د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

څلورم باب

د حضرت عيسىٰ آزمېښت

۱عيسىٰ چې د روحُ القُدس نه معمور وو او د اُردن د سيند نه واپس شو نو روحُ القُدس هغه بيابان ته بوتلو، ۲چرته چې هغه تر څلوېښتو ورځو پورې په بيابان کښې د اِبليس په لمسون کښې وآزمائيلے شو. په دې دومره ورځو کښې عيسىٰ هيڅ ونۀ خوړل او په آخر کښې هغه نار نهور شو. ۳اِبليس هغۀ ته ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼى ته حکم وکړه چې روټۍ شى.“ ۴عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې فرمائى چې، بنى آدم تش په روټۍ نۀ پائى.“ ۵بيا اِبليس هغه په لوړه وخېژولو او د دُنيا ټولې بادشاهۍ يې د سترګو په رپ کښې ورښکاره کړې. ۶او اِبليس ورته ووئيل چې، ”زۀ به د دې ټولو اختيار تا له درکړم او هغه شان او شوکت هم چې د دې سره تړلى وى ځکه چې دا ما ته په اختيار کښې راکړے شوى دى او زۀ يې هغه چا له ورکوم چا له چې يې زما زړۀ غواړى. ۷کۀ تۀ ما ته صرف سجده وکړې نو دا هر څۀ به زۀ تا له درکړم.“ ۸عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفې فرمائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه.“ ۹بيا اِبليس هغه يروشلم ته بوتلو او د خُدائ پاک د کور د مينارې په سر يې ودرولو او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ زوئ يې نو خپل ځان دلته نه ښکته وغورزوه، ۱۰ځکه چې صحيفې وائى چې، هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى چې ستا حفاظت وکړى. ۱۱او هغوئ به تا په خپلو لاسونو کښې پورته کړى هسې نه چې په کاڼى تيندک وخورې.“ ۱۲عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو، ”دا وئيلے شوى دى چې، تاسو په خپل مالِک خُدائ پاک آزمېښت مۀ کوئ.“ ۱۳دغه شان چې د اِبليس ټول لمسون سر ته ورسېدو نو هغه يې تر بلې موقعې پورې ځانله پرېښودو. ۱۴بيا عيسىٰ د روحُ القُدس د قُدرت نه معمور ګليل ته واپس راغلو او په ټول مُلک کښې د هغۀ آوازه ګېرچاپېره خوره شوله. ۱۵او هغۀ د هغوئ په عبادتخانو کښې تعليم ورکولو او ټولو خلقو د هغۀ لوئى بيانوله.

په ناصرت کښې د حضرت عيسىٰ رد کېدل

۱۶بيا هغه ناصرت ته راغلو چرته چې هغه لوئ شوے وو او د سبت په ورځ عبادتخانې ته د معمول په مطابق لاړو. هغه د کلام د تلاوت دپاره ودرېدلو، ۱۷او ورته د يشعياه نبى طومار ورکړے شو. هغۀ طومار کولاو کړو او هغه ځائ ته راغلو چې په کښې ليکلى وُو چې، ۱۸”د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو له زيرے ورکړم، چې قېديانو ته د آزادۍ اعلان وکړم او ړندو ته د بينائى اِعلان وکړم، او چې مظلومان آزاد کړم، ۱۹او په دې کال به د مالِک خُدائ د احساناتو اعلان وکړم.“ ۲۰هغۀ طومار ونغښتو، خادِم ته يې واپس ورکړو او کښېناستو او په عبادتخانه کښې ټولو خلقو هغۀ ته نېغ کتل. ۲۱بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”نن چې تاسو کوم کلام واورېدلو، نو هغه پوره شو.“ ۲۲هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول. هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا د يوسف زوئ نۀ دے څۀ؟“ ۲۳بيا عيسىٰ وفرمائيل، ”بې‌شکه چې تاسو به ما ته دا متل ضرور واوروئ چې، حکيمه. خپل ځان روغ کړه او دا به ووايئ چې، تا چې هر څۀ په کفرنحُوم کښې کړى دى مونږه هغه اورېدلى دى، هغه څۀ دلته په خپله ښاريه کښې هم وکړه. ۲۴خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو نبى هم په خپل ښار کښې چا قبول کړے نۀ دے. ۲۵خو زۀ تاسو ته وايم چې د الياس په ورځو کښې په بنى اِسرائيلو کښې ډيرې ضرورتمندې کونډې وې ځکه چې د درې نيمو کالو راسې باران نۀ وو شوے او په ټول مُلک باندې سخت قحط راغلے وو. ۲۶خو الياس په دوئ کښې يو ته هم د امداد دپاره ونۀ لېږلے شو بغېر د هغې غېر يهودى کونډې نه څوک چې د صيدا په علاقه د صارفت په ښاريه کښې اوسېدله. ۲۷او بيا د اليشع نبى په زمانه کښې په اِسرائيل کښې ډېر جذاميان وُو، خو د نعمان شامى نه بغېر په هغوئ کښې يو هم پاک نۀ کړے شو.“ ۲۸په دې اورېدو د عبادتخانې ټول خلق په قهر شول. ۲۹هغوئ پورته شول، هغه يې د ښاريې نه بهر وويستو او د هغه غرۀ سر ته يې بوتلو چې دغه ښاريه پرې آباده وه، مطلب يې دا وو چې د هلته نه يې ښکته وغورزوى. ۳۰خو هغه د هغوئ د مينځ نه ووتو او لاړو.

