۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے

پينځم باب

پيريانو نيولے سړے روغول

۱ او هغوئ د درياب بلې غاړې ته د ګِراسينيانو علاقې ته راغلل. ۲ او چې کله عيسىٰ د کشتۍ نه راکوز شو، نو سمدستى يو سړے چې پيريانو نيولے وو د قبرستان نه د هغۀ سره د مِلاوېدو دپاره راووتلو. ۳ هغه په قبرستان کښې اوسېدو او هيچا هم قابو کولے نۀ شو، تر دې چې په زنځيرونو کښې هم تړلے کېدے نۀ شو. ۴ ځکه چې هغۀ ته يې څو څو ځله زنځيرونه او هتکړۍ اچولې وې خو هغۀ زنځيرونه شلولى وُو او هتکړۍ يې ماتې کړې وې او دومره طاقتور هيڅوک نۀ وُو چې هغه يې قابو کړے وے. ۵ شپه او ورځ به هغۀ په قبرونو او د غرونو په خوا کښې چغې وهلې او ځان به يې په کاڼو زخمى کولو. ۶ کله چې هغۀ عيسىٰ د لرې نه وليدلو نو هغۀ ورمنډه کړه او سجده يې ورته وکړه، ۷ او په چغو يې ووئيل، ”اے عيسىٰ، د خُدائ تعالىٰ زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ خُدائ ته وګوره چې ما مۀ په عذابوه.“ ۸ ځکه چې عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل، ”اے پيريانو، د دې سړى نه راوځئ.“ ۹ بيا عيسىٰ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نوم دې څۀ دے؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”زما نوم لښکر دے، ځکه چې مونږ ډېر يُو.“ ۱۰ او هغۀ مِنت زارى ورته وکړه چې دوئ د دې علاقې نه ونۀ شړى. ۱۱ نو هلته د غرۀ په خوا کښې د خنزيرانو يوه لويه رمه څرېدله. ۱۲ او پيريانو زارى ورته وکړه چې، ”مونږ خنزيرانو ته ولېږه او د ورننوتو اجازت راکړه.“ ۱۳ نو هغۀ هغوئ ته اجازت ورکړو او پيريان راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او خوا او شا د دوه زره خنزيرانو دغه رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او په اوبو کښې ډوبه شوه. ۱۴ د خنزيرانو ساتونکى وتښتېدل او دا خبر يې ښار او خوا او شا بانډو ته ورسولو او خلق د دې واقعې تماشې له راووتل. ۱۵ هغوئ عيسىٰ له راغلل او هغه سړے چې د پيريانو لښکر نيولے وو هغه يې وليدو چې جامې يې اغوستې دى او هلته سم دم ناست دے نو هغوئ ويرېدل. ۱۶ کومو خلقو چې دا واقعه ليدلې وه، هغوئ نورو خلقو ته ووئيل چې دا پيريانو نيولے سړے څنګه روغ شو او د خنزيرانو سره څۀ وشول. ۱۷ بيا هغوئ عيسىٰ ته مِنت زارى وکړه چې، ”زمونږ د علاقې نه لاړ شه.“ ۱۸ څۀ وخت چې عيسىٰ کِشتۍ ته ورختلو نو کوم سړے چې پيريانو نيولے وو، هغۀ هم ورسره د تلو خواست وکړو. ۱۹ خو عيسىٰ د دې اجازت ورنۀ کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”خپل کور ته واپس لاړ شه او خپلو خپلوانو ته ووايه چې مالِک خُدائ ستا دپاره هر څۀ وکړل او خپل څومره فضل يې تا ته ښکاره کړو.“ ۲۰ هغه لاړو او په دِکپولس کښې يې هغه څۀ بيان کړل، چې عيسىٰ د هغۀ دپاره کړى وُو او ټول خلق حق حېران شول.

