۰:۰۰ / ۰:۰۰

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

شپږم باب

پينځۀ زره خلق مَړول

۱ د دې نه پس عيسىٰ د ګليل د درياب بلې غاړې ته لاړو چې ورته د تبرياس درياب هم وئيلے کيږى. ۲ او يوه لويه ګڼه ورپسې وه ځکه چې هغوئ هغه معجزې ليدلې وې چې هغۀ د بيمارانو د شفا دپاره کولې. ۳ بيا عيسىٰ غرۀ ته پاس وختلو او هلته د خپلو مريدانو سره کښېناستو. ۴ نو د فسح اختر چې د يهوديانو لوئ اختر دے رانزدې وو. ۵ بيا چې عيسىٰ خپلې سترګې اوچتې کړې نو يوه لويه ګڼه يې وليدله چې د هغۀ په طرف راروانه وه. نو عيسىٰ فيليپوس ته وفرمائيل چې، ”مونږ به د دې خلقو دپاره روټۍ د کوم ځائ نه اخلو؟“ ۶ هغۀ دا سوال د هغۀ د آزمېښت دپاره وکړو، ځکه چې هغۀ ته په خپله دا معلومه وه چې هغه به څۀ کوى. ۷ فيليپوس ورته جواب ورکړو چې، ”د دوو سوو دينارو روټۍ به هم کافى نۀ وى چې د دې خلقو لږه لږه ورسى.“ ۸ د هغۀ په مريدانو کښې اندرياس چې د شمعون پطروس ورور وو، هغۀ ته ووئيل چې، ۹ ”دلته يو هلک دے چې ورسره د اوربشو پينځۀ روټۍ او دوه کبان شته، خو دا د دې دومره ډېرو خلقو دپاره هيڅ هم نۀ دى.“ ۱۰ عيسىٰ وفرمائيل، ”دا خلق کښېنوئ.“ هلته په هغه ځائ کښې ښۀ ډېر واښۀ وُو، نو هغوئ لاندې په زمکه کښېناستل او ټول تقريباً پينځۀ زره سړى وُو. ۱۱ بيا عيسىٰ روټۍ واخستلې، شُکر يې پرې وکړو او هغه يې په هغه ناستو خلقو تقسيم کړې. او هم دغسې يې د کبانو سره وکړل او هغوئ چې څومره غوښتل نو دومره يې ورکړل. ۱۲ کله چې ټول ښۀ ماړۀ شول نو هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”دا پاتې شوې ټوکړې راټولې کړئ نو چې هيڅ هم درنه ضائع نۀ شى.“ ۱۳ نو هغوئ هغه راټولې کړې او د اوربشو د پينځو روټو د هغه پاتې شوو ټوکړو نه کومې چې خلقو خوړلې وې دولس ټوکرۍ ډکې شوې. ۱۴ کله چې خلقو دا معجزه وليدله چې عيسىٰ وکړه هغوئ يو بل ته ووئيل، ”يقيناً دا هغه پېغمبر دے کوم چې دُنيا ته راتلونکے وو.“ ۱۵ کله چې عيسىٰ د هغوې په نيت پوهه شو چې هغوئ هغه خپل بادشاه جوړول غواړى نو هغه په خپله غرۀ ته واپس لاړو.

د حضرت عيسىٰ د اوبو دپاسه ګرځېدل

۱۶ کله چې ماښام شو نو د عيسىٰ مريدان ښکته د درياب غاړې ته لاړل، ۱۷ په کِشتۍ کښې کښېناستل او د سيند پورې غاړې کفرنحُوم ته روان شول. نو تيارۀ شوې وه او عيسىٰ لا هغوئ سره مِلاو شوے نۀ وو. ۱۸ په دې دوران کښې د درياب اوبۀ په اوچتېدو شوې ځکه چې تېز طوفان راغلو. ۱۹ کله چې هغوئ درې څلور ميله کِشتۍ وچلوله نو هغوئ عيسىٰ د اوبو دپاسه روان وليدو چې د کِشتۍ طرف ته رانزدې کېدو. او هغوئ يرې واخستل، ۲۰ خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، دا زۀ يم.“ ۲۱ نو بيا هغوئ دا غوښتل چې عيسىٰ کِشتۍ ته راوخېژى او سمدستى کِشتۍ هغه غاړې ته ورسېدله چرته چې دوئ روان وُو.

