د لاویانو کتاب

څلورم فصل

په سهوې سره د شویو ګناهونو دپاره نذرانه

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایه: کله چې څوک ګناه کوي او په سهوې سره د څښتن حکمونه ماتوي، هغه باید دا لاندیني مقررات مراعت کړي.

۳که چېرې مشر کاهن ګناه وکړي او په دې ډول قوم ګناهکار کړي، هغه به یو داسې ځوان غویی وړاندې کوي چې کوم عیب په کې نه وي او د خپلې ګناه دپاره به یې څښتن ته قرباني کوي. ۴هغه دې غویی د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته راولي، خپل لاس دې د هغه په سر باندې کېږدي او د څښتن په حضور کې دې هلته حلال کړي. ۵بیا به مشر کاهن د غویي له وینې څخه لږه وینه واخلي او دننه خېمې ته به یې یوسي. ۶هغه دې خپله ګوته په وینه کې غوټه کړي او لږه وینه دې واخلي او اووه ځلې دې د څښتن په حضور کې د مقدس ځای د پردې مخې ته وشیندي. ۷بیا به کاهن لږه وینه په خېمه کې د خوشبویۍ د قربانګاه په برجونو باندې وسولوي. هغه به پاتې وینه د خېمې د دروازې په خوله کې د سوزېدونکې نذرانې د قربانګاه په بېخ کې توی کړي. ۸هغه به له دې غویي څخه ټوله وازګه واخلي، یعنې هغه وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، ۹پښتورګي د وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه، ۱۰لکه څنګه چې وازګه له غویي څخه چې د سلامتۍ د نذرانې په توګه قرباني کیږي لېرې کیږي. بیا به کاهن هغه د سوزېدونکې نذرانې په قربانګاه باندې وسوزوي. ۱۱مګر هغه به د هغه پوستکی، ټوله غوښه، سر، پښې او د هغه د نس دنننۍ برخې د خوشایو سره واخلي، ۱۲هغه به ټول د کمپ څخه دباندې پاک ځای ته چېرته چې ایرې غورزول کیږي یوسي او هلته به یې د لرګیو په اور باندې وسوزوي.

۱۳که چېرې د اسراییلو ټول قوم په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي نو هغوی به ګناهکار وګڼل شي. ۱۴کله چې هغوی په خپله ګناه پوه شي، باید د ګناه د نذرانې په توګه یو ځوان غویی راولي او د مقدسې خېمې په مخ کې دې هغه وړاندې کړي. ۱۵د قوم مشران دې خپل لاسونه د غویي په سر باندې کېږدي او غویی دې د څښتن په حضور کې حلال شي. ۱۶بیا دې مشر کاهن د غویي له وینې څخه لږه وینه واخلي او دننه خېمې ته دې یوسي. ۱۷هغه دې خپله ګوته په وینه کې غوټه کړي او هغه دې د څښتن په حضور کې اووه ځلې د پردې مخې ته وشیندي. ۱۸بیا دې هغه لږه وینه په مقدسه خېمه کې د څښتن په حضور کې د خوشبویۍ د قربانګاه په برجونو باندې وسولوي. هغه به پاتې وینه د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې د سوزېدونکې نذرانې د قربانګاه په بېخ کې توی کړي. ۱۹بیا به هغه د غویي ټوله وازګه لېرې کړي او په قربانګاه باندې به یې وسوزوي. ۲۰هغه به د دې غویي سره هماغسې کار وکړي لکه څنګه چې د ګناه د نذرانې د غویي سره یې کړی ؤ. په دې ډول به کاهن د قوم دپاره کفاره ادا کړي او هغوی به وبخښل شي. ۲۱بیا به هغه غویی له کمپ څخه دباندې یوسي او وبه یې سوزوي، لکه څنګه چې هغه غویی یې سوزولی ؤ چې د هغه د ګناه دپاره وړاندې شوی ؤ. دا هغه نذرانه ده چې د ټول قوم د ګناه د لېرې کولو دپاره ده.

۲۲کله چې یو مشر په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي نو هغه به ګناهکار وګڼل شي. ۲۳کله چې هغه د خپلې ګناه څخه خبر کړای شي، هغه باید د خپلې نذرانې په توګه یو داسې وز راولي چې کوم عیب په کې نه وي. ۲۴هغه دې خپل لاس د وز په سر باندې کېږدي او په هغه ځای کې دې حلال کړي چېرته چې د څښتن په حضور کې د سوزېدونکې نذرانې دپاره حیوانات حلالیږي. دا د ګناه نذرانه ده. ۲۵بیا دې کاهن د هغه وز د وینې څخه په خپله ګوته باندې لږه وینه راواخلي او د قربانګاه په برجونو باندې دې وسولوي. پاتې وینه به د قربانۍ د ځای په بېخ کې توی کړي. ۲۶بیا دې هغه دا ټوله وازګه په قربانګاه باندې وسوزوي لکه څنګه چې هغه د سلامتۍ د نذرانې وازګه وسوزوله. په دې ډول به کاهن د هغه مشر د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.

۲۷که چېرې کوم عام نفر په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي نو هغه به ګناهکار وګڼل شي. ۲۸کله چې هغه د خپلې ګناه څخه خبر کړای شي، باید د خپلې نذرانې په توګه یوه داسې وزه راولي چې کوم عیب په کې نه وي. ۲۹هغه دې خپل لاس د هغې په سر باندې کېږدي او د سوزېدونکې نذرانې په ځای کې دې حلاله کړي. ۳۰بیا دې کاهن په خپله ګوته باندې د هغه حیوان لږه وینه راواخلي او د قربانګاه په برجونو باندې دې وسولوي او پاتې وینه دې د قربانګاه په بېخ کې توی کړي. ۳۱هغه به د وزې ټوله وازګه لېرې کړي، لکه څنګه چې د سلامتۍ له نذرانې څخه لېرې کیږي او کاهن به هغه په قربانګاه باندې وسوزوي چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي. په دې ډول به کاهن د هغه نفر د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.

۳۲که چېرې هغه د خپلې ګناه د نذرانې په توګه یوه مېږه راولي، هغه باید داسې مېږه وي چې کوم عیب په کې نه وي. ۳۳هغه دې خپل لاس د هغې په سر باندې کېږدي او د سوزېدونکې نذرانې په ځای کې دې حلاله کړي. ۳۴بیا دې کاهن په خپله ګوته باندې د هغه حیوان لږه وینه راواخلي او د قربانګاه په برجونو باندې دې وسولوي او پاتې وینه دې د قربانګاه په بېخ کې توی کړي. ۳۵بیا به د هغې څخه ټوله وازګه لېرې کړي، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې له پسه یا مېږې څخه لېرې کیږي او کاهن به هغه په قربانګاه باندې د هغو نذرانو سره یوځای وسوزوي چې څښتن ته تیاریږي. په دې ډول به کاهن د هغه نفر د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.