۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

پينځم باب

د اولنو مريدانو بلل

۱ يوه ورځ چې عيسىٰ د ګِنيسرت درياب په غاړه ولاړ وو نو لويه ګڼه ترې راچاپيره وه چې د خُدائ کلام واورى، ۲ نو هغۀ دوه کِشتۍ د اوبو په غاړه وليدلې چې ماهيګران ترې نه راکوز شوى وُو او خپل جالونه يې وينځل. ۳ هغه يوې کِشتۍ ته وروختو کومه چې د شمعون وه او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د غاړې نه يې لږه وراخوا کړه.“ بيا هغه په کِشتۍ کښې کښېناستو او خلقو ته يې تعليم شروع کړو. ۴ هر کله چې هغۀ خبرې بس کړې نو شمعون ته يې وفرمائيل چې، ”ژورو اوبو ته لاړ شه او د ښکار دپاره خپل جالونه واچوه.“ ۵ شمعون ورته جواب ورکړو، ”اُستاذه. مونږ ټوله شپه خوارى وکړه خو هيڅ مو ونۀ نيول خو چې تۀ داسې وائې نو زۀ به جالونه ورواچوم.“ ۶ هغوئ داسې وکړل او ډېر کبان يې راونيول او د هغوئ جالونه په شلېدو شول. ۷ نو هغوئ د بلې کِشتۍ ملګرو ته چغې کړې چې، ”راشئ او زمونږ مدد وکړئ.“ هغوئ داسې وکړل او دواړه کشتۍ يې دومره ډکې کړې چې ډوبېدو ته نزدې شوې. ۸ کله چې شمعون پطروس دا نظاره وليدله نو د عيسىٰ په پښو پرېوتو او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، زما نه لاړ شه ځکه چې زۀ ګناه ګار يم.“ ۹ ځکه چې هغه او د هغۀ ټول ملګرى د ډېرو کبانو په ليدو سخت حېران شوى وُو، ۱۰ او دغه شان د زبدى زامن يعقوب او يوحنا چې د شمعون ملګرى وُو هم حېران پاتې شول. عيسىٰ شمعون ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږه، د دې نه پس به تۀ انسانان نيسې.“ ۱۱ کله چې هغوئ کِشتۍ غاړې ته راوستلې نو هر څۀ يې پرېښودل او په هغۀ پسې روان شول.

د يو جذامى پاکول

۱۲ يو ځلې هغه په يوه ښاريه کښې وو چې هلته يو سړے وو چې سخت جذام پرې لګېدلے وو. هغۀ چې کله عيسىٰ وليدو نو هغه ورته په سجده پرېوتو او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”مالِکه، کۀ تۀ وغواړې نو ما روغولے شې.“ ۱۳ عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو، او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“ او په هغه ساعت د جذام نه جک جوړ شو. ۱۴ عيسىٰ هغۀ ته حُکم ورکړو چې، ”ګوره چې هيچا ته د دې په حقله څۀ ونۀ وائې.“ او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او خپل ځان اِمام ته وښايه او کومه شکرانه چې موسىٰ مقرره کړې ده هغه ورکړه دا به د هغوئ دپاره ستا د روغېدو ګواهى شى.“ ۱۵ خو د هغۀ په حقله دا خبرې نورې هم خورې شوې. ډېر خلق د هغۀ اورېدو له راغونډېدل او د خپلو رنځونو نه روغېدل. ۱۶ او هغه به د دُعا دپاره خوشى بيابان ته تلو.