د حضرت عيسىٰ يوه جينۍ راژوندۍ کول او يوې ښځې له شفا ورکول

۲۱ کله چې عيسىٰ بيا د درياب بلې غاړې ته په کشتۍ کښې پورې وتلو، نو يوه لويه ګڼه ترې راچاپيره شوه، او هغه لا د درياب په غاړه وو. ۲۲ نو د عبادتخانې يو مشر چې يائير نوم يې وو راغلو او کله چې يې هغه وليدو نو هغۀ ته په پښو پرېوتو. ۲۳ او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”زما وړه لور مرګى حال ده. ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده، نو هغه به روغه او ژوندۍ شى.“ ۲۴ عيسىٰ د هغۀ سره لاړو، او دومره لويه ګڼه وه چې هغه يې په مينځ کښې راګېر کړے وو. ۲۵ په هغوئ کښې يوه ښځه وه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله. ۲۶ هغې د ډېرو ډاکټرانو د علاج په وجه زيات تکليف برداشت کړو او خپل ټول مال يې په ځان ولګولو خو هيڅ فرق يې ونۀ شو او تکليف يې لا نور هم سېوا شو. ۲۷ هغې د عيسىٰ په حقله اورېدلى وُو، نو هغه د شا د طرفه په ګڼه کښې راغله او د هغۀ چُوغې له يې لاس وروړو، ۲۸ ځکه چې هغې په زړۀ کښې دا وئيل، ”کۀ زۀ يې صرف چُوغې له لاس هم وروړم نو جوړه به شم.“ ۲۹ خو په هم هغه ساعت د ښځې وينه بنده شوه او په ځان پوهه شوه چې د عذاب نه خلاصه شوه. ۳۰ په هغه ساعت عيسىٰ په ځان پوهه شو چې د هغۀ نه يو طاقت رابهر شو. عيسىٰ په ګڼه کښې مخ راواړولو او تپوس يې وکړو چې، ”زما چُوغې له چا لاس وروړو؟“ ۳۱ د هغۀ مريدانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دا ګڼه په خپله وينې چې ستا طرف ته زور کوى، او بيا هم دا تپوس کوې چې دا چا ما له لاس راوړو؟“ ۳۲ خو هغۀ ګېرچاپېره وکتل چې دا څوک وو. ۳۳ خو ښځه چې په ځان پوهه شوه چې په هغې څۀ شوى دى، نو د يرې نه په رپېدو شوه، د هغۀ په وړاندې په ګوډو شوه، او ټول حقيقت يې ورته ووئيلو. ۳۴ هغۀ هغې ته وفرمائيل چې، ”زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې. په خير لاړه شه او د دې تکليف نه روغه شه.“ ۳۵ هغۀ لا دا خبرې کولې چې د عبادتخانې د مشر د کوره څۀ خلق راغلل چې خبر ورکړى چې، ”ستا لور مړه شوه، اُستاذ له تکليف څۀ له ورکوې؟“ ۳۶ خو عيسىٰ چې دا خبره واورېده نو د عبادتخانې مشر ته يې وفرمائيل چې، ”يرېږه مه، صرف ايمان وساته.“ ۳۷ هغۀ بغېر د پطروس، يعقوب او د يعقوب د ورور يوحنا نه بل څوک ځان سره بونۀ تلل. ۳۸ کله چې هغوئ د عبادتخانې د مشر کور ته ورغلل، هلته هغۀ لويه ګڼه د خلقو ژړا او انګولا وليدله چې په چغو يې ژړل. ۳۹ کله چې عيسىٰ ننوتلو هغوئ ته يې وفرمائيل، ”ولې تاسو ژړا انګولا او وير کوئ؟ جينۍ مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“ ۴۰ خو هغوئ ورپورې وخندل. بيا هغۀ ټول خلق بهر کړل او هغۀ د جينۍ مور، پلار او خپل ملګرى د ځان سره کړل او هلته ورغلل چرته چې جينۍ پرته وه. ۴۱ بيا يې هغه د لاسه ونيوله او هغې ته يې وفرمائيل، ”تليتا قومى،“ چې مطلب يې دا دے، ”پاڅه زما بچۍ.“ ۴۲ جينۍ سمدستى پاڅېدله او روانه شوه. هغه د دولسو کالو وه. په دې هغوئ ټول اريان دريان شول. ۴۳ هغۀ هغوئ ته په سخته وفرمائيل چې، ”ګورئ په دې څوک خبر نۀ شى،“ او هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”هغې له څۀ ورکړئ چې وې خورى.“