۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

شپږم باب

پينځۀ زره خلق مَړول

۱د دې نه پس عيسىٰ د ګليل د درياب بلې غاړې ته لاړو چې ورته د تبرياس درياب هم وئيلے کيږى. ۲او يوه لويه ګڼه ورپسې وه ځکه چې هغوئ هغه معجزې ليدلې وې چې هغۀ د بيمارانو د شفا دپاره کولې. ۳بيا عيسىٰ غرۀ ته پاس وختلو او هلته د خپلو مريدانو سره کښېناستو. ۴نو د فسح اختر چې د يهوديانو لوئ اختر دے رانزدې وو. ۵بيا چې عيسىٰ خپلې سترګې اوچتې کړې نو يوه لويه ګڼه يې وليدله چې د هغۀ په طرف راروانه وه. نو عيسىٰ فيليپوس ته وفرمائيل چې، ”مونږ به د دې خلقو دپاره روټۍ د کوم ځائ نه اخلو؟“ ۶هغۀ دا سوال د هغۀ د آزمېښت دپاره وکړو، ځکه چې هغۀ ته په خپله دا معلومه وه چې هغه به څۀ کوى. ۷فيليپوس ورته جواب ورکړو چې، ”د دوو سوو دينارو روټۍ به هم کافى نۀ وى چې د دې خلقو لږه لږه ورسى.“ ۸د هغۀ په مريدانو کښې اندرياس چې د شمعون پطروس ورور وو، هغۀ ته ووئيل چې، ۹”دلته يو هلک دے چې ورسره د اوربشو پينځۀ روټۍ او دوه کبان شته، خو دا د دې دومره ډېرو خلقو دپاره هيڅ هم نۀ دى.“ ۱۰عيسىٰ وفرمائيل، ”دا خلق کښېنوئ.“ هلته په هغه ځائ کښې ښۀ ډېر واښۀ وُو، نو هغوئ لاندې په زمکه کښېناستل او ټول تقريباً پينځۀ زره سړى وُو. ۱۱بيا عيسىٰ روټۍ واخستلې، شُکر يې پرې وکړو او هغه يې په هغه ناستو خلقو تقسيم کړې. او هم دغسې يې د کبانو سره وکړل او هغوئ چې څومره غوښتل نو دومره يې ورکړل. ۱۲کله چې ټول ښۀ ماړۀ شول نو هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”دا پاتې شوې ټوکړې راټولې کړئ نو چې هيڅ هم درنه ضائع نۀ شى.“ ۱۳نو هغوئ هغه راټولې کړې او د اوربشو د پينځو روټو د هغه پاتې شوو ټوکړو نه کومې چې خلقو خوړلې وې دولس ټوکرۍ ډکې شوې. ۱۴کله چې خلقو دا معجزه وليدله چې عيسىٰ وکړه هغوئ يو بل ته ووئيل، ”يقيناً دا هغه پېغمبر دے کوم چې دُنيا ته راتلونکے وو.“ ۱۵کله چې عيسىٰ د هغوې په نيت پوهه شو چې هغوئ هغه خپل بادشاه جوړول غواړى نو هغه په خپله غرۀ ته واپس لاړو.

د حضرت عيسىٰ د اوبو دپاسه ګرځېدل

۱۶کله چې ماښام شو نو د عيسىٰ مريدان ښکته د درياب غاړې ته لاړل، ۱۷په کِشتۍ کښې کښېناستل او د سيند پورې غاړې کفرنحُوم ته روان شول. نو تيارۀ شوې وه او عيسىٰ لا هغوئ سره مِلاو شوے نۀ وو. ۱۸په دې دوران کښې د درياب اوبۀ په اوچتېدو شوې ځکه چې تېز طوفان راغلو. ۱۹کله چې هغوئ درې څلور ميله کِشتۍ وچلوله نو هغوئ عيسىٰ د اوبو دپاسه روان وليدو چې د کِشتۍ طرف ته رانزدې کېدو. او هغوئ يرې واخستل، ۲۰خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، دا زۀ يم.“ ۲۱نو بيا هغوئ دا غوښتل چې عيسىٰ کِشتۍ ته راوخېژى او سمدستى کِشتۍ هغه غاړې ته ورسېدله چرته چې دوئ روان وُو.

