0:00 / 0:00

د لاویانو کتاب

پنځم فصل

هغه حالات چې په هغو کې د ګناه نذرانو ته اړتیا وي

۱ په دې لاندینیو حالتونو کې د ګناه نذرانې ضروري دي:

که چېرې څوک د شاهدۍ ورکولو دپاره محکمې ته وغوښتل شي او د هغو شیانو په باره کې چې هغه لیدلي یا اورېدلي دي معلومات ورنه کړي، نو هغه ته دې د خپلو بدو سزا ورکړل شي.

۲ که چېرې د چا لاس په سهوې سره د یو شي سره چې په مذهبي لحاظ ناپاک وي لکه مړ شوي حیوان سره ولګیږي، نو کله چې پوه شي چې هغه څه کړي دي، نو هغه نفر ناپاکه او ګناهکار دی.

۳ که چېرې څوک په سهوې سره د انساني ناپاکۍ سره که هغه هرڅه وي ولګیږي، نو څنګه چې پوه شي چې څه یې کړي دي، هغه به ګناهکار وګڼل شي.

۴ که چېرې د یو چا فکر نه وي او قسم وخوري، مهمه نه ده چې د څه شي په هکله وي، څنګه چې ورڅخه خبر شي نو هغه به ګناهکار وګڼل شي.

۵ کله چې څوک له دغو ګناهونو څخه یوه ګناه وکړي، هغه باید د هغې ګناه اقرار وکړي ۶ او د خپلې ګناه د جریمې په توګه باید څښتن ته د ګناه د نذرانې په توګه یوه مېږه یا وزه راولي او کاهن به د هغه د ګناه دپاره کفاره ادا کړي.

۷ که چېرې هغه نفر مېږه یا وزه نه شي اخیستلی، نو څښتن ته دې د خپلې ګناه د جریمې په توګه دوه کوترې یا دوه قمري ګانې راوړي یعنې یوه د ګناه د نذرانې او بله د سوزېدونکې نذرانې دپاره. ۸ هغه دې کاهن ته راوړي او کاهن به اول یوه د ګناه د نذرانې دپاره وړاندې کړي. هغه دې په داسې طریقې سره د هغې اورمېږ تاو کړي چې سر ورڅخه جلا نه شي. ۹ هغه دې د ګناه د نذرانې څخه لږه وینه د قربانګاه په اړخ کې وشیندي، پاتې وینه باید د قربانګاه په بېخ کې وڅڅول شي. دا د ګناه نذرانه ده. ۱۰ بیا به د مقرراتو په مطابق هغه دوهمه مرغۍ د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړي. په دې ډول به کاهن د هغه نفر د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.

۱۱ که چېرې هغه نفر دوه کوترې یا دوه قمري ګانې هم نه شي اخیستلی، نو د خپلې ګناه د نذرانې دپاره دې یو کیلوګرام ښه اوړه راوړي. په هغو باندې دې د زیتونو تېل یا خوشبویي نه اچوي، ځکه چې دا د ګناه نذرانه ده. ۱۲ هغه باید کاهن ته راوړي، کاهن به له هغو اوړو څخه چې ټول څښتن ته وړاندې کیږي یو موټی د نمونې په توګه راواخلي او د نورو نذرانو سره به یې په قربانګاه باندې وسوزوي. دا د ګناه د لېرې کولو نذرانه ده. ۱۳ په دې ډول به کاهن د هغه د ګناهونو دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي. پاتې نذرانه به د غلې دانې د نذرانې په شان د کاهن وي.>

د تاوان نذرانه

۱۴ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۱۵ <که چېرې څوک په سهوې سره هغه شیان چې څښتن ته وقف شوي دي یا د هغو بیه کاهن ته ورنه کړي، نو هغه دې د تاوان د نذرانې په توګه څښتن ته یو داسې پسه راولي چې کوم عیب په کې نه وي. د هغه بیه دې د هغو پیسو په مطابق وي چې په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. ۱۶ برسېره پردې، نوموړی باید هغه پیسې ورکړي چې د هغو په ورکولو نه دی بریالی شوی او شل فیصده دې زیاتې هم ورکړي. هغه به دا ټولې پیسې کاهن ته ورکوي. کاهن به د هغه دپاره په پسه باندې د تاوان د نذرانې په توګه کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.

۱۷ که چېرې څوک په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي، نو هغه ګناهکار دی او د هغې جرمانه به ورکوي. ۱۸ هغه دې د تاوان د نذرانې په توګه کاهن ته یو داسې پسه راولي چې کوم عیب په کې نه وي او مناسبه بیه ولري. په دې ډول به کاهن د هغه د ګناه دپاره چې په سهوې سره یې کړې ده کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي. ۱۹ دا د هغې ګناه دپاره د تاوان یوه نذرانه ده چې د څښتن په مقابل کې یې کړې ده.>