د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے

درېم باب

د اوچ لاسى سړى روغول

۱عيسىٰ دوباره عبادتخانې ته ننوتو نو هلته يو داسې سړے وو چې لاس يې اوچ شوے وو. ۲او هغوئ دې ته کتل چې عيسىٰ به د سبت په ورځ هغه روغ کړى او کۀ نه، ځکه چې هغوئ به د هغۀ خلاف اِلزام لګولو ته تيار ناست وُو. ۳هغۀ اوچ لاسى سړى ته وفرمائيل چې، ”راشه، په مينځ کښې ودرېږه.“ ۴بيا يې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ولې د سبت په ورځ نېکى کول روا دى کۀ بد کول، د چا بچ کول روا دى کۀ وژل؟“ خو هغوئ چپ پاتې شول. ۵د دوئ د سختو زړونو په وجه هغۀ په غصه او افسوس ټولو ته وکتل او هغه سړى ته يې وفرمائيل چې، ”خپل لاس اوږد کړه.“ هغۀ لاس اوږد کړو او لاس يې روغ رمټ شو. ۶خو فريسيان د عبادتخانې نه بهر ووتل، نو سمدستى يې د هيرودياس قبيلې سره د عيسىٰ د وژلو په منصوبه شروع وکړه.

د درياب په غاړه ګڼ خلق

۷عيسىٰ د خپلو مريدانو سره د درياب غاړې ته لاړو نو لويه ګڼه د ټول ګليل او يهوديه نه ورپسې روانه وه ۸چې د يروشلم، اِدوميه او د اُردن پورې غاړې، د صور او صيدا د خوا او شا نه د هغۀ ليدو له راغلل ځکه چې هغوئ دا اورېدلى وُو چې هغه عجيبه کارونه کوى. ۹نو هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”ما دپاره يوه کشتۍ تياره ساتئ چې ګڼه مې چخڼى نۀ کړى.“ ۱۰ځکه چې هغۀ دومره ډېر بيماران روغ کړى وُو چې ټولو بيمارانو دا زور کولو چې دۀ له لاس وروړى. ۱۱او هرکله به چې پيريانو دے وليدلو نو د هغۀ په وړاندې به راغورزېدل او چغې به يې کړې چې، ”تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“ ۱۲خو هغۀ به ورته په سخته وفرمائيل چې، ”ما به نۀ ښکاره کوئ.“

د حضرت عيسىٰ دولس مريدان

۱۳بيا عيسىٰ يو غر ته لاړو او هغۀ بيا هغه کسان راوغوښتل کوم چې هغۀ خوښ کړى وُو او هغوئ ورله راغلل. ۱۴هغۀ دولس کسان رسولان مقرر کړل، څوک چې به د هغۀ سره وى او د پېغام ورکولو دپاره به بهر لېږلے شى، ۱۵او د پيريانو شړلو اختيار به هم ورسره وى. ۱۶نو هغۀ دولس کسان مقرر کړل چې د هغوئ نومونه دا دى، شمعون چې پطروس نوم يې پرې کېښودو، ۱۷بيا د زبدى په زامنو يعقوب او د هغۀ په ورور يوحنا يې بونرګس يعنې د تندر زامن نوم کېښودو، ۱۸او اندرياس، فيليپوس او برتلماۍ، متى، توما او د حلفئ زوئ يعقوب، تدى او شمعون ننګيالے، ۱۹او په دوئ کښې يهوداه اِسکريوتى چا چې په دۀ جاسوسى وکړه هم وو.

حضرت عيسىٰ او بعلزبول

۲۰نو عيسىٰ يو کور ته ننوتو او بيا دومره خلق پرې راټول شول چې دوئ روټۍ هم نۀ شوه خوړلے. ۲۱هر کله چې د هغۀ خاندان دا واورېدل نو هغوئ لاړل چې د هغۀ مخه ونيسى ځکه چې خلقو وئيل چې، ”هغه په خود کښې نۀ دے.“ ۲۲هغه د شرعې عالمان څوک چې د يروشلم نه راغلى وُو، هغوئ هم وئيل چې، ”دے بعلزبول نيولے دے،“ او ”دے د پيريانو د سردار په مدد پيريان شړى.“ ۲۳نو عيسىٰ بيا هغوئ راوغوښتل او په مِثالونو کښې يې ورته وفرمائيل چې، ”شېطان څنګه شېطان شړلے شى؟ ۲۴کۀ يوه بادشاهى په خپلو کښې وويشلے شى نو هغه بادشاهى پاتې کېدے نۀ شى. ۲۵کۀ په يو کور کښې بې‌اتفاقى راشى نو هغه کور هم هيڅکله پاتې کېدے نۀ شى. ۲۶او کۀ چرې اِبليس د خپل ځان خلاف شى نو هغه به هم بې‌اتفاقه شى نو هغه بيا پاتې کېدے نۀ شى او د هغۀ اَنجام راورسېدو. ۲۷خو بيا څنګه يو سړے د يو زورَور سړى په کور ورتلے شى او د هغۀ مال حال لوټ کولے شى؟ ترڅو چې اول هغۀ دا زورَور سړے تړلے نۀ وى د هغۀ کور نۀ شى لوټ کولے. ۲۸زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يوه ګناه او يو کُفر هم داسې نشته چې هغه بخښلے نۀ شى، ۲۹خو هر څوک چې په روحُ القُدس باندې کُفر وائى هغه به هيڅکله هم معافى ونۀ مومى او هغه به د تل عُمرى ګناه مجرم وى.“ ۳۰عيسىٰ دا ځکه وفرمائيل چې هغوئ وئيل چې، ”دے پيريانو نيولے دے.“

د حضرت عيسىٰ رښتينے رشته‌دار

۳۱بيا د عيسىٰ مور او وروڼه راغلل او بهر ولاړ وُو او د هغۀ د رابللو دپاره يې څوک ورولېږل. ۳۲ګڼ خلق ترې چاپېره ناست وُو او هغوئ ورته ووئيل چې، ”ستا مور او وروڼه بهر ولاړ دى، هغوئ تا سره مِلاوېدل غواړى.“ ۳۳هغۀ جواب ورکړو، ”زما مور او زما وروڼه څوک دى؟“ ۳۴او هغه ګېرچاپېره ناستو خلقو ته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”زما مور او وروڼه دا دى. ۳۵څوک چې د خُدائ پاک رضا کوى، هغه زما ورور خور او مور ده.“