خلق حضرت عيسىٰ لټوى

۲۲بل سحر هغه ګڼ خلق چې د درياب په بله غاړه ايسار شوى وُو هغوئ وليدل چې هلته صرف يوه کِشتۍ وه او د دې نه هم خبر شول چې عيسىٰ د خپلو مريدانو سره کِشتۍ ته نۀ وو ختلے، بلکې د هغۀ مريدان د هغۀ نه بغېر تلى وُو. ۲۳بيا د تبرياس نه نورې کِشتۍ دېخوا راغلې چرته چې خلقو د مالِک د شُکر ويستلو نه وروستو روټۍ خوړلې وه. ۲۴کله چې خلقو وکتل چې نۀ خو عيسىٰ او نۀ يې مريدان هلته شته نو هغوئ په کشتو کښې سوارۀ شول او د عيسىٰ په تلاش کښې پورې غاړه کفرنحُوم ته لاړل.

حضرت عيسىٰ د ژوندون روټۍ ده

۲۵کله چې هغوئ هغه د درياب په بله غاړه وموندو هغوئ عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کله دلته راغلې؟“ ۲۶عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما تلاش په دې وجه نۀ کوئ چې تاسو نښې وکتلې بلکې ځکه چې تاسو روټۍ وخوړله او لوږه مو ختمه شوه. ۲۷د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“ ۲۸بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”مونږ له څۀ کول په کار دى چې د خُدائ پاک د رضا کارونه وکړُو؟“ ۲۹عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”د خُدائ پاک د رضا کار دا دے چې په هغه چا ايمان راوړئ چې هغۀ رالېږلے دے.“ ۳۰نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ مونږ ته کومه معجزه ښکاره کوې چې مونږ يې ووينو او په تا ايمان راوړو؟ تۀ څۀ کار کولے شې؟ ۳۱لکه چې زمونږ پلار نيکۀ په صحرا کښې من وخوړل، صحيفې فرمائى چې، موسىٰ هم هغوئ له د آسمان نه من ورکړل چې وې خورى.“ ۳۲بيا عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موسىٰ نۀ وو چې تاسو له يې د آسمان نه من درکړل بلکې دا زما پلار دے چې تاسو له د آسمان نه حقيقى روټۍ درکوى. ۳۳ځکه چې د خُدائ پاک روټۍ هغه ده چې د آسمان نه راکوزيږى او دُنيا ته ژوندون ورکوى.“ ۳۴نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته دغه روټۍ همېشه راکوه.“ ۳۵عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندون روټۍ يم. څوک چې ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ اوږى کيږى او څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى. ۳۶خو ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو زۀ ليدلے يم او بيا هم په ما ايمان نۀ راوړئ. ۳۷هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم. ۳۸ځکه چې زۀ د آسمان نه د خپلې رضا پوره کولو دپاره نۀ يم راکوز شوے بلکې د هغۀ د رضا پوره کولو دپاره چا چې زۀ رالېږلے يم. ۳۹او دا د هغۀ رضا ده چا چې زۀ رالېږلے يم چې زۀ هغه ټولو نه يو هم ورک نۀ کړم څۀ چې هغۀ ما له راکړى دى بلکې د قيامت په ورځ يې راپاڅوم. ۴۰ځکه چې دا زما د پلار مرضى ده چې هر څوک چې زوئ ووينى او په هغۀ ايمان راوړى، هغه به د ابدى ژوندون خاوند شى، او زۀ به هغوئ د قيامت په ورځ بيا راپاڅوم.“ ۴۱په دې يهوديان د هغۀ په حقله وغورېدل ځکه چې هغۀ وفرمائيل چې، ”زۀ هغه روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده.“ ۴۲هغوئ ووئيل، ”ولې دا عيسىٰ د يوسف زوئ نۀ دے چې مونږ يې مور او پلار پېژنو، نو بيا څنګه هغه وائى چې زۀ د آسمان نه راکوز شوے يم؟“ ۴۳نو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”په خپلو کښې مۀ غورېږئ. ۴۴څوک هم ما له تر هغې نۀ شى راتلے ترڅو چې هغه پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغه يې ما ته راونۀ لېږى، او زۀ به هغه د قيامت په ورځ راپاڅوم. ۴۵دا د نبيانو په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې هغوئ ټولو ته به خُدائ پاک تعليم ورکړى. هر هغه څوک چې د پلار اورى او د هغۀ نه زده کوى هغه ما له راځى. ۴۶هيچا پلار نۀ دے ليدلے بغېر د هغۀ نه چې د خُدائ پاک د طرفه دے، صرف هغۀ پلار ليدلے دے. ۴۷زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې ايمان راوړى هغه د تل ژوندون خاوند دے. ۴۸زۀ د ژوندون روټۍ يم. ۴۹ستاسو پلار نيکونو په صحرا کښې من وخوړل خو هغوئ مړۀ شول. ۵۰دا هغه روټۍ ده چې د آسمان نه راغلې ده، نو چې څوک دا روټۍ وخورى هغه به نۀ مرى. ۵۱زۀ د ژوندون روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده. څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل ژوندے وى. او کومه روټۍ چې زۀ د دُنيا د ژوندون دپاره ورکوم هغه زما بدن دے.“ ۵۲بيا د يهوديانو په مينځ کښې تېز بحث شروع شو، هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے خپل بدن مونږ ته خوړلو له څنګه راکولے شى؟“ ۵۳نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ترڅو چې تاسو د اِبن آدم بدن ونۀ خورئ او د هغۀ وينه ونۀ څښئ نو تاسو کښې به ابدى ژوندون نۀ وى. ۵۴څوک چې زما بدن وخورى او زما وينه وڅښى هغه د تل ژوندون خاوند دے او زۀ به يې د قيامت په ورځ راپاڅوم. ۵۵زما بدن حقيقى خوراک دے او زما وينه حقيقى څښاک دے. ۵۶څوک چې زما غوښه خورى او زما وينه څښى هغه په ما کښې او زۀ په هغۀ کښې اوسېږم. ۵۷لکه څنګه چې ژوندى پلار زۀ راولېږلم او زۀ د پلار په وجه ژوندے يم، دغه شان څوک چې زما بدن وخورى هغوئ به زما په وجه ژوندى وى. ۵۸دا هغه روټۍ ده چې د آسمان نه راکوزه شوې ده او دا د هغه روټۍ په شان نۀ ده چې ستاسو پلار نيکونو وخوړه او مړۀ شول. خو څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل تر تله ژوندى وى.“