خلق حضرت عيسىٰ لټوى

۲۲ بل سحر هغه ګڼ خلق چې د درياب په بله غاړه ايسار شوى وُو هغوئ وليدل چې هلته صرف يوه کِشتۍ وه او د دې نه هم خبر شول چې عيسىٰ د خپلو مريدانو سره کِشتۍ ته نۀ وو ختلے، بلکې د هغۀ مريدان د هغۀ نه بغېر تلى وُو. ۲۳ بيا د تبرياس نه نورې کِشتۍ دېخوا راغلې چرته چې خلقو د مالِک د شُکر ويستلو نه وروستو روټۍ خوړلې وه. ۲۴ کله چې خلقو وکتل چې نۀ خو عيسىٰ او نۀ يې مريدان هلته شته نو هغوئ په کشتو کښې سوارۀ شول او د عيسىٰ په تلاش کښې پورې غاړه کفرنحُوم ته لاړل.

حضرت عيسىٰ د ژوندون روټۍ ده

۲۵ کله چې هغوئ هغه د درياب په بله غاړه وموندو هغوئ عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کله دلته راغلې؟“ ۲۶ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما تلاش په دې وجه نۀ کوئ چې تاسو نښې وکتلې بلکې ځکه چې تاسو روټۍ وخوړله او لوږه مو ختمه شوه. ۲۷ د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“ ۲۸ بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”مونږ له څۀ کول په کار دى چې د خُدائ پاک د رضا کارونه وکړُو؟“ ۲۹ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”د خُدائ پاک د رضا کار دا دے چې په هغه چا ايمان راوړئ چې هغۀ رالېږلے دے.“ ۳۰ نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ مونږ ته کومه معجزه ښکاره کوې چې مونږ يې ووينو او په تا ايمان راوړو؟ تۀ څۀ کار کولے شې؟ ۳۱ لکه چې زمونږ پلار نيکۀ په صحرا کښې من وخوړل، صحيفې فرمائى چې، موسىٰ هم هغوئ له د آسمان نه من ورکړل چې وې خورى.“ ۳۲ بيا عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موسىٰ نۀ وو چې تاسو له يې د آسمان نه من درکړل بلکې دا زما پلار دے چې تاسو له د آسمان نه حقيقى روټۍ درکوى. ۳۳ ځکه چې د خُدائ پاک روټۍ هغه ده چې د آسمان نه راکوزيږى او دُنيا ته ژوندون ورکوى.“ ۳۴ نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته دغه روټۍ همېشه راکوه.“ ۳۵ عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندون روټۍ يم. څوک چې ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ اوږى کيږى او څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى. ۳۶ خو ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو زۀ ليدلے يم او بيا هم په ما ايمان نۀ راوړئ. ۳۷ هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم. ۳۸ ځکه چې زۀ د آسمان نه د خپلې رضا پوره کولو دپاره نۀ يم راکوز شوے بلکې د هغۀ د رضا پوره کولو دپاره چا چې زۀ رالېږلے يم. ۳۹ او دا د هغۀ رضا ده چا چې زۀ رالېږلے يم چې زۀ هغه ټولو نه يو هم ورک نۀ کړم څۀ چې هغۀ ما له راکړى دى بلکې د قيامت په ورځ يې راپاڅوم. ۴۰ ځکه چې دا زما د پلار مرضى ده چې هر څوک چې زوئ ووينى او په هغۀ ايمان راوړى، هغه به د ابدى ژوندون خاوند شى، او زۀ به هغوئ د قيامت په ورځ بيا راپاڅوم.“ ۴۱ په دې يهوديان د هغۀ په حقله وغورېدل ځکه چې هغۀ وفرمائيل چې، ”زۀ هغه روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده.“ ۴۲ هغوئ ووئيل، ”ولې دا عيسىٰ د يوسف زوئ نۀ دے چې مونږ يې مور او پلار پېژنو، نو بيا څنګه هغه وائى چې زۀ د آسمان نه راکوز شوے يم؟“ ۴۳ نو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”په خپلو کښې مۀ غورېږئ. ۴۴ څوک هم ما له تر هغې نۀ شى راتلے ترڅو چې هغه پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغه يې ما ته راونۀ لېږى، او زۀ به هغه د قيامت په ورځ راپاڅوم. ۴۵ دا د نبيانو په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې هغوئ ټولو ته به خُدائ پاک تعليم ورکړى. هر هغه څوک چې د پلار اورى او د هغۀ نه زده کوى هغه ما له راځى. ۴۶ هيچا پلار نۀ دے ليدلے بغېر د هغۀ نه چې د خُدائ پاک د طرفه دے، صرف هغۀ پلار ليدلے دے. ۴۷ زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې ايمان راوړى هغه د تل ژوندون خاوند دے. ۴۸ زۀ د ژوندون روټۍ يم. ۴۹ ستاسو پلار نيکونو په صحرا کښې من وخوړل خو هغوئ مړۀ شول. ۵۰ دا هغه روټۍ ده چې د آسمان نه راغلې ده، نو چې څوک دا روټۍ وخورى هغه به نۀ مرى. ۵۱ زۀ د ژوندون روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده. څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل ژوندے وى. او کومه روټۍ چې زۀ د دُنيا د ژوندون دپاره ورکوم هغه زما بدن دے.“ ۵۲ بيا د يهوديانو په مينځ کښې تېز بحث شروع شو، هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے خپل بدن مونږ ته خوړلو له څنګه راکولے شى؟“ ۵۳ نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ترڅو چې تاسو د اِبن آدم بدن ونۀ خورئ او د هغۀ وينه ونۀ څښئ نو تاسو کښې به ابدى ژوندون نۀ وى. ۵۴ څوک چې زما بدن وخورى او زما وينه وڅښى هغه د تل ژوندون خاوند دے او زۀ به يې د قيامت په ورځ راپاڅوم. ۵۵ زما بدن حقيقى خوراک دے او زما وينه حقيقى څښاک دے. ۵۶ څوک چې زما غوښه خورى او زما وينه څښى هغه په ما کښې او زۀ په هغۀ کښې اوسېږم. ۵۷ لکه څنګه چې ژوندى پلار زۀ راولېږلم او زۀ د پلار په وجه ژوندے يم، دغه شان څوک چې زما بدن وخورى هغوئ به زما په وجه ژوندى وى. ۵۸ دا هغه روټۍ ده چې د آسمان نه راکوزه شوې ده او دا د هغه روټۍ په شان نۀ ده چې ستاسو پلار نيکونو وخوړه او مړۀ شول. خو څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل تر تله ژوندى وى.“

