د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت متى زېرے

دوېم باب

نذرانې پېش کول

۱د هيروديس بادشاه په ورځو کښې د يهوديه په بيت‌لحم کښې عيسىٰ پېدا شو. د هغۀ د پېدايښت نه پس يروشلم ته د نمرخاتۀ طرف نه د ستورو عِلم لرونکى راغلل ۲او وئيل يې چې، ”هغه د يهوديانو بادشاه کېدونکے ماشوم چې پېدا شوے دے چرته دے؟ ځکه چې مونږ د نمرخاتۀ نه د هغۀ ستورے په راختو ليدلے دے او د هغۀ عبادت کولو له راغلى يُو.“ ۳هيروديس بادشاه او د يروشلم ټول خلق په دې اورېدو سره پرېشانه شول. ۴هغۀ د يهوديانو ټول مشران اِمامان او د شرعې عالمان راوبلل او د هغوئ نه يې دا تپوس وکړو چې، ”مسيح به چرته پېدا کيږى؟“ ۵هغوئ ووئيل چې، ”د يهوديه په بيت‌لحم کښې.“ او هغوئ د هغې پېشګويۍ حواله ورکړه چې په کښې د نبى په وسيله ليکلے شوى دى چې، ۶”اے د يهوداه د زمکې بيت‌لحم ښاريې. تۀ د يهوداه په لويو ښارونو کښې هيڅکله هم ورکوټې نۀ يې، ځکه چې ستا نه به هغه سردار راوځى چې زما د خلقو بنى اِسرائيلو شپون به وى.“ ۷هيروديس بيا د ستورو عِلم لرونکى په پړده کښې راوبلل او د ستورى د راختو وخت يې ترې معلوم کړو. ۸هغۀ بيا دوئ بيت‌لحم ته ولېږل او ورته يې ووئيل چې، ”لاړ شئ او د هغه ماشوم په حقله پوره پوره تلاش وکړئ، او چې يې بيامومئ نو ما خبر کړئ چې زۀ هم ورشم او ورته سجده وکړم.“ ۹د بادشاه په حُکم هغوئ روان شول او هغه ستورے چې دوئ په راختو ليدلے وو د دوئ په وړاندې روان وو او آخر په هغه ځائ ودرېدو چرته چې ماشوم پروت وو. ۱۰هغوئ د ستورى په ليدو ډېر زيات خوشحاله شول. ۱۱کور ته په ننوتو يې ماشوم د خپلې مور مريم په غېږ کښې وليدو او ورته په سجده پرېوتل. پس له هغې يې خپلې تيلۍ پرانستلې او هغۀ ته يې نذرانې پېش کړې چې په کښې سرۀ زر، او د خوشبويۍ دپاره لوبان او د مُر چيړ وو. ۱۲خُدائ پاک هغوئ ته په خوب کښې دا خبردارے ورکړو چې هيروديس بادشاه له واپس مۀ ځئ، نو هغوئ بيا په بله لار خپل مُلک ته واپس شول.

مِصر ته هِجرت کول

۱۳کله چې هغوئ رُخصت شول نو يوسف ته د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او مِصر ته هِجرت وکړه، او تر هغې هلته ايسار شه چې زۀ درته ووايم، ځکه چې هيروديس د دې ماشوم په تلاش کښې دے چې قتل يې کړى.“ ۱۴نو يوسف د خوبه بېدار شو او شپه په شپه يې ماشوم او د هغۀ مور مِصر ته بوتلل، ۱۵او هلته د هيروديس تر مرګه پورې ايسار وو. دا د مالِک خُدائ هغه وينا پوره کول وُو چې هغۀ د نبى په وسيله فرمائيلى وُو چې، ”ما خپل زوئ د مِصر نه راوبللو.“

د ماشومانو قتل

۱۶هر کله چې هيروديس د ستورو عِلم لرونکو په دوکه پوهه شو نو سخت په قهر شو او حُکم يې وکړو چې د بيت‌لحم او د خوا او شا هغه ټول ماشومان چې عُمر يې دوه کاله يا د دې نه کم وى، قتل يې کړئ. نو د ستورو د عِلم لرونکو د معلوماتو په مطابق هغۀ دا د وخت اندازه لګولې وه. ۱۷دغه رنګ هغه پېشګوئې چې د يرمياه پېغمبر په وسيله شوې وه پوره شوه چې، ۱۸”په راما کښې د چغو آواز واورېدلے شو، د لوئ ماتم او ژړا آواز. راحيل په خپلو بچو ژړا کوى، هيڅ قسم تسلى نۀ قبلوى ځکه چې د هغې ماشومان مړۀ شوى دى.“

د مِصر نه واپسى

۱۹نو د هيروديس د مرګ نه وروستو، د مالِک خُدائ فرښته په مِصر کښې يوسف له په خوب کښې راغله او ورته يې وفرمائيل چې، ۲۰”پاڅه. ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او د دوئ سره د بنى اِسرائيلو مُلک ته لاړ شه، ځکه چې د چا نه چې د دې ماشوم سر ته خطره وه هغه مړ شوے دے.“ ۲۱نو هغه پاڅېدو، ماشوم او مور يې د ځان سره روان کړل او د بنى اِسرائيلو مُلک ته راغلل. ۲۲خو کله چې يوسف دا واورېدل چې د خپل پلار هيروديس په ځائ ارخلاوس د يهوديه بادشاه شوے دے، نو هلته د تللو نه وويرېدو. نو کله چې بيا په خوب کښې ورته دا خبردارے ورکړے شو نو هغه د ګليل علاقې ته لاړو، ۲۳هلته هغه په ناصرت نومې ښار کښې ډېره شو. دا د نبيانو په وسيله د وئيلے شوې هغه پېشګوئې تر سره کول وُو چې، ”هغۀ ته به ناصرى وئيلے شى.“