامه ورکړل، مطلب دا چې ما د خُدائ پاک په نامه ورکړل،“ ۶نو هغه نور د مور او پلار د حق نه مجبور نۀ دے. نو دغه شان تاسو د خپلو رواياتو په وجه د خُدائ پاک حُکمونه منسوخ کوئ. ۷اے مُنافقانو، يشعياه نبى ستاسو په حقله په رښتيا سره دا پېشګوئې کړې وه، کله چې هغۀ وفرمائيل چې، ۸دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. ۹دوئ بې‌فائدې زما عبادت کوى، ځکه چې دوئ خلقو ته د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.“

هغه څيزونه چې انسان پليتوى

۱۰بيا هغۀ خلقو ته آواز وکړو او وې فرمائيل چې، ”زما خبره واورئ او ځان پرې پوهه کړئ. ۱۱څۀ چې په خولۀ دننه کيږى په هغې يو کس نۀ پليتيږى، خو په هره هغه خبره پليتيږى څۀ چې د هغۀ د خولې نه راوځى.“ ۱۲بيا مريدان عيسىٰ له راغلل او وې وئيل چې، ”تۀ خبر يې چې فريسيانو ستا دا خبرې بدې ګڼلى دى؟“ ۱۳هغۀ جواب ورکړو چې، ”هر يو بوټے چې زما آسمانى پلار لګولے نۀ وى هغه به د بېخه وويستلے شى. ۱۴د دوئ پرواه مۀ کوئ. دا ړاندۀ لارښودونکى دى، نو کۀ چرې يو ړوند بل ړوند ته لارښودنه کوى نو دواړه به په کنده کښې وغورزيږى.“ ۱۵بيا پطروس ووئيل چې، ”مونږ ته دا مِثال تشريح کړه.“ ۱۶عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې تاسو هم لا تر اوسه د نورو په شان ناپوهه يئ؟ ۱۷ولې تاسو دا نۀ وينئ چې کوم څيز چې په خولۀ دننه شى، خېټې ته لاړ شى او بيا هغه د بدن نه بهر وځى؟ ۱۸خو چې څۀ په خولې وئيلے شى هغه د زړۀ نه راوځى او دغه خبرې دى چې انسان پليتوى. ۱۹ځکه چې ټول وران خيالونه، لکه قتل، زنا، حرامکارى، غلا، د دروغو ګواهى او غېبت د زړۀ نه راوځى. ۲۰او دا هغه کارونه دى چې انسان پليتوى، خو په ناوينځلو لاسونو باندې په خوراک کولو، انسان نۀ پليتيږى.“

د کنعانى ښځې عقيده

۲۱بيا عيسىٰ هغه ځائ پرېښودو او د صور او د صيدا علاقې ته راغلو ۲۲او د هغې علاقې يوه کنعانى ښځه بهر راووتله او په چغه يې ووئيل، ”اے مالِکه، په ما رحم وکړه. اے د داؤد زويه، زما لور پيريانو سخته نيولې ده.“ ۲۳خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. د هغۀ مريدان راغلل او زارى يې وکړه چې، ”دا ښځه لرې کړه ځکه چې په مونږ پسې بې‌واره چغې وهى.“ ۲۴عيسىٰ جواب ورکړو ”زۀ صرف د بنى اِسرائيل د خاندان د ورکو شوو ګډو دپاره رالېږلے شوے يم.“ ۲۵خو هغه ښځه راغله، د دۀ په پښو پرېوته او چغې يې کړې، ”مالِکه، زما مدد وکړه.“ ۲۶عيسىٰ په جواب کښې وفرمائيل، ”دا مناسب نۀ دى چې د ماشومانو برخه روټۍ دې څوک واخلى او سپو ته دې واچوى.“ ۲۷هغې جواب ورکړو چې، ”آو مالِکه، خو بيا سپى هم هغه ټوکړې خورى کومې چې د مالِکانو د دسترخوان نه وغورزيږى.“ ۲۸نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ څومره د لوئ ايمان لرونکې ښځه يې، نو څنګه چې تۀ غواړې، هغه شان دې وشى.“ او هم په هغه ساعت د هغې لور جوړه شوه.

د ډېرو خلقو جوړول

۲۹کله چې عيسىٰ د دغه ځايه د ګليل درياب په غاړه روان شو نو هغه بيا غرۀ ته بره لاړو او هلته کښېناستو. ۳۰نو ډېر خلق ورله راغلل چې ورسره ګوډيان، ړاندۀ، شليان، ګونګيان، او نور ډېر بيماران وُو. او هغوئ هغه خلق د عيسىٰ پښو ته څملول او هغۀ هغوئ روغ کړل. ۳۱هغه خلق په دې ډېر حېران شول چې چاړاګانو خبرې وکړلې، مات ګوډ خلق روغ شول او ګرځېدل او ړاندۀ بينا شول او ټولو په دې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک لوئى بيان کړه.

څلورو زرو خلقو له روټۍ ورکول

۳۲عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بې‌هوشه شى.“ ۳۳مريدانو جواب ورکړو چې، ”په دې خوشى بيابان کښې به دومره خلقو له مونږ روټۍ د کومه راوړو؟“ ۳۴عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو سره څو روټۍ دى؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”اووۀ روټۍ او يو څو واړۀ کبان.“ ۳۵نو عيسىٰ خلقو ته وفرمائيل چې په زمکه کښېنئ. ۳۶نو هغه اووۀ روټۍ او کبان يې راواخستل، او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو، روټۍ او کبان يې ټوکړې کړل او مريدانو له يې ورکړل، او مريدانو په خلقو وويشل. ۳۷ټولو ځانونه ښۀ ماړۀ کړل. او چې څۀ ټوکړې ترې پاتې شوې نو هغه يې راټولې کړلې. هغه دومره وې چې اووۀ غټې ټوکرۍ ترې ډکې شوې. ۳۸د بچو او ښځو نه علاوه څلورو زرو کسانو هغه روټۍ وخوړه. ۳۹هغۀ بيا خلق رُخصت کړل، کِشتۍ ته وختلو او د مګدن علاقې ته لاړو.