۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

اتم باب

په زنا کښې نيولے شوې ښځه

۱ عيسىٰ د زيتون غر ته وختلو. ۲ بله ورځ سحر وختى هغه بيا د خُدائ کور ته راغلو. ټول خلق ورته راغونډ شول، او هغه کښېناستو او هغوئ ته يې تعليم شروع کړو. ۳ د شرعې عالمانو او فريسيانو يوه ښځه راوسته څوک چې په زنا کښې نيولے شوې وه. او هغه يې په خپل مينځ کښې ودروله. ۴ او هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”اُستاذه، دا ښځه په زنا کولو نيولے شوې ده. ۵ په شريعت کښې موسىٰ مونږ ته حکم کړے دے چې داسې ښځې دې سنګسار کړے شى. نو بيا تاسو په دې حقله څۀ وايئ؟“ ۶ هغوئ د هغۀ د آزمېښت دپاره دا سوال وکړو چې هغوئ د هغۀ خلاف څۀ اِلزام پېدا کړى. خو عيسىٰ ټيټ شو او په زمکه يې په ګوته څۀ وليکل. ۷ کله چې هغوئ بار بار د هغۀ نه تپوس کولو نو هغه نېغ ودرېدو او ورته يې وفرمائيل چې، ”په تاسو کښې به په هغې وړومبے د کاڼى ګزار هغه څوک کوى چا چې کله هم ګناه نۀ وى کړى.“ ۸ او هغه يو ځل بيا ښکته ټيټ شو او په زمکه يې څۀ وليکل. ۹ کله چې هغوئ دا خبره واورېده نو هغوئ يو يو بهر ووتلو، د ټولو نه اول مشران وتښتېدل، او عيسىٰ د هغې ښځې سره يواځې پاتې شو چې د هغۀ په وړاندې ولاړه وه. ۱۰ عيسىٰ بيا ودرېدلو هغه ښځې ته يې وفرمائيل، ”هغوئ چرته لاړل؟ ولې تۀ هيچا هم مجرمه نۀ کړې څۀ؟“ ۱۱ هغې جواب ورکړو، ”مالِکه، هيچا هم نه.“ او عيسىٰ وفرمائيل، ”او نۀ دې زۀ مجرمه کوم، ځه لاړه شه، خو بيا کله هم ګناه مۀ کوه.“

حضرت عيسىٰ د دُنيا نُور

۱۲ عيسىٰ بيا خلقو ته مخاطب شو او وې فرمائيل، ”زۀ د دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به هيڅکله په تيارۀ کښې نۀ ګرځى بلکې هغه به د ژوندون رڼا ومومى.“ ۱۳ بيا فريسيانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ د خپل ځان په حق کښې ګواهى کوې خو ستا ګواهى اعتبارى نۀ ده.“ ۱۴ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما ګواهى اعتبارى ده کۀ څۀ هم چې زۀ يې د ځان په حق کښې ورکوم، ځکه چې زۀ خبر يم چې زۀ چرته نه راغلے يم او چرته روان يم، خو تاسو ته پته نشته چې زۀ چرته نه راغلے يم او چرته ځم. ۱۵ تاسو په انسانى بنياد فېصلې کوئ خو زۀ د هيچا فېصله نۀ کوم. ۱۶ خو کۀ چرې زۀ فېصله کوم نو زما فېصله به ټيک وى، ځکه چې زۀ يواځې نۀ يم کله چې فېصله کوم بلکې زۀ او زما پلار چې زۀ يې رالېږلے يم يې يو ځائ فېصله کوُو. ۱۷ ستاسو په خپل شريعت کښې يې دا ليکلى دى چې د دوو کسانو ګواهى ټيک ده. ۱۸ دا زۀ يم چې د خپل ځان په حقله ګواهى کوم او زما بل ګواه زما پلار دے چې زۀ يې رالېږلے يم.“ ۱۹ بيا هغوئ ترې تپوس وکړو، ”ستا پلار چرته دے؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو نۀ خو ما پېژنئ او نۀ زما پلار. کۀ چرې تاسو زۀ پېژندے نو زما پلار به مو هم پېژندو.“ ۲۰ د خُدائ د کور په بيت‌المال کښې عيسىٰ دا خبره د تعليم ورکولو په وخت کښې وکړله، خو هيچا هم هغه ګرفتار نۀ کړو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے.

