د لاویانو کتاب

دریم فصل

د سلامتۍ نذرانه

۱کله چې څوک د خپلې پادې یو حیوان د سلامتۍ د نذرانې په توګه د څښتن په حضور کې وړاندې کوي، هغه دې یو داسې غویی یا غوا وي چې کوم عیب په کې نه وي. ۲هغه به خپل لاس د حیوان په سر باندې کېږدي او هغه به د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې حلال کړي. بیا به د هارون زامن چې کاهنان دي، هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي. ۳هغه نفر دې د حیوان دغه برخې څښتن ته د داسې قربانۍ په توګه چې په اور باندې تیاریږي وړاندې کړي: ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، ۴پښتورګي د وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه. ۵بیا دې کاهنان هغه ټوله د سوزېدونکې نذرانې سره په قربانګاه باندې وسوزوي. د داسې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.

۶که چېرې هغه نفر د خپلې رمې څخه یو حیوان څښتن ته د سلامتۍ د نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه دې یو داسې ښځینه یا نر حیوان وي چې کوم عیب په کې نه وي. ۷که چېرې هغه پسه وړاندې کوي، ۸نو خپل لاس دې د حیوان په سر باندې کېږدي او هغه دې د خېمې په مخ کې حلال کړي. کاهنان به د هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي. ۹هغه دې د سلامتۍ د نذرانې څخه یوه داسې قرباني راوړي چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي: لکه د هغې وازګه، ټول لم چې له شمزۍ څخه پرې کړل شوی وي او ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، ۱۰پښتورګي د هغې وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه. ۱۱کاهن دې هغه د خواړو د نذرانې په توګه څښتن ته په قربانګاه باندې وسوزوي.

۱۲که چېرې د هغه نفر نذرانه یوه وزه یا وز وي، ۱۳نو خپل لاس دې د حیوان په سر باندې کېږدي او د مقدسې خېمې په مخکې دې حلال کړي. بیا به کاهنان د هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي. ۱۴هغه دې د خپلې نذرانې یوه برخه چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي وړاندې کړي: ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، ۱۵پښتورګي د هغې وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه. ۱۶کاهن به دا ټول د خواړو د نذرانې په توګه چې څښتن ورباندې خوشالیږي په قربانګاه باندې وسوزوي. ټوله وازګه د څښتن ده.

۱۷هیڅ اسراییلی نه شي کولی چې کومه وازګه یا وینه وخوري. دا یو دایمي حکم دی چې ټول اسراییلیان چې هرچېرته اوسیږي باید د هغه څخه پیروي وکړي.>