د يو شل سړى روغول

۱۷ يوه ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو او فريسيان او د شرعې عالمان ورته هم نزدې ناست وُو چې د ګليل، د يهوديه او د يروشلم د هر کلى نه راغلى وُو، او د مالِک خُدائ د شفا ورکولو قوت د هغۀ سره وو. ۱۸ نو بيا يو څو کسانو يو شل سړے په کټ راوړو. هغوئ کوشش وکړو چې هغه وردننه کړى او د عيسىٰ په مخکښې يې کېږدى. ۱۹ خو ګڼه دومره زياته وه چې هيڅ لاره يې ونۀ موندله. نو هغوئ پاس وختل او بره د چت نه يې چَوکې اخوا کړې او سورے وکړو او په بستره کښې يې راښکته کړو او د خلقو په مينځ کښې يې د عيسىٰ په مخکښې کېښودو. ۲۰ کله چې عيسىٰ د هغوئ ايمان وليدو نو وې فرمائيل، ”ګرانه، ستا ګناهونه معاف شول.“ ۲۱ نو د شرعې عالمانو او فريسيانو يو بل ته ووئيل چې، ”دا څوک دے چې کُفر وائى؟ د خُدائ پاک نه بغېر هم لا څوک د چا ګناهونه بخښلے شى څۀ؟“ ۲۲ خو عيسىٰ د دوئ په خيال پوهه وو چې دوئ څۀ خيال کوى نو جواب يې ورکړو چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې خيالونه ولې راولئ؟ ۲۳ آيا دا آسانه خبره ده چې ووائى چې ګناهونه دې معاف شُو، او کۀ دا چې ووائى چې پاڅه او وګرځه؟ ۲۴ خو دا ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې اِبن آدم سره په دُنيا کښې د ګناهونو د بخښلو اختيار هم شته.“ هغه شل سړى ته يې وفرمائيل چې، ”زۀ تا ته وايم چې پاڅه، او بستره دې واخله او کور ته ځه.“ ۲۵ او هغه د هغوئ په وړاندې سمدستى پاڅېدو او هغه بستره چې دے پرې پروت وو، يې واخسته او کور ته روان شو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله. ۲۶ هغوئ ټول سخت حېران شول او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله او يرې واخستل او وې وئيل چې، ”نن مونږ څۀ عجيبه کارونه وليدل.“

د حضرت عيسىٰ متى رابلل

۲۷ وروستو چې بيا عيسىٰ بهر لاړو نو هغۀ ليوى نومې يو محصولچى وليدو چې د محصُول په کُرسۍ ناست وو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ ۲۸ او هغه پاڅېدو، هر څۀ يې پرېښودل او په هغۀ پسې روان شو. ۲۹ بيا وروستو ليوى په خپل کور کښې د عيسىٰ لويه مېلمستيا وکړله. په دې مېلمنو کښې ګڼ محصولچيان او نور خلق هم شريک وُو. ۳۰ فريسيانو او د هغوئ د فرقې د شرعې عالمانو د عيسىٰ مريدانو ته دا ګيله وکړله چې، ”تاسو د محصولچيانو او ګناهګارو سره ولې يو ځائ روټۍ خورئ؟“ ۳۱ عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”روغو خلقو ته د طبيب حاجت نۀ وى خو بيمارانو ته يې وى. ۳۲ زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو ته دعوت ورکړم بلکې د ګناهګارو دپاره چې توبه وکړى.“

د روژې په حقله تپوس

۳۳ بيا هغوئ عيسىٰ ته وفرمائيل چې، ”د يحيىٰ مريدان خو روژې نيسى او عبادتونه کوى او دغه شان د فريسيانو مريدان هم، خو ستا مريدان خورى څښى.“ ۳۴ عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې تاسو په جنجيانو هغه وخت روژه نيولے شئ کوم وخت چې زلمے د هغوئ سره وى؟ ۳۵ خو يو وخت به راشى چې زلمے به د دوئ نه بوتلے شى او دغه وخت به دوئ روژې نيسى.“ ۳۶ عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال هم وفرمائيلو چې، ”هيڅوک هم د نوې چُوغې نه د دې دپاره ټوټه نۀ شلوى چې زړه پرې پيوند کړى. کۀ چرې هغه داسې وکړى نو هغه به په نوې چُوغې کښې سورے وکړى او دا نوې ټوکړه به د زړې سره هيڅ سمون ونۀ خورى. ۳۷ او څوک هم نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ګنې نو نوى مے به مشکونه وشلوى او مے به ضائع شى او مشکونه به تباه شى. ۳۸ نو په کار دى چې نوى مے په نوؤ مشکونو کښې واچولے شى. ۳۹ او هر چا چې زاړۀ مے څښلى وى د نوؤ ميو خواهش به نۀ کوى، ځکه چې هغه وائى چې زاړۀ ښۀ دى.“