د حضرت عيسىٰ د خپل مرګ په حقله پېشګوئې

۲۱ عيسىٰ يو ځل بيا هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ درنه ځم، او تاسو به ما لټوئ خو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. او چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“ ۲۲ بيا يهوديانو ووئيل، ”ولې دے به خپل ځان وژنى ځکه چې دے دا وائى، چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“ ۲۳ نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو د دې زمکې خلق يئ او زۀ د آسمان، تاسو د دې دُنيا اوسېدونکى يئ خو زۀ د دې دُنيا نۀ يم. ۲۴ ځکه ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. کۀ چرې تاسو په دې باور نۀ کوئ چې زۀ هغه يم، يعنې، زۀ هم هغه پېغمبر يم نو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ.“ ۲۵ هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”زۀ هم هغه يم چې ما تاسو ته د اول نه وئيلى دى. ۲۶ ما سره ستاسو د مجرمولو او د وئيلو دپاره ډيرې خبرې دى خو هغه چا چې زۀ يې رالېږلے يم، رښتينے دے او څۀ چې ما د هغۀ نه اورېدلى دى هغه زۀ دُنيا ته وايم.“ ۲۷ هغوئ په دې پوهه نۀ شُو چې عيسىٰ هغوئ ته د خپل پلار په حقله خبرې کولې. ۲۸ نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې تاسو اِبن آدم په سولۍ وخېژوئ نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ هغه يم، او زۀ په خپل اختيار هيڅ نۀ کوم خو زۀ هغه څۀ وايم، د څۀ چې پلار ما له تعليم راکړے دے. ۲۹ چا چې زۀ رالېږلے يم هغه ما سره دے. هغۀ زۀ يواځې نۀ يم پرېښے ځکه زۀ همېشه هغه څۀ کوم چې هغه پرې راضى کيږى.“ ۳۰ عيسىٰ چې دا خبرې کولې نو ډېرو پرې ايمان راوړو.

حقيقت به تاسو آزاد کړى

۳۱ بيا عيسىٰ هغه يهوديانو ته وفرمائيل چا چې په هغۀ ايمان راوړے وو، ”کۀ چرې تاسو زما په کلام عمل کوئ نو تاسو به په رښتيا زما مريدان يئ. ۳۲ او تاسو به په حقيقت پوهه شئ او حقيقت به تاسو آزاد کړى.“ ۳۳ هغوئ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ د اِبراهيم اولاد يُو، مونږ چرې هم د چا غلامان شوى نۀ يُو. ستا د دې وينا نه څۀ مطلب دے چې تاسو به آزاد شئ؟“ ۳۴ عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې ګناه کوى هغه د ګناه غلام دے. ۳۵ غلام د يو خاندان فرد ګڼلے نۀ شى، خو زوئ همېشه دپاره د خاندان فرد ګڼلے شى. ۳۶ نو کۀ چرې زوئ تاسو آزاد کړى نو تاسو به په رښتيا سره آزاد يئ. ۳۷ ما ته پته ده چې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ خو تاسو زما د وژلو موقع ګورئ ځکه چې ستاسو په زړونو کښې زما د کلام دپاره ځائ نشته. ۳۸ زۀ تاسو ته هغه وايم څۀ چې ما د پلار په حضور کښې ليدلى دى خو تاسو په هغې عمل کوئ څۀ چې تاسو د خپل پلار نه اورېدلى دى.“ ۳۹ هغوئ ورته جواب ورکړو، ”اِبراهيم زمونږ پلار دے.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ چرې تاسو د اِبراهيم اولاد وئ نو تاسو به هغه کارونه کول کوم چې اِبراهيم کول. ۴۰ خو اوس تاسو کوشش کوئ چې ما ووژنئ ځکه چې ما تاسو ته حقيقت ووئيلو چې ما د خُدائ پاک نه اورېدلے وو. اِبراهيم هيڅکله هم داسې نۀ وُو کړى. ۴۱ تاسو د خپل پلار غوندې کارونه کوئ.“ هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مونږ حراميان نۀ يُو، او خُدائ پاک په خپله زمونږ پلار دے.“ ۴۲ عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کۀ خُدائ پاک ستاسو پلار وے نو تاسو به ما سره مينه کولے ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه راغلے يم او اوس دلته يم. زۀ په خپله مرضۍ نۀ يم راغلے بلکې زۀ هغۀ رالېږلے يم. ۴۳ تاسو ته چې زۀ څۀ وايم په هغې ولې نۀ پوهېږئ؟ دا ځکه چې تاسو زما کلام قبلولے نۀ شئ. ۴۴ خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے. ۴۵ نو کله چې زۀ تاسو ته رښتيا وايم خو تاسو په ما يقين نۀ کوئ. ۴۶ په تاسو کښې څوک ما د ګناه مجرم ثابتولے شى؟ کۀ زۀ رښتيا وايم نو بيا ولې تاسو په ما يقين نۀ کوئ؟ ۴۷ څوک چې د خُدائ پاک دى هغوئ د خُدائ پاک کلام قبلوى. په کومه وجه چې تاسو ورته توجو نۀ ورکوئ هغه دا چې تاسو د خُدائ پاک نه نۀ يئ.“

حضرت عيسىٰ د حضرت اِبراهيم نه اول موجود وو

۴۸ يهوديانو جواب ورکړو چې، ”ولې زمونږ دا وينا رښتيا نۀ ده چې تۀ سامرى يې او په تا پيريان ناست دى؟“ ۴۹ عيسىٰ وفرمائيل چې، ”په ما پيريان نۀ دى ناست. خو زۀ د خپل پلار عزت کوم خو په دې تاسو ما بې‌عزته کوئ. ۵۰ زۀ خپله لوئى نۀ غواړم بلکې يو ذات شته چې هغه يې غواړى او هغه صحيح فېصله کوونکے دے. ۵۱ زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ څوک زما په کلام عمل کوى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى.“ ۵۲ يهوديانو هغۀ ته ووئيل چې، ”اوس زمونږ پوره يقين دے چې په تا پيرے ناست دے. اِبراهيم خو وفات دے او نبيان هم وفات شوى دى او بيا هم تۀ وائې چې، کۀ څوک زما په کلام عمل وکړى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى. ۵۳ ولې تۀ زمونږ د پلار اِبراهيم نه لوئ يې څۀ، څوک چې وفات دے؟ او نبيان هم وفات شوى دى. نو تۀ خپل ځان څۀ ګڼې؟“ ۵۴ عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ چرې زۀ د خپل ځان لوئى وکړم نو زما لوئى بې‌مطلبه ده. هغه څوک چې ما له لوئى راکوى هغه زما پلار دے د چا په حقله چې تاسو وايئ چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے. ۵۵ اګر کۀ تاسو هغه نۀ پېژنئ. خو زۀ يې پېژنم. کۀ چرې ما دا ووئيل چې زۀ هغه نۀ پېژنم نو زۀ به هم ستاسو په شان دروغژن يم. خو زۀ هغه پېژنم او د هغۀ په کلام عمل کوم. ۵۶ ستاسو پلار اِبراهيم په دې خوشحاله وو چې هغه به زما ورځ ووينى. او هغۀ دا ورځ وليدله او خوشحاله شو.“ ۵۷ يهوديانو جواب ورکړو چې، ”تۀ خو لا د پنځوسو کالو هم نۀ يې، نو اِبراهيم دې څنګه وليدو؟“ ۵۸ عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې اِبراهيم لا پېدا شوے نۀ وو چې زۀ موجود وم.“ ۵۹ نو په دې هغوئ د عيسىٰ د ويشتو پسې کاڼى راواخستل خو عيسىٰ خپل ځان په ډډه کړو او د خُدائ د کور نه ووتو.