۰:۰۰ / ۰:۰۰

د پېدايښت کِتاب - د تورات شريف اول کِتاب

اتم باب

د سېلاب ختمېدل

۱ نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې. ۲ د زمکې لاندې د چينو خولې او د آسمان طوفانى دروازې بند شوې. باران ودرېدو، ۳ او اوبۀ ورو ورو په يو نيم سل ورځو کښې کمې شوې. ۴ د اوومې مياشتې په اوولسمه ورځ کشتۍ د اراراط په علاقه کښې په يو غرۀ ودرېده. ۵ اوبۀ کمېدې او د لسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ د غرونو څُوکې راڅرګندې شوې. ۶ څلوېښت ورځې پس نوح د کشتۍ کړکۍ کولاو کړه ۷ او يو کارغۀ يې والوځولو. هغه واپس رانۀ غلو، خو په هوا کښې تر هغې پورې اخوا دېخوا ګرځېدو چې د زمکې نه اوبۀ اوچې شوې. ۸ په دې دوران کښې، نوح ګوګوشتکه والوځوله چې وګورى چې اوبۀ ختمې دى کۀ نه، ۹ خو اوبو تر اوسه پورې زمکه پټه کړې وه او ګوګوشتکې د پښو لګولو ځائ پېدا نۀ کړو. نو واپس راغله او نوح لاس بهر کړو او ځان سره يې کشتۍ کښې کښېنوله. ۱۰ د اووۀ ورځو اِنتظار نه پس هغۀ بيا ګوګوشتکه والوځوله. ۱۱ او په ماښامى کښې هغۀ ته واپس راغله او په مخُوکه کښې يې شنه د زيتُونو پاڼه نيولې وه. نو نوح ته پته ولګېده چې اوبۀ کمې شوې دى. ۱۲ هغۀ بيا نور اووۀ ورځې اِنتظار وکړو او يو ځل بيا يې ګوګوشتکه والوځوله، خو دا ځل واپس رانۀ غله. ۱۳ چې کله نوح د شپږو سوو او د يو کال شو، نو د وړومبۍ مياشتې په وړومبۍ ورځ، اوبۀ اوچې شوې. نوح د کشتۍ د چت يوه حِصه کولاو کړه، نظر يې واچولو او چې يې وکتل نو زمکه په اوچېدو وه. ۱۴ د دوېمې مياشتې په اوويشتمه ورځ زمکه بېخى اوچه وه. ۱۵ نو خُدائ پاک نوح ته وفرمائيل چې، ۱۶ ”د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه بهر لاړ شه. ۱۷ ټول مارغان او ځناور هم د ځان سره کوز کړه، چې نور بچى پېدا کړى او په ټوله زمکه باندې خوارۀ شى.“ ۱۸ نو نوح د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه کوز شُو. ۱۹ ټول ځناور او مارغان په خپله خپله ډله کښې د کشتۍ نه ووتل.

د حضرت نوح قربانى پېش کول

۲۰ نوح يوه قربان‌ګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربان‌ګاه کښې يې وسوزول. ۲۱ د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى. ۲۲ چې تر کومې پورې دُنيا موجوده وى، کَرل او رېبل به وى، يخنى او ګرمى به وى، اوړے او ژمے به وى، شپه او ورځ به وى د دُنيا تر آخره پورې به وى.“