۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

اوؤم باب

د حضرت عيسىٰ د وروڼو بې‌ايمانى

۱ د دې نه پس عيسىٰ ګليل کښې ګېرچاپېره ګرځېدو. هغۀ يهوديه ته تلل نۀ غوښتل ځکه چې يهوديانو موقع لټوله چې هغه مړ کړى. ۲ اوس د يهوديانو د جونګړو اختر هم رانزدې وو. ۳ نو د هغۀ خپلو وروڼو هغۀ ته ووئيل چې، ”تۀ دا علاقه پرېږده او يهوديه ته لاړ شه نو چې ستا مريدان هغه لوئ کارونه چې تۀ يې کوې، ووينى. ۴ ځکه څوک چې غواړى چې مشهور شى نو هغه پټ کارونه نۀ کوى. کۀ چرې تۀ دا کارونه کوې نو دُنيا ته ځان څرګند کړه.“ ۵ ځکه چې د هغۀ خپلو وروڼو هم په هغۀ باندې ايمان نۀ ساتلو. ۶ عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما دپاره مقرر شوے وخت لا نۀ دے راغلے، خو ستاسو دپاره هر وخت ټيک دے. ۷ دُنيا تاسو نه نفرت نۀ شى کولے خو زما نه نفرت کوى ځکه چې زۀ د دې خلاف ګواهى ورکوم چې د دې کارونه بد دى. ۸ تاسو په خپله اختر له لاړ شئ، زۀ دې اختر له نۀ ځم ځکه چې زما دپاره مقرر شوے وخت لا نۀ دے راغلے.“ ۹ د دې فرمائيلو نه پس عيسىٰ په ګليل کښې پاتې شو.

حضرت عيسىٰ د جونګړو په اختر کښې

۱۰ خو کله چې د عيسىٰ وروڼه اختر له لاړل نو هغه په خپله هم لاړو، خو په ښکاره نه بلکې په پټه. ۱۱ يهوديانو په اختر کښې د هغۀ لټون کولو او تپوس يې کولو چې، ”عيسىٰ چرته دے؟“ ۱۲ او په ګڼه کښې د هغۀ په حقله ګنګوسے روان وو. چا به وئيل چې، ”هغه ښۀ سړے دے،“ خو ځينو به وئيل چې، ”نه، هغه خلق بې‌لارې کوى.“ ۱۳ خو بيا هم خلقو د هغۀ په حقله د يهوديانو د يرې په وجه ښکاره هيڅ نۀ شو وئيلے. ۱۴ کله چې اختر نيم تېر شو نو عيسىٰ د خُدائ کور ته لاړو او تعليم يې شروع کړو. ۱۵ يهوديان حېران شول او وې وئيل، ”دې سړى څنګه دومره عِلم حاصل کړو سره د دې چې دۀ خو تعليم نۀ دے کړے؟“ ۱۶ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما تعليم زما نۀ دے، بلکې دا د هغه چا دے چې زۀ يې رالېږلے يم. ۱۷ هر څوک چې غواړى چې د خُدائ پاک رضا پوره کړى، هغه به په دې پوهه شى چې زما تعليم د خُدائ د طرفه دے، يا کۀ زۀ د خپل ځان نه تعليم ورکوم. ۱۸ څوک چې د خپل ځان نه خبرې کوى هغه خپل عزت غواړى خو څوک چې د خپل رالېږونکى عزت غواړى هغه رښتينے انسان دے او په هغۀ کښې هيڅ ټګى نشته. ۱۹ ولې موسىٰ تاسو ته شريعت نۀ وو درکړے؟ خو تاسو کښې يو هم پرې عمل نۀ کوئ. تاسو ولې زما د مړ کولو موقع ګورئ؟“ ۲۰ ګڼې جواب ورکړو، ”په تا پيريان ناست دى. څوک ستا د وژلو کوشش کوى؟“ ۲۱ عيسىٰ جواب ورکړو، ”ما يوه معجزه وکړله او تاسو ټول حېران شوئ. ۲۲ خو موسىٰ تاسو ته د سنت کولو شريعت درکړو، اګر چې دا د موسىٰ د طرف نه نۀ وو بلکې د پلار نيکۀ د وخت نه راروان وو، او تاسو د سبت په ورځ ماشوم سنتوئ. ۲۳ کۀ تاسو د سبت په ورځ ماشوم سنتوئ د دې دپاره چې د موسىٰ شريعت مات نۀ شى نو بيا تاسو زما نه په دې وجه ولې خفه يئ چې ما د سبت په ورځ د يو سړى پوره بدن روغ کړو؟ ۲۴ په ظاهرى صورت فېصله مۀ کوئ بلکې په اِنصاف سره فېصله کوئ.“

