۰:۰۰ / ۰:۰۰

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

نهم باب

د خُدائ پاک د حضرت نوح سره يو لوظ کول

۱خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو له برکت ورکړو او وې فرمائيل، ”آباد شئ او ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى. ۲ټول ځناور، مارغان، خزنده او کبان به ستاسو نه يريږى، دا ټول ستاسو د اختيار لاندې دى. ۳اوس دا ټول ځناور تاسو خوړلے شئ او دغه شان شنۀ بوټى هم، دا ټول ستاسو د خوراک دپاره دى. ۴خو چې په کومه غوښه کښې وينه وى هغه به نۀ خورئ، دا ستاسو دپاره منع ده ځکه چې په وينه کښې ژوندون دے. ۵کۀ څوک بل کس قتلوى، زۀ به ورسره حِساب کوم. کۀ يو ځناور بنى آدم ووژنى نو سزا به يې مرګ وى. ۶ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى، ۷ډېر بچى پېدا کړئ، نو چې ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسيږى.“ ۸خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو ته وفرمائيل چې، ۹”ګورئ، اوس زۀ تاسو او ستاسو د اولاد سره دا لوظ کوم، ۱۰هم داسې د هر ژوندى څيز، د ټولو مارغانو، ځناورو او هر هغه څيز سره چې ستاسو سره د کشتۍ نه رابهر شوى وُو. ۱۱زۀ تاسو سره د دې خبرې لوظ کوم، چې بيا به هيڅکله هم ټول ژوندى مخلوقات په سېلاب نۀ غرقيږى، بيا به په سېلاب دُنيا نۀ تباه کيږى. ۱۲دا نښه به نۀ ختمېدونکے لوظ وى کوم چې زۀ ستا او د ټولو ژوندو څيزونو سره کوم، ۱۳زۀ به په آسمان کښې د بوډۍ ټال جوړوم. دا به زما د دُنيا سره د لوظ نښه وى. ۱۴چې کله هم زۀ په زمکه وريځې راولم او چې د بوډۍ ټال په وريځو کښې راڅرګنديږى، ۱۵نو ما ته به خپل لوظ راياديږى چې سېلاب به بيا هيڅکله ټول ژوندى څيزونه نۀ تباه کوى. ۱۶چې کله په وريځو کښې د بوډۍ ټال څرګند شى، زۀ به ورته ګورم او هغه نۀ ختمېدونکے لوظ به رايادوم کوم چې ما د زمکې د ټولو ژوندو څيزونو سره کړے دے. ۱۷دا زما د هغه لوظ نښه ده کوم چې زۀ د دُنيا د ټولو ژوندو مخلوقاتو سره کوم.“

حضرت نوح او د هغۀ زامن

۱۸د نوح زامن چې د کشتۍ نه کوز شول هغوئ شيم، حام او يافت وُو. (حام د کنعان پلار وو.) ۱۹په زمکه چې څومره خلق دى دا ټول د نوح د درېو زامنو اولاد دے. ۲۰نوح زميدار وو، هغه وړومبے کس وو چې د انګورو باغ يې وکَرلو. ۲۱د ميو څښلو نه پس هغه نشه شو او په خپله خېمه کښې بربنډ څملاستو. ۲۲چې کله د کنعان پلار حام، خپل پلار داسې وليدو نو هغه بهر لاړو او خپل دوه وروڼه يې خبر کړل. ۲۳نو شيم او يافت يو څادر واخستو او د خپلو اوږو شا ته يې ونيولو. او خېمې ته په شا دننه لاړل او خپل پلار يې پټ کړو او مخونه يې اړولى وُو چې پلار بربنډ ونۀ ګورى. ۲۴چې کله نوح په خود کښې شو او خبر شو چې د ټولو کشرى زوئ د هغۀ سره څۀ کړى دى، ۲۵نو هغۀ وفرمائيل چې، ”په کنعان دې لعنت وى، هغه دې د ټولو وروڼو د نوکرانو غلام شى. ۲۶مالِک خُدائ دې شيم بختور کړى، او کنعان دې د هغۀ غلام کړى. ۲۷خُدائ پاک دې يافت ډېر تېر کړى، د هغۀ اولاد او د شيم خلق دې د وروڼو په شان کړى، او کنعان دې د هغۀ غلام کړى.“ ۲۸د سېلاب نه پس نوح نور درې نيم سوه کاله ژوندے وو ۲۹او د نهۀ نيم سوو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.