د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت مرقوس زېرے

دوېم باب

د يو شل سړى روغول

۱کله چې عيسىٰ يو څو ورځې وروستو کفرنحُوم ته واپس شو نو خلقو ته دا پته ولګېده چې هغه په کور کښې دے. ۲او دومره ډېر خلق ورته راټول شول چې د دروازې نه بهر هم نۀ ځائېدل. او څۀ وخت چې هغۀ هغوئ ته کلام بيانولو، ۳نو څلورو کسانو يو شل سړے راوچت کړے وو او هغۀ له يې په پوزى کښې راوړو. ۴خو د ګڼې له کبله يې هغۀ ته نزدې نۀ کړے شو، نو هغوئ د کوټې چت په هغه ځائ کښې سورے کړو چرته چې عيسىٰ وو او په هغه سورې کښې يې هغه شل سړے په بستره کښې د هغۀ مخې ته ورښکته کړو. ۵کله چې عيسىٰ د هغوئ دا ايمان وليدو نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل، ”زما زويه، ستا ګناهونه معاف شول.“ ۶خو هلته په دغه موقع يو څو د شرعې عالمان ناست وُو، هغوئ د ځان سره ووئيل چې، ۷”دا سړے داسې خبرې ولې کوى؟ دا خو کُفر دے. د خُدائ پاک نه علاوه هم لا څوک د چا ګناهونه بخښلے شى څۀ؟“ ۸سمدستى عيسىٰ پوهه شو چې دوئ په زړۀ کښې څۀ سوچ کوى نو هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې سوالونه ولې راولئ؟ ۹آيا دا آسانه خبره ده چې زۀ دې شل کس ته ووايم چې ګناهونه دې معاف شُو، او کۀ دا ووايم چې پاڅه خپله بستره دې واخله او وګرځه؟ ۱۰خو دا ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې اِبن آدم سره په دُنيا کښې د ګناهونو د بخښلو اختيار هم شته،“ نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل چې، ۱۱”زۀ تا ته وايم چې، پاڅه، خپله بستره دې واخله او کور ته ځه.“ ۱۲او هغه پاڅېدو، سمدستى يې خپله بستره واخسته او د ټولو په مخکښې روان شو. دغه شان هغوئ ټول حېران پاتې شول او د خُدائ پاک ثناء يې ووئيله. هغوئ ووئيل چې، ”داسې کار خو مونږ چرې هم نۀ وو ليدلے.“

د محصولچى دعوت

۱۳عيسىٰ يو ځل بيا د درياب غاړې ته لاړو، ګڼ خلق ورله راغلل او هغۀ هلته ورته تعليم ورکړو. ۱۴څنګه چې هغه له دې ځايه لاړو هغۀ د حلفۍ زوئ ليوى د محصُول په کُرسۍ ناست وليدو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ ليوى پاڅېدو او په هغۀ پسې روان شو. ۱۵نو څۀ وخت وروستو چې عيسىٰ د ليوى په کور کښې روټۍ ته کښېناستو، ډېر محصولچيان، ګناهګاران او د هغۀ مريدان ورسره يو ځائ روټۍ ته ناست وُو، ځکه چې ډېرو خلقو هغه منلو. ۱۶ځينو فريسيانو، څوک چې د شرعې عالمان وُو چې دا وليدل چې هغه د محصولچيانو او ګناهګارانو په دې ډله کښې روټۍ ته ناست دے، نو د هغۀ مريدانو ته يې ووئيل چې، ”هغه ولې د محصولچيانو او ګناهګارو سره يو ځائ روټۍ خورى؟“ ۱۷چې عيسىٰ دا خبره واورېدله نو دوئ ته يې وفرمائيل چې، ”روغو خلقو ته د طبيب حاجت نۀ وى خو بيمارانو ته يې وى. زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو له دعوت ورکړم بلکې ګناهګارانو له.“

د روژې په باب کښې تپوس کول

۱۸يو ځلې چې د يحيىٰ د مريدانو او د فريسيانو روژه وه نو ځينې خلق ورله راغلل او وې وئيل چې، ”څۀ وجه ده چې د يحيىٰ مريدان او د فريسيانو مريدان خو روژه نيسى، ولې ستا مريدان يې نۀ نيسى؟“ ۱۹عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې د وادۀ زلمے د جنجيانو سره وى نو هغوئ روژه نيولے شى څۀ؟ ترڅو پورې چې د وادۀ زلمے د دوئ سره وى نو دوئ به روژه نۀ نيسى. ۲۰يو وخت به راشى چې د وادۀ زلمے به د دوئ نه جدا کړے شى او په هغه ورځ به دوئ روژه نيسى. ۲۱هيڅوک هم نوے پيوند په زړه چُوغه باندې نۀ لګوى، او کۀ څوک داسې کوى نو دا پيوند به چُوغه نوره هم وشلوى او نور لوئ سورے به په کښې جوړ شى. ۲۲هيڅوک هم نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ګنې نو مے به مشکونه وشلوى، مے او مشکونه دواړه به ضائع شى. خو هر څوک نوى مے په نوؤ مشکونو کښې اچوى.“

د سبت په ورځ وَږى شوکول

۲۳د يو سبت په ورځ عيسىٰ د فصل په پټو تېرېدو نو په تلو تلو کښې د هغۀ مريدانو وَږى راوشوکول. ۲۴فريسيانو هغۀ ته ووئيل چې، ”وګوره، کوم کار چې د سبت په ورځ ناروا وى، دوئ ولې هغه کوى؟“ ۲۵هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”تاسو چرې دا نۀ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى شوى وُو او د خوراک دپاره هيڅ ورسره نۀ وُو نو څۀ يې وکړل؟ ۲۶هغه د خُدائ پاک کور ته ننوتو کله چې ابياتار مشر اِمام وو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. او هغۀ څۀ خپلو دوستانو ته هم ورکړه.“ ۲۷عيسىٰ ورته دا هم وفرمائيل چې، ”سبت د بنى آدم دپاره جوړ شوے دے، نه چې بنى آدم د سبت دپاره. ۲۸ځکه اِبن آدم د سبت د ورځې هم مالِک دے.“