د تل ژوندون کلام

۵۹عيسىٰ دا خبرې هغه وخت وکړې کله چې هغۀ په کفرنحُوم کښې په عبادتخانه کښې تعليم ورکولو. ۶۰کله چې د هغۀ ډېرو مريدانو دا خبرې واورېدې هغوئ ووئيل چې، ”دا تعليم سخت دے، څوک دا منلے شى؟“ ۶۱خو عيسىٰ خبر وو چې د هغۀ مريدان په دې حقله غوريږى، نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو په دې خفه شوئ؟ ۶۲بيا به تاسو څۀ سوچ کوئ کۀ تاسو اِبن آدم هغه ځائ ته په ختو ووينئ چرته چې هغه مخکښې وو؟ ۶۳دا د خُدائ پاک روح دے چې ژوند ورکوى، انسانى بدن بې‌فائدې دے. کومې خبرې چې ما تاسو ته کړې دى هغه روح او ژوند دے. ۶۴خو په تاسو کښې ځينې داسې دى چې ايمان نۀ راوړى.“ ځکه چې عيسىٰ ته د اول نه دا پته وه چې څوک به ايمان نۀ راوړى او څوک به په هغۀ مُخبرى کوى. ۶۵بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”دغه وجه ده چې ما تاسو ته وفرمائيل چې، هيڅوک هم ما ته نۀ شى راتلے ترڅو چې پلار ورته دا توفيق ورنۀ کړى.“ ۶۶په دې وجه د عيسىٰ ډېر مريدان د هغۀ نه واوړېدل او نور د هغۀ سره نۀ ګرځېدل. ۶۷نو عيسىٰ هغه دولسو مريدانو نه تپوس وکړو، ”ولې تاسو هم ما نه تلل غواړئ؟“ ۶۸شمعون پطروس ورته جواب ورکړو، ”مالِکه، چا له به مونږ لاړ شُو؟ تا سره خو د تل ژوندون خبرې دى. ۶۹زمونږ په تا ايمان دے او زمونږ په دې ايمان دے چې تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“ ۷۰عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”ولې ما تاسو دولس واړه غوره کړى نۀ يئ څۀ؟ خو په تاسو کښې يو کس شېطان دے.“ ۷۱هغۀ د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په حقله خبره کوله کوم چې په دولسو مريدانو کښې يو وو، او وروستو يې د عيسىٰ مُخبرى هم وکړله.