۰:۰۰ / ۰:۰۰

د لاویانو کتاب

پنځم فصل

هغه حالات چې په هغو کې د ګناه نذرانو ته اړتیا وي

۱په دې لاندینیو حالتونو کې د ګناه نذرانې ضروري دي:

که چېرې څوک د شاهدۍ ورکولو دپاره محکمې ته وغوښتل شي او د هغو شیانو په باره کې چې هغه لیدلي یا اورېدلي دي معلومات ورنه کړي، نو هغه ته دې د خپلو بدو سزا ورکړل شي.

۲که چېرې د چا لاس په سهوې سره د یو شي سره چې په مذهبي لحاظ ناپاک وي لکه مړ شوي حیوان سره ولګیږي، نو کله چې پوه شي چې هغه څه کړي دي، نو هغه نفر ناپاکه او ګناهکار دی.

۳که چېرې څوک په سهوې سره د انساني ناپاکۍ سره که هغه هرڅه وي ولګیږي، نو څنګه چې پوه شي چې څه یې کړي دي، هغه به ګناهکار وګڼل شي.

۴که چېرې د یو چا فکر نه وي او قسم وخوري، مهمه نه ده چې د څه شي په هکله وي، څنګه چې ورڅخه خبر شي نو هغه به ګناهکار وګڼل شي.

۵کله چې څوک له دغو ګناهونو څخه یوه ګناه وکړي، هغه باید د هغې ګناه اقرار وکړي ۶او د خپلې ګناه د جریمې په توګه باید څښتن ته د ګناه د نذرانې په توګه یوه مېږه یا وزه راولي او کاهن به د هغه د ګناه دپاره کفاره ادا کړي.

۷که چېرې هغه نفر مېږه یا وزه نه شي اخیستلی، نو څښتن ته دې د خپلې ګناه د جریمې په توګه دوه کوترې یا دوه قمري ګانې راوړي یعنې یوه د ګناه د نذرانې او بله د سوزېدونکې نذرانې دپاره. ۸هغه دې کاهن ته راوړي او کاهن به اول یوه د ګناه د نذرانې دپاره وړاندې کړي. هغه دې په داسې طریقې سره د هغې اورمېږ تاو کړي چې سر ورڅخه جلا نه شي. ۹هغه دې د ګناه د نذرانې څخه لږه وینه د قربانګاه په اړخ کې وشیندي، پاتې وینه باید د قربانګاه په بېخ کې وڅڅول شي. دا د ګناه نذرانه ده. ۱۰بیا به د مقرراتو په مطابق هغه دوهمه مرغۍ د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړي. په دې ډول به کاهن د هغه نفر د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.

۱۱که چېرې هغه نفر دوه کوترې یا دوه قمري ګانې هم نه شي اخیستلی، نو د خپلې ګناه د نذرانې دپاره دې یو کیلوګرام ښه اوړه راوړي. په هغو باندې دې د زیتونو تېل یا خوشبویي نه اچوي، ځکه چې دا د ګناه نذرانه ده. ۱۲هغه باید کاهن ته راوړي، کاهن به له هغو اوړو څخه چې ټول څښتن ته وړاندې کیږي یو موټی د نمونې په توګه راواخلي او د نورو نذرانو سره به یې په قربانګاه باندې وسوزوي. دا د ګناه د لېرې کولو نذرانه ده. ۱۳په دې ډول به کاهن د هغه د ګناهونو دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي. پاتې نذرانه به د غلې دانې د نذرانې په شان د کاهن وي.>

د تاوان نذرانه

۱۴څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۱۵<که چېرې څوک په سهوې سره هغه شیان چې څښتن ته وقف شوي دي یا د هغو بیه کاهن ته ورنه کړي، نو هغه دې د تاوان د نذرانې په توګه څښتن ته یو داسې پسه راولي چې کوم عیب په کې نه وي. د هغه بیه دې د هغو پیسو په مطابق وي چې په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. ۱۶برسېره پردې، نوموړی باید هغه پیسې ورکړي چې د هغو په ورکولو نه دی بریالی شوی او شل فیصده دې زیاتې هم ورکړي. هغه به دا ټولې پیسې کاهن ته ورکوي. کاهن به د هغه دپاره په پسه باندې د تاوان د نذرانې په توګه کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.

۱۷که چېرې څوک په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي، نو هغه ګناهکار دی او د هغې جرمانه به ورکوي. ۱۸هغه دې د تاوان د نذرانې په توګه کاهن ته یو داسې پسه راولي چې کوم عیب په کې نه وي او مناسبه بیه ولري. په دې ډول به کاهن د هغه د ګناه دپاره چې په سهوې سره یې کړې ده کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي. ۱۹دا د هغې ګناه دپاره د تاوان یوه نذرانه ده چې د څښتن په مقابل کې یې کړې ده.>