ولې حضرت عيسىٰ مسيح دے؟

۲۵ په دې باندې د يروشلم څۀ خلقو دا وينا شروع کړه، ”ولې دا هغه سړے نۀ دے چې هغوئ يې د وژلو کوشش کوى؟ ۲۶ وګورئ، دے دلته کښې ښۀ په ډاګه لګيا دے او هغوئ ورته هيڅ نۀ وائى. ولې داسې خو نۀ ده چې زمونږ مشران په دې خبر شوى وى چې دے په رښتيا مسيح دے؟ ۲۷ خو مونږ ته پته ده چې دا سړے د کوم ځائ دے خو هر کله چې مسيح راشى نو هيچا ته به پته نۀ وى چې د کوم ځائ دے.“ ۲۸ بيا عيسىٰ چې کله د خُدائ په کور کښې تعليم ورکولو نو چغه يې کړه، ”تاسو ما پېژنئ او تاسو ته پته ده چې زۀ د کوم ځائ يم. خو زۀ په خپله مرضۍ نۀ يم راغلے. خو چا چې زۀ رالېږلے يم هغه رښتونے دے، او تاسو هغه نۀ پېژنئ. ۲۹ زۀ هغه پېژنم ځکه چې زۀ د هغۀ نه راغلے يم او هغۀ په خپله زۀ رالېږلے يم.“ ۳۰ نو بيا ځينې مشرانو د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هيچا هغۀ ته لاس وانۀ چولو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے. ۳۱ خو په ګڼه کښې ډېرو په هغۀ ايمان راوړو او هغوئ وئيل چې، ”کله چې مسيح راشى نو ولې هغه به د دې کس نه زياتې معجزې وکړى څۀ؟“

د حضرت عيسىٰ د ګرفتارولو دپاره يې محافظان ورولېږل

۳۲ فريسيانو د عيسىٰ په حقله د خلقو غورېدل واورېدل، نو مشرانو اِمامانو او فريسيانو، محافظان د هغۀ نيولو پسې ولېږل. ۳۳ بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ به څۀ لږې مودې دپاره تاسو سره يم او بيا به زۀ هغۀ له لاړ شم چا چې زۀ رالېږلے يم. ۳۴ تاسو به زما لټون کوئ خو ما به پېدا نۀ کړئ او چرته چې به زۀ يم هلته به تاسو نۀ شئ راتلے.“ ۳۵ نو يهوديانو يو تر بله ووئيل چې، ”دے چرته تلل غواړى چې مونږ به يې بيا نۀ شُو موندے؟ ولې دے غواړى چې د يونان هغه ښارونو ته لاړ شى چې په کښې زمونږ خلق اوسيږى، او يونانيانو ته تعليم ورکړى؟ ۳۶ د هغۀ د دې وينا نه مطلب څۀ دے چې، تاسو به زما لټون کوئ خو ما به پېدا نۀ کړئ او چرته چې به زۀ يم هلته به تاسو نۀ شئ راتلے؟“

د ژوندون د اوبو سرچينه

۳۷ د اختر په آخرى او د ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودرېدلو او په اوچت آواز يې وفرمائيل، ”کۀ څوک تږے وى هغه دې ما له راشى، هغه دې وڅښى. ۳۸ او څوک چې په ما ايمان راوړى، لکه چې صحيفې وائى، د ژوندون د اوبو سيندونه به د هغۀ نه بهيږى.“ ۳۹ عيسىٰ دا خبره د هغه روحُ القُدس په حقله وکړه، کوم چې په هغه چا نازلېدونکے وو چا چې په عيسىٰ ايمان راوړو، نو تر دغه وخته روحُ القُدس لا نازل شوے نۀ وو، ځکه چې عيسىٰ لا خپل جلال ته رسېدلے نۀ وو.

په خلقو کښې بې‌اتفاقى

۴۰ کله چې هغوئ د هغۀ دا خبرې واورېدې په ګڼه کښې ځينو ووئيل، ”يقيناً چې دا هغه پېغمبر دے د چا چې مونږ په طمع يُو.“ ۴۱ چا ووئيل چې، ”دا مسيح دے،“ او ځينو ووئيل چې، ”ولې مسيح به د ګليل نه راځى څۀ؟ ۴۲ ولې صحيفې دا نۀ فرمائى چې مسيح به د داؤد د خاندان او د بيت‌لحم نه راځى، د هغه کلى نه چې داؤد په کښې اوسېدلے وو؟“ ۴۳ دغه شان د عيسىٰ په وجه په خلقو کښې بې‌اتفاقى پېدا شوله. ۴۴ په هغوئ کښې ځينو غوښتل چې ګرفتار يې کړى، خو هيچا هم هغۀ ته لاس وانۀ چولو.

د يهودى حاکمانو بې‌ايمانى

۴۵ بيا محافظان، مشرانو اِمامانو او فريسيانو له واپس راغلل او هغوئ ورته ووئيل چې، ”تاسو هغه ولې ځان سره رانۀ وستو؟“ ۴۶ محافظانو جواب ورکړو چې، ”هيڅکله هم چا داسې خبرې نۀ دى کړى څنګه يې چې دا سړے کوى.“ ۴۷ فريسيانو ورته ووئيل چې، ”ولې هغۀ تاسو هم بې‌لارې کړئ څۀ؟ ۴۸ زمونږ مشرانو او فريسيانو نه يو هم په هغۀ ايمان نۀ دے راوړے. ۴۹ خو دا ګڼه چې په شريعت نۀ پوهيږى لعنتيان دى.“ ۵۰ بيا په هغوئ کښې نيکوديموس نومې يو سړى، يعنې هغه سړے چې يو ځل مخکښې عيسىٰ له راغلے وو، هغۀ ووئيل چې، ۵۱ ”ولې شريعت مونږ ته دا اجازت راکوى څۀ چې ترڅو د يو کس بيان په خپله وانۀ ورُو او هغۀ ته د خبرو موقع ورنۀ کړُو نو ولې هغه مونږ مجرم کولے شُو څۀ؟“ ۵۲ هغوئ جواب ورکړو، ”تۀ هم ګليلى يې څۀ؟ وګوره او صحيفې ولوله، نو تۀ به په خپله خبر شې چې يو نبى هم د ګليل نه نۀ راځى.“ ۵۳ نو بيا ټول خپلو کورونو ته واپس لاړل.