پيريانو نيولے سړے

۳۱نو بيا د ګليل کفرنحُوم ښاريې ته په راکوزېدو عيسىٰ د سبت په ورځ خلقو له تعليم ورکولو. ۳۲هغوئ د دۀ په تعليم حق حېران شول ځکه چې هغۀ په پوره اختيار سره خبرې کولې. ۳۳په عبادتخانه کښې يو سړے وو چې پيريانو نيولے وو. هغۀ په زوره چغې کړې، ۳۴”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“ ۳۵عيسىٰ هغه ورټلو او وې وفرمائيل چې، ”غلے شه او د دۀ نه راوځه.“ بيا پيرى هغه سړے د خلقو په مينځ کښې په زمکه راوويشتو او بغېر د څۀ نقصانه يې هغه پرېښودو. ۳۶خلق حق حېران شول او يو بل ته يې ووئيل، ”د دې سړى په ژبه کښې څۀ کمال دے؟ هغه پوره په اختيار پيريانو ته حُکم ورکوى او هغوئ راوځى.“ ۳۷نو دغه شان د هغۀ په حقله دا خبره په ټول مُلک کښې خوره شوه.

د ډېرو خلقو روغول

۳۸د عبادتخانې نه په وتو هغه د شمعون کور ته لاړو، د شمعون خواښې سختې تبې نيولې وه او هغوئ هغۀ ته خواست وکړو چې مدد يې وکړه. ۳۹هغه ورغے او د هغې په خوا کښې ودرېدلو او تبه يې ورټله، نو د هغې نه تبه لاړه، سمدستى پاڅېده او د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه. ۴۰د نمر پرېوتو په وخت ټولو خلقو خپل دوستان خپلوان چې په مختلفو بيمارو آخته وُو، هغۀ له راوستل او هغۀ په هر يو باندې خپل لاسونه کېښودل او روغ يې کړل. ۴۱د ډېرو نه پيريان هم پاڅېدل او دا چغې يې وهلې چې، ”تۀ د خُدائ پاک زوئ يې.“ خو هغۀ هغوئ ورټل او د خبرو نه يې منع کړل ځکه چې هغوئ ته پته وه چې دے مسيح دے.

زيرے د هر چا دپاره دے

۴۲چې سحر شو نو عيسىٰ بهر يو خوشى بيابان ته لاړو خو خلقو د هغۀ تلاش شروع کړو نو چې وې موندلو په سخته يې ورته ووئيل چې، ”مونږ نه مۀ ځه.“ ۴۳خو هغۀ ورته وفرمائيل، ”په کار دى چې زۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے نورو ښارونو ته هم ورسوم ځکه چې زۀ د دې دپاره رالېږلے شوے يم.“ ۴۴دغه شان د يهوديه په عبادتخانو کښې يې بيان جارى وساتلو.