۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے

څلورم باب

د زميندار مِثال

۱عيسىٰ يو ځل بيا د درياب په غاړه تعليم شروع کړو او دومره ډېر خلق ورته راټول شوى وُو چې هغه ترې په درياب کښې کشتۍ ته وختو او هلته کښېناستو، او نور ټول خلق د درياب په غاړه په اوچه ورته راټول شوى وُو. ۲او هغۀ هغوئ ته په مِثالونو کښې د ډېرو خبرو تعليم ورکړو. او په خپل تعليم کښې هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ۳”واورئ، يو زميندار د کروندې دپاره بهر لاړو. ۴نو چې کله هغۀ په خپل پټى کښې تخم نوستلو نو څۀ تخم ترې نه په لاره پرېوتو نو مارغان راغلل هغه يې وخوړو. ۵څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو چرته چې لږه شان خاوره وه او دا زر راوټوکېدلو ځکه چې هلته لاندې نوره خاوره نۀ وه. ۶خو چې نمر راوختلو نو هغه کچه بوټى يې وسوزول او هغه اوچ شُو ځکه چې جرړې يې نۀ وې. ۷څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى لوئ شول او فصل يې لاندې کړو او مېوه دانه يې ونۀ نيوله. ۸او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو چرته چې هغه راوټوکېدو او لوئ شو او يو په دېرش يو په شپېتۀ او يو په سل غله يې وکړه.“ ۹هغۀ بيا وفرمائيل، ”کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغه دې واورى.“

د مِثال مطلب

۱۰هر کله چې عيسىٰ د ګڼې نه فارغ شو نو دولسو مريدانو او نورو د هغۀ نه ځانله د مِثالونو په حقله تپوس وکړو. ۱۱هغۀ جواب ورکړو چې، ”تاسو ته د خُدائ پاک د بادشاهۍ راز درکړے شوے دے خو هغه څوک چې بهر دى، هغوئ ته هره خبره په مِثالونو کښې کيږى. ۱۲لکه څنګه چې صحيفې وائى، زۀ چې څۀ کوم هغوئ به يې په سترګو وينى، خو څۀ به هم ترې نۀ زده کوى، هغوئ به اورى خو پوهيږى به پرې نه، ګنې نو هغوئ به خُدائ پاک ته راوګرځى او وبه بخښلے شى.“

د کرونکى مِثال تشريح کول

۱۳بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو په دې مِثال پوهه نۀ شوئ؟ نو بيا به تاسو په نورو مِثالونو څنګه پوهه شئ؟ ۱۴زميندار کلام کَرى. ۱۵د لارې په غاړه هغه خلق دى چرته چې کلام کَرلے کيږى، او چې کلام واورى نو شېطان سمدستى راشى او کَرلے شوے کلام د دوئ نه يوسى. ۱۶دغسې هم هغه دى چې په کاڼيزه زمکه کَرلے شوى دى، څنګه چې دوئ کلام واورى نو په خوشحالۍ سره يې سمدستى قبول کړى. ۱۷خو چې جرړې يې نۀ وى، نو د زغم طاقت په کښې د لږ وخت دپاره وى، نو بيا کله چې د کلام په وجه په هغوئ تکليف يا سختى راشى نو بيا سمدستى هغوئ تيندک وخورى. ۱۸نور خلق هغوئ دى چې په غنو کښې وکرلے شُو. دا هغه خلق دى چې کلام اورى، ۱۹خو د دُنيا غم او د مال دولت لالچ او د نورو څيزونو خواهشات په مينځ کښې راشى او د کلام مرۍ خپه کړى او کلام بې‌مېوې پاتې شى. ۲۰او بيا هغه خلق دى چې تخم يې په زرخيزه زمکه پرېوتو، دوئ کلام واورى او قبول يې کړى او يو په دېرش، يو په شپېتۀ او يو په سل مېوه ونيسى.“

د ښانک د لاندې ډيوه

۲۱عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو ډيوه د لوښى يا د کټ لاندې د کېښودو دپاره راوړئ؟ او ولې هغه تاسو په ډيوټ نۀ ږدئ څۀ؟ ۲۲خو داسې پټ څيز نشته چې ښکاره به نۀ شى او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى. ۲۳کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغه دې واورى.“ ۲۴عيسىٰ دا هم وفرمائيل، ”ما ته توجو وکړئ چې څۀ اورئ، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى، بلکې لږ څۀ زيات. ۲۵ځکه د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى، خو د چا سره چې نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.“

د تخم د زرغونېدو مِثال

۲۶عيسىٰ وفرمائيل، ”د خُدائ پاک بادشاهى داسې ده چې کۀ يو سړے تخم په زمکه کښې کَرى. ۲۷او کۀ هغه د شپې او ورځې اودۀ او يا ويښ وى خو هغه په دې نۀ پوهيږى چې په زمکه کښې تخم په خپله څنګه راټوکيږى او لوئيږى. ۲۸زمکه له ځان نه غله پخپله پېدا کوى، وړومبے تېغه، بيا وَږى او بيا په وَږى کښې تيارې دانې. ۲۹خو هر کله چې فصل پوخ شى نو هغه ورپسې لور راواخلى ځکه چې د فصل د لو کولو وخت راغلے وى.“

د شړشمو د تخم مِثال

۳۰عيسىٰ دا هم وفرمائيل، ”مونږ د خُدائ پاک بادشاهى د څۀ شى سره بيانولے شُو، يا د هغې دپاره کوم مثال استعمالولے شُو؟ ۳۱دا د شړشمو د هغه تخم په شان ده کله چې په زمکه وکرلے شى، دا په زمکه کښې د ټولو تخمونو نه ورکوټے وى، ۳۲نو چې وکرلے شى دا د باغ د ټولې کروندې نه ډېر لوئيږى او دومره لوئ څانګې خورې کړى چې د هوا مارغان يې په سورى کښې جالې جوړوى.“ ۳۳هغۀ به کلام دغسې په ډېرو مِثالونو ورته اورولو څومره چې هغوئ برداشت کولے شو. ۳۴هغۀ د هغوئ سره د مِثالونو نه بغېر کلام ونۀ کړو خو ځان له يې خپلو مريدانو ته هر څۀ واضحه کړل.

د حضرت عيسىٰ په درياب کښې طوفان ودرول

۳۵په هغه ورځ ماښام هغۀ مريدانو ته وفرمائيل، ”راځئ چې د درياب پورې غاړې ته لاړ شُو.“ ۳۶هغوئ ګڼه پاتې کړه او مريدانو هغه د ځان سره په کشتۍ کښې بوتلو په کومه کښې چې هغه ناست وو او د هغۀ سره نورې کِشتۍ هم وې. ۳۷خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو، چپو کِشتۍ داسې ووهله چې ډوبېدو ته نزدې شوې وه. ۳۸عيسىٰ وروستو په کِشتۍ کښې اودۀ وو او بالښت يې سر لاندې پروت وو. هغوئ هغه رابېدار کړو او ورته يې ووئيل، ”مالِکه، مونږ ډوبيږو، تا سره څۀ غم نشته؟“ ۳۹هغه بېدار شو، باد يې ورټلو او درياب ته يې وفرمائيل چې، ”په آرام شه، ودرېږه.“ باد ودرېدلو نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه. ۴۰هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو ولې دومره يرېږئ، تاسو لا اوس هم ايمان نۀ لرئ؟“ ۴۱هغوئ يرې اخستى وُو او يو بل ته يې ووئيل، چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپې يې هم حکم منى.“