د تل ژوندون کلام

۵۹ عيسىٰ دا خبرې هغه وخت وکړې کله چې هغۀ په کفرنحُوم کښې په عبادتخانه کښې تعليم ورکولو. ۶۰ کله چې د هغۀ ډېرو مريدانو دا خبرې واورېدې هغوئ ووئيل چې، ”دا تعليم سخت دے، څوک دا منلے شى؟“ ۶۱ خو عيسىٰ خبر وو چې د هغۀ مريدان په دې حقله غوريږى، نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو په دې خفه شوئ؟ ۶۲ بيا به تاسو څۀ سوچ کوئ کۀ تاسو اِبن آدم هغه ځائ ته په ختو ووينئ چرته چې هغه مخکښې وو؟ ۶۳ دا د خُدائ پاک روح دے چې ژوند ورکوى، انسانى بدن بې‌فائدې دے. کومې خبرې چې ما تاسو ته کړې دى هغه روح او ژوند دے. ۶۴ خو په تاسو کښې ځينې داسې دى چې ايمان نۀ راوړى.“ ځکه چې عيسىٰ ته د اول نه دا پته وه چې څوک به ايمان نۀ راوړى او څوک به په هغۀ مُخبرى کوى. ۶۵ بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”دغه وجه ده چې ما تاسو ته وفرمائيل چې، هيڅوک هم ما ته نۀ شى راتلے ترڅو چې پلار ورته دا توفيق ورنۀ کړى.“ ۶۶ په دې وجه د عيسىٰ ډېر مريدان د هغۀ نه واوړېدل او نور د هغۀ سره نۀ ګرځېدل. ۶۷ نو عيسىٰ هغه دولسو مريدانو نه تپوس وکړو، ”ولې تاسو هم ما نه تلل غواړئ؟“ ۶۸ شمعون پطروس ورته جواب ورکړو، ”مالِکه، چا له به مونږ لاړ شُو؟ تا سره خو د تل ژوندون خبرې دى. ۶۹ زمونږ په تا ايمان دے او زمونږ په دې ايمان دے چې تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“ ۷۰ عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”ولې ما تاسو دولس واړه غوره کړى نۀ يئ څۀ؟ خو په تاسو کښې يو کس شېطان دے.“ ۷۱ هغۀ د شمعون اِسکريوتى د زوئ يهوداه په حقله خبره کوله کوم چې په دولسو مريدانو کښې يو وو، او وروستو يې د عيسىٰ مُخبرى